تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځې لاسي بکس کې ۱۳۰ زهرجنې چونګښې نیول شوې
د کولمبیا پولیسو د دوشنبې په ورځ د بوګوټا ښار په هوايي ډګر کې یوه ښځه وروسته له هغه د ځنګلي ژوو د قاچاق په تور ونیوله چې د هغې په بېک (لاسي بکس) کې ۱۳۰ زهرجنې چونګښې وموندل شوې.
د کولمبیا چارواکي وايي، چې چونګښې د فلمونو په وړوډبیو کې په خورا خراب حالت کې اچول شوې وې، چې له امله یې د اوبو له کمښت سره مخامخ شوې وې.
نیول شوې ښځه د برازیل اوسېدونکې ده او د پاناما له لارې ساو پاولو ته روانه وه.
د دې مېرمنې په وینا، دا چونګښې په سویلي کولمبیا کې د یوې ټولنې لخوا د ډالۍ په توګه ورکړل شوې وې. سیمه ییز پولیس وايي، په تور بازار کې د هرې چونګښې بیه شاوخوا ۱۰۰۰ ډالره ده.
هارلیکوین چونګښې چې زهرجنو چونګښو په نوم هم پېژندل کېږي، د انسان له یوې ګوتې څخه کوچني دي.
د دوی د پوستکي غدې یو ډېر خطرناک زهر تولیدوي.
ځايي خلک د دا ډول چونګښو زهر د ښکار د غشیو په تېره څوکه وهي او دا لږ زهر کولی شي یو کوچنی حیوان ووژني.
هارلیکوین چونګښې د چونګښو له هغه ډول څخه دي چې نسل یې په ورکیدو دی. دا چونګښې د اېکوادور او کولمبیا تر منځ د آرام سمندر د ساحل په ځنګلونو کې موندل کېږي.
دا چونګښې د مرکزي او سویلي امریکا په نورو هېوادونو کې هم موندل کېږي.