بريتانيا وايي د طالبانو له خوا په لندن کې د افغان ډيپلوماتانو له ګوښه کېدو وروسته سفارت تړي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې د طالبانو د حکومت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه شول.

د ياد وزارت يوه وياند بي بي سي ته وويل، د ويانا کنوانسيون له مخې افغانستان کولی شي په خپلو سفارتونو کې کارکوونکي ګوښه کړي.

په لندن کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې هم بي بي سي ته ويلي، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت افغان سفير زلمي رسول ته ويلي چې سفارت به د سپټمبر مياشتې پر ۲۷ نېټه وتړل شي.

د سرچينې په وينا د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان سفارت له دیپلوماتانو غوښتي، چې یا دې له دې هېواده ووځي او یا باید په دريو میاشتو کې دننه پناه وغواړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارته په یوه لیکلي مکتوب کې غوښتي وو چې سفارت دې وتړي او بریتانیا ته د ټولو اړونده کونسلي خدمتونو څانګه به دوحه کې د افغانستان سفارت کې پرانیستل شي او یا دې په لندن کې تعامل وشي.

په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول هم تائید کړې چې سفارت به د سپټمبر په ۲۷مه وتړل شي. ښاغلي رسول پر اېکس ليکلي، چې دا پرېکړه د کوربه هېواد په غوښتنه شوې ده.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي، "د خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه کار کوو چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړو او هغو کسانو ته بشري مرستې برابرې کړو چې ډېر اړمن دي."

د طالبانو حکومت کې یوه سرچینه وايي، تمه لري چې سفارت ته به د دوی کسان ور وپېژندل شي او بريتانیا به یې ومني خو په لندن کې په افغان سفارت کې سرچينې ویلي، سفارت به د طالبانو حکومت ته نه سپارل کېږي.

په لندن کې د افغانستان سفیر زلمی رسول د ۲۰۲۱ کال په جون کې پر دغه دنده وګومارل شو. ښاغلي رسول له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د روان کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د افغانستان ځینې سفارتونه "بې اعتباره" اعلان کړي وو، چې په دې کې د بریتانیا لپاره د افغانستان سفارت هم شامل و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."

طالبانو حکومت له بهر مېشتو افغانانو غوښتي وو، چې د اکتوبر میاشتې له اتمې وروسته دې د کونسلي خدمتونو (ویزو، پاسپورټونو مودې غځولو او د اسنادو تصدیق) لپاره دې سفارتونو ته نه ورځي، چې دوی بې اعتباره بللي دي.

له دې وړاندې په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې يو شمېر لوېديځو ډيپلوماتانو ويلي وو، ځينې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانيستلو غور کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د اروپا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې افغان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازولي نه کوي.