د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: لندن او ویانا کې افغان سفارتونه "د اعتبار وړ نه دي"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونه د دوی په ټکو د باور وړ نه دي.‌

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."

په دغو دواړو هېوادونو کې لسګونه زره افغانان اوسېږي او د کونسلي خدمتونو لپاره افغان سفارتونو ته ورځي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي‌ چې "د اکټوبر له اتمې وروسته دې افغانان دغو سفارتونو ته د کونسلي خدمتونو (ویزو، د پاسپورتونو غځولو او د اسناد تصدیق) لپاره نه ورځي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي‌ ویلي، چې بریتانیا او او اوتریش کې مېشت افغانان د کونسلي خدمتونو لپاره کوم ځای ته ولاړ شي خو په اعلامیه کې یې ویل شوي‌ چې تر دویمې خبرتیا دې یادو سفارتونو ته نه ورځي.‌

له دې وړاندې د اسپانیا ماډریډ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

دا درېیم ځل و چې د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د افغانستان سفارت په رسمي ډول په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل اعلان کوي.

دغه سفارت پر مېټا (فېسبوک) پاڼه اسپانیا کې له مېشتو افغان وګړو غوښتي چې د اړتیاوو پوره کولو لپاره په عادي ډول دغه سفارت ته مراجعه وکړي.

په اروپا کې ګڼ سفارتونه خپل مالي لګښتونه د پاسپورټونو له تمدید او کونسلي خدمتونو پوره کوي. د طالبانو دغه اعلان ته په لندن او ویانا کې افغان سفارتونو تر اوسه غبرګون نه دی په ډاګه کړی.‌

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د اروپا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې افغان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازولي نه کوي. خو طالبان هڅه کوي چې ورو ورو په اروپا او نورو هېوادونو کې سفارتونه په یو نه یو ډول ور خپل کړي او د دې کار لپاره ښايي‌ له هرې ممکنه وسیلې کار واخلي.‌