تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هالنډ کې د افغانستان سفارت: کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره "تعامل" لرو
په هالنډ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې کابل کې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامله لري او په دې هېواد کې یې له مېشتو افغان وګړو غوښتي چې د اړتیاوو پوره کولو لپاره په عادي ډول دغه سفارت ته مراجعه وکړي.
دا دویم ځل دی چې د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د افغانستان سفارت په رسمي ډول په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل اعلان کوي.
د تېر کال په قوس (لیندۍ) میاشت کې، د اروپايي ټولنې غړي هېواد چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې "چک جمهوریت کې د افغان وګړو د خدماتو پخاطر" په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره (تعامل) لري.
اوس په هالنډ کې د افغانستان سفارت په خپل X (ټوېټر) کې یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي:
"په هالنډ کې د افغانستان سفارت خپلو ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې دغه سفارت د دوی د ګران هېواد استازیتوب کوي او د ستونزو د حل او کونسلي خدمتونو د برابرولو په موخه خدمات د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت (د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت) سره اړیکه تعامل کې دی او د کونسلي اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل کېږي".
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل هم په هالنډ کې د افغانستان سفارت دغه اعلامیه په خپل ایکس (ټوېټر) اکاونټ کې خپره کړې ده.
په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېر شول، خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو پاکستان، چین، ایران او روسیې په دغو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته سپارلي دي، ځینو هېوادونو لکه ترکیې د طالبانو استازي په ټيټه کچه منلي، خو د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان د پخواني حکومت د سفیرانو او دیپلوماتانو کوربانه دي.
په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د افغانستان په تېر حکومت کې د هرات والي او د کرنې وزیر و.