ایران: تهران کې د افغان سفارت چارې به 'د دیپلوماتیکو اصولو چوکاټ کې' دوام ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ په تهران کې به د افغان سفارت چارې د نورو هېوادونو د سفارتونو په څېر د دیپلوماتیکو اصولو په چوکاټ کې د تېر په څېر دوام ولري.

ایراني چارواکي دا سپیناوی داسې مهال کوي چې د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي دا مهال په رسمي سفر ایران ته رسېدلی.

له دې سفر سره هم مهاله داسې ګنګوسې هم پیدا شوې چې ګواکې ایران غواړي تهران کې د افغان سفارت چارې طالبانو ته وسپاري.

ایران د دې ګنګوسو د تائید یا تردید لپاره څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه اعلامیه کې ټیینګار کړی چې د افغانستان سفارت چارې به د ۱۹۶۱ کال د کنوانسیون د اصولو له مخې دوام ولري.

اعلامیه کې همدا راز راغلي، 'له دې اصولو بهر هېڅ تغیر یا تحول ممکن نه دی'.

یاده دې وي چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر ایران هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر دې ډلې یې غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د طالبانو پلاوي له ايراني چارواکو سره کتلي

د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالی وزير ملا امير خان متقي چې په رسمي سفر ايران ته تللي وايي د دغه هېواد له چارواکو سره يې د سوداګرۍ، نفتي موادو، ټرانزيټ او امنيتي برخه کې خبرې کړې دي.

د طالبانو په دغه پلاوي کې د ملا امير خان متقي سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنيف، د سوداګرۍ او صنايعو چارسمبالي وزير نورالدين عزيزي او يو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.

ښاغلی متقي وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير حسين امير عبداللهيان او د افغانستان لپاره ايران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تر څنګ يې له يو شمېرو نورو ايراني چارواکو سره کتلي دي.

دی وايي "زموږ کوښښ دا دی چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي ولرو او غواړو افغانستان داسې متوازن سياست ولري چې له چا سره په ټکر کې رانشي او کړنې يې د چا په ضد تعبير نشي".

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه هم وضاحت کړی دی.

ایراني چارواکي وایي، د دې سفر موخه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خوندي کول دي.

ایران وایي، په دې دې سفر کې به د بانکداراۍ برخه کې همکاریو، پر ګډه پوله د بازارونو، معادنو، سوداګرۍ او د ورزش برخه کې د همکاریو په اړه هوکړې وشي.

دا د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ايران ته د طالبانو د يوه لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی خو د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي د تېر کال نومبر مياشت کې کابل ته سفر کړی و او هلته يې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره کتلي وو.