هغه ژوي چې په بوټو د ځان درملنه کوي

ساینس پوهان وايي، په اندونیزیا کې یې یو داسې سوماترايي اورنګوټان لیدلی، چې په مخ یې لوی ټپ و او د ځان درملنې لپاره یې درمل لروونکي بوټي کارول.

دا لومړی ځل دی، یو ځنګلي ژوی لیدل کېږي، چې د ټپ درملنې لپاره د درملو ځانګړتیا لرونکي بوټي کاروي.

څېړونکو راکوس په داسې حال کې لیدلی، چې ټکول شوی بوټی یې په مخ پورې موښه او یوه میاشت وروسته یې پام شو، چې ټپ په بشپړه توګه روغ شوی دی.

ساينس پوهان وايي، دا چلند ښايي د انسانانو، شامپانزیانو، ګوریلو او د اورنګوټانو له ګډ نيکه ور پاتې وي.

په آلمان کې د ماکس پلانک موسسې ډاکتر او د دې لیکنې لیکوال ایزابلا لامر وايي:

"دا زموږ نږدې خپلوان دي او دا پېښه یو ځل بیا هغه ورته والی تاییدوي چې موږ یې لرو. په حقیقت کې، زموږ ورته والی د توپیرونو پرتله زیات دی. "

د اندونیزیا د ګونونګ لوسر ملي پارک کې د څېړونکو یوې ډلې راکوس د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې ولید، چې پر مخ باندې یې لوی زخم دی.

داسې ګومان کېږي، دا ټپ‌ یې له بل نر اورنګوټان سره د جګړې له کبله پر مخ جوړ شوی.

دوی وروسته بیا راکوس ولید، چې د اکار کونینګ په نوم د یوه بوټي ډډې او پاڼې ژوي.

دغه بوټی د التهاب او باکتریا ضد ځانګړتیاوې لري او ځایي خلک یې هم د ملاریا او د شکرې ناروغۍ درملنې لپاره کاروي.

راکوس څو ځلې دا ماده شاوخوا اوو دقیقو لپاره پر خپل مخ کېښوده، تر هغه چې زخم یې په بشپړ ډول پټ شو.‌

هغه همدارنګه دا بوټی خوړه هم.

داسې ښکاري چې د دغه بوټي ډډې او پاڼې ګټورې دي.‌

څېړونکو له پنځو ورځو وروسته ولیده، چې عفونت او زخم ښه شوی و.

ساینس پوهان دې پایلې ته ورسیدل، چې راکوس پوهېده چې دا بوټی د درملو ځانګړتیاوې لري،‌ ځکه چې اورنګوټان معمولآ‌ دا بوټی ډېر نه خوري.

ډاکټر لامر وايي:

"راکوس څو ځلې ټکول شوی بوټی پر خپل مخ کېښود او بیا یې خپله بوټی هم په مخ وموښه. د دې چارې لپاره یې وخت په منظم ډول کاروه. له همدې کبله فکر کوم چې هغه پوهېده او دا کار یې کاوه. "

همدارنګه د څېړونکو په خبره راکوس د معمول پرتله ډېر وخت لپاره استراحت و، تر نیمې ورځې زیات.

دا په ډاګه کوي، چې نوموړي هڅه کوله چې ټپ یې روغ شي.

ساینس پوهان له مخکې پوهېدل، چې ځېږ پستوکي ولا بېزوګان د ځان درملنې لپاره درمل کاروي.

بیولوژیست جیل ګودال وايي، په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د شامپانزاو په غایطه موادو کې د بوټو بشپړه پاڼې ولیدل شوې او مالومه شوه چې دا ژوي د درملنې لپاره ځانګړي بوټي‌ کاروي.

خو دوی دې مخکې ځنګله کې داسې ژوی نه و لیدلی، چې په ټپ دې ټکول شوی بوټی ولګوي.