هغه کمپیوټر چې دويمه نړيواله جګړه کې يې مهم رول درلود

د بریتانیا د مخابراتو مرکز (GCHQ) د کولوسوس (Colossus) کمپیوټر هغه انځورونه خپاره کړي، چې مخکې نه وه خپاره شوي.

دا کوډ یا شفر ماتونکی کمپیوټر په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني د پټو پیغامونو کوډونو موندلو لپاره کارول شوی و او د دې جګړې په ګټلو کې یې له همغږې ډلې سره مرسته کړې وه.

یادې ادارې د کولوسوس د اختراع د ۸۰مې کلیزې په مناسبت دا نوي انځورونه خپاره کړي دي.

د کارپوهانو په وینا دا انځورونه "د کولوسوس د جوړولو او عملیاتو په پټو اړخونو رڼا اچوي."

دا یوه هغه وسیله ده، چې ډېری کارپوهان یې د نړۍ لومړی ډیجیټل کمپیوټر ګڼي.

د ۲۰۰۰ کال تر لومړۍ لسیزې پورې د دې وسیلې شتون په لویه کچه پټ ساتل شوی و.

د بریتانیا حکومت د مخابراتو مرکز مشره ان کيسټ بټلر وايي، دا انځورونه د "هېواد د خوندي ساتلو لپاره اړین خلاقیت او هوښیارتیا" په ډاګه کوي.

د ښاغلې بټلر په وینا، "فنی نوښتونه تل د دې مرکزي دفتر په فعالیتونو کې ځای لري. او کولوسوس د دې حقیقت یوه ښه بېلګه ده، چې څنګه د دې ادارې کارمنان د نوې ټکنالوژۍ د رامنځته کولو په سر کې دي. ان که ځینې وختونه موږ د دوی د هڅو او لاسته راوړنو په اړه خبرې نشو کولی. "

د کولوسوس لومړۍ بېلګه په بلېچلي پارک کې، چې د بریتانیا د شفرونو د کشف او ماتولو مرکز و په ۱۹۴۴ کال کې کارول شوی.

د جګړې په وروستیو میاشتو کې، لس داسې کمپیوټرونه د نازي جرمني د پیغامونو د شفرونو ماتولو لپاره کارېدل.

د کولوسوس د ساتنې او ګټې اخیستنې لپاره ۲،۵۰۰ څراغونو، ۲ متره لوړ ځای او ډېرو تکړه کارپوهانو او کارکوونکو ته اړتیا وه.

د يادې وسیلې لپاره د لومړنۍ طرحې له یوه لیک سره خپاره شوي چې د جرمنيانو حساسې او نسبتا خبردارۍ تر کچې لارښونې ګڼل کېږي چې د کولوسوس لخوا کشف شوې دي.

د مخابراتو دولتي مرکز د کار پر مهال د یاد ماشین یو غږ هم خپور کړی دی.

د جګړې تر پایه د کولوسوس د ساتنې او کار ۵۵۰ کسیزې ډلې د جګړې تر پایه د جرمني حساس او محرمانه پیغامونو څخه د ۶۳ میلیونه تورو یا کلمو شفر مات کړی یا افشا کړی وي.

تاریخ پوهان په دې باور دي، چې دې کمپیوټرونو د جګړې موده لنډه کړه او د ډېرو خلکو ژوند یې وژغوره.

پټ په تیارو کې

د جګړې په برخلیک کې د دې وسیلې د اغېزمن رول سربېره هغو انجینرانو او کارونکو چې د کولوسوس په جوړولو او کار اخیستلو کې يې برخه لرله لوړه کړې وه چې راز به یې پټ ساتي او دې مهمې وسیلې شتون نژدې ۶ لسیزې د تاریخ کتابونو ته لار ونه مونده.

په ۲۰۰۰ کال کې، د بریتانیا استخباراتي ادارو په رسمي توګه د کولوسوس شتون اعلان کړ.

له جګړې وروسته له لسو څخه اته کمپيوټرونه یې ويجاړ شول.

انجنیر او طرحه کوونکی یې ټامي فلاورز ته امر وشو، چې د دې وسیلې اړوند ټول اسناد د حکومت د استخباراتو مرکزي دفتر ته وسپاري.

د دې وسیلې د پټ ساتلو هڅې دومره بریالۍ وې، چې د حکومت د مخابراتو په مرکز کې د ۱۹۶۰ لسیزې یو پخوانی انجینر بېل مارشل چې ۱۹۶۰ لسیزه کې یې په کولوسوس باندې کار کاوه وايي، په جګړه کې د دې ماشین له روله هېڅ خبر نه و.

نوموړی وايي، دا ورته د ویاړ ځای دی، چې یو ډول نه یو ډول یې له د کولوسوس سره سروکار و.

بلېچلي پارک کې د موزیم مشر انډریو هربرټ وايي، د کولوسوس د نويو انځورونو خپرول د دې اختراع د تلپاتې اغېزو د لمانځلو لپاره یو بل فرصت برابر کړ.

نومړی زیاتوي، "له تخنیکي لید څخه کولوسوس د عصري ډیجیټل کمپیوټرونو ظهور و. "

د هربرټ په وینا، "ډېری هغه کسان چې په بلېچلي پارک کې کولوسوس کارولی له جګړې وروسته لسیزو کې د بریتانیا د کمپیوټري صنعت کې مهم مخکښان او مشران شوي دي. د خپل کار له اړخه نړۍ کې بریالي وو."