پیرو کې د لامبوزن موږک په ګډون ۲۷ ډوله نوي ژوي موندل شوي

ساینسپوهانو د سویلي امریکا پیرو هېواد کې ۲۷ نوي ژوي موندلي دي. په دوی کې د حبابي (پولۍ) سر کب او یو داسې موږک هم دی چې په وچه او اوبو دواړو کې ژوند کولی شي.

د دغه نوي موږک پښې اوبدلې دي، چې په لامبو کې ورسره مرسته کوي.

دا نوي ژوي 'التو مایو' ته چې امازون باراني ځنګلونه هم پکې شاملېږي، د ساینسپوهانو د څېړنیز سفر پر مهال موندل شوي.

د 'محافظت نړیوال سازمان' یا سي‌ای له ساینسپوهانو سره په دغه سفر کې د ځايي بومي ډلو غړي هم مله وو.

سي‌ای (Conservation International) د چاپېرال ساتنې یو غیر انتفاعي سازمان دی، چې د امریکا لویه وچه کې فعالیت کوي.

دغه سازمان ویلي تر ۴۸ نور ژوي هم موندل شوي، خو د دې ډاډ لپاره چې ایا نوي ژوي دي که له پخوا پېژندل شوي، نورې څېړنې باید وشي.

د محافظت نړیوالې ادارې یو جګپوړی مدیر 'تروند لارسېن' وایي، "د تي او شمزۍ لرونکو ژویو د دومره ډېرو نويو ډولونو موندل واقعآ د منلو وړ نه دي، هغه هم په ځانګړي توګه د انسان تر اغیز لاندې داسې منظره کې."

'التو مایو' د پیرو شمال کې یوه ساتل شوې سیمه ده، چې ډېر ایکو سیستمونه او بومي سیمې لري.

د محافظت نړیوالې ادارې په وینا دغه سیمه ګڼ نفوس لري چې د ځنګلونو له وهل کېدو او د کرکیلې له پراخېدو سره چاپیریال ساتنه له فشار سره مخامخ کړې.

د 'یولیزا تووي' په نوم د 'اوېجن' یا 'اګوېرونا' قبیلې یوې ښځې چې په دې څېړنه کې یې مرسته کړې ویلي، دا چې دغه رپوټ د ایکوسیستمونو په اړه ښه پوهاوی ورکوي، نو دا له اوېجن خلکو سره مرسته کوي چې " خپل کلتور، طبیعي سرچینې او زموږ قلمرو خوندي کړو."

ښاغلی لارسېن وایي "[اوېجنیان] د ځنګلونو، ژویو او بوټو په اړه چې څنګ په څنګ ورسره ژوند کوي، پراخه دودیزه پوهه لري."

په دې څېړنه کې یو نوی ډول لنډ نولی یا سوربوڼی‌، ۸ ډوله کبان، ۳ غبرګژوندي (زوحیاتین) او لس ډوله بوراګان هم موندل شوي دي.‌

د 'حباب سري' کب نوې علمي موندنه ده، خو ځايي اوېجن خلک چې په دې علمي سفر کې یې مرسته کړې، له پخوا د هغوی پر موجودیت خبر وو.

د دغه ډول کب اوږد سر د کبانو متخصصان هک‌پک کړي، ځکه تر دې مخکې یې داسې ژوی کله نه و لیدلی.

لنډی سوربوڼی یا نولی ۱۴ ساتنې مترو ته رسېږي، چې بریتانیا کې د موندل کېدونکو خړو نولیانو (له ۲۴-۲۹ سانتي مترو) شاوخوا نیمايي اندازه دی.

د ښاغلي لارسېن په وینا "دا مو د لاس به اورغوي کې ځایږي. ښکلی او په زړه پورې قهوه‌يي رنګ لري، ډېر چابک دي... چټک ټوپونه اچوي او اونو کې پټېږي."

ساینسپوهانو یو اغزن موږک هم موندلی - دا نوم ځکه ورکړل شوی چې په پوستکي باندې یې د شکوڼ یا زیګي د غزیو په څېر ویښته ولاړ دي.

د دوی لخوا موندل شوی "غبرګژوندی موږک [وچه او اوبو دواړو کې ژوند کولی شي]" چې څه نا څه اوبدلې پښې لري، د اوبو حشرات خوري.

ویل کېږي دا موږک د هغو غبرګژوندو ژوونکو له ډلې دی، چې ډېر نادر دي او ساینسپوهانو یې ډېرې کمې بڼې لیدلې دي.