د ۲۰۲۴ کال نوبل سولې جایزه له اتومي بریدونو ژوندیو پاتې شویو جاپانیانو ته ورکړل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
له اتومي بم څخه ژوندیو پاتې شویو جاپاني ډلې نیهون هیډانکیو د ۲۰۲۴ کال نوبل سولې جایزه وګټله.
دغه سازمان چې د هېروشیما او ناګاساکي له بمباریو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په ګډون جوړ شوی، د نوبل کمیټې لخوا په نړۍ کې له اټومي وسلو د خلاصون هڅو له امله ګټونکی وپېژندل شو.
د نوبل کمېټې مشر جورجین واټن فریډنس وویل، دې ډلې "د اټومي بندیز په رامنځ ته کولو کې ډېره مرسته کړې وه."
ښاغلي فریډنس خبرداری ورکړ چې "اټومي ممنوعیت" اوس "تر فشار لاندې" دی او د ډلې لخوا د شاهدانو د کارولو ستاینه یې وکړه، چې ډاډ ترلاسه کړي، اټومي وسلې باید هېڅکله بیا ونه کارول شي.
دغه بنسټ په ۱۹۵۶ کال کې جوړ شوی او له اتومي برید ژوندي کسان د نړۍ بېلابېلو برخو ته لېږي، چې د دوی په وینا د اټومي وسلو کارولو له امله د "بې رحمه زیان" او رنځونو تجربې له نورو سره شریکې کړي.
دوی خپلې چارې د هېروشیما او ناګاساکي له ویجاړولو نژدې یوه لسیزه وروسته پیل کړې.
د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه امریکا د هېروشیما پر ښار د یورانیمو بم وغورځاوه چې شاوخوا ۱۴۰ زره کسان یې ووژل.
درې ورځې وروسته یې په ناګاساکي کې دویم اټومي بم وغورځول شو. تر دغو اټومي بریدونو دوه اونۍ وروسته جاپان تسلیم شو او دویمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.
د دې ډلې مرستیال مشر توشیوکي میماکي په اوښلنو سترګو خبریالانو ته ویلي، "ما ان په خوب کې هم د دې کار کېدل نه لیدل."

د ۲۰۲۴ کال نوبل نړیوالې جایزې لپاره نیهون هیډانکیو پېژندلو پرېکړه په دې معنی ده چې د نورو لانجمنو نوماندانو څخه لېرې شوې ده.
په پراخه کچه داسې ګنګوسې وې، چې د فلسطین ملاتړې د ملګرو ملتونو اداره (یو اېن ډبیلو ار اې) د جایزې لپاره په پام کې نیول شوې وه.
که څه هم دغه سازمان په غزه کې ملکي وګړو ته د بشري مرستو اصلي برابرونکی دی، خو د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې د لاس لرلو په تور یې نهه غړي له دندو ګوښه کړای شول.
تر ۱۲۰۰۰ ډېرو کسان یوه عریضه لاسلیک کړې وه چې ویلي یې وو، (یو اېن ډبیلو ار اې) ته دې د نوبل جایزه نه ورکول کېږي.
د عدالت نړیوالې محکمې د نومونې په اړه هم ورته اندېښنې موجودې وې.
د ملګرو ملتونو اصلي قضايي ارګان دا مهال پر هغو تورونو غور کوي چې ګواکې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه کړې ده او مخکې یې په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او له اسرائیلي چارواکو غوښتنه پکې شوې وه چې له نسل وژنې ډډه وکړي.
د ناروې د نوبل انسټیټیوټ وايي، د سږ کال سولې جایزې ته ۲۸۶ نوماندان موجود وو، چې ۱۹۷ اشخاص او ۸۹ سازمانونه پکې شامل وو.











