د ولسمشر پوتین مخالف سیاستوال الیکسي نوالنې زندان سزا ۱۹ کالو ته وغځول شوه

د عکس سرچینه، EPA
په روسیه کې د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالنې زندان سزا نوره هم غځول شوي او نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي چې د مبارز هوډ و نه بایلي.
ښاغلی نوالنې د یوه سخت دریځي سازمان د تاسیس او مالي مرستې په تو محکوم شوی. دی له مخې د ضمانت شرط ماتولو، محکمې ته سپکاوي او جعل کاري په قضیو کې نهه کلن زندان سزا تېروي.
تازه محاکمه په هغه لېرې تبعید ځای کې شوې، چې دی پکې له ۲۰۲۱ راهیسي زنداني دی. د دې تورونو په هکله په پراخه کچه داسې فکر کېږي چې سیاسي انګېزه لري. د کریمیلن دې سخت منتقد لپاره څارنوالانو په هغه زندان کې د سزا وخت تېرولو غوښتنه کړې، چې معمولاً خورا خطرناک یا داسې زندانیان پکې ساتل کېږي، چې په عمري حبس محکوم شوي وي.
دې سره ښايي پر نوموړي هلته له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو نشتوالي او ګوښیتوب لړ کې محدودیتونه د عادي زندانونو پرتله زیات شي.
ښاغلی نوالنې په داسې یوه زندان کې محاکمه شو، چې کلک امنیت یې ساتل کېږي او رسنیو ته یې د محاکمې په ترڅ کې د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېده، خو د سزا پرېکړې اورولو پر مهال بیا د نورو خبریالانو تر څنګ بي بي سي ته هم اجازه ورکړل شوه، چې له مسکو ۱۵۰ کیلومتره لېرې ختیځ کې میلیخوف ښارګوټي دې زندان کې موقتې محکمې ته ورشي.
کله چې قاضي د ښاغلي نوالنې د محکومولو پرېکړه او د زندان موده اعلان کړه په زندان محکمه کې ناستو خبریالان نه پوهېدل چې د سزا موده به یې څومره وي. خو وروسته ښاغلي نوالنې د خواله رسنیو په هغه یوه پیغام کې چې د ده له لوري خپور شوی، د بند موده تائید کړه، چې ۱۹ کاله ده.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د بشري حقونو څانګې مشر ولکر ترک په دې هکله ویلي، ''په روسیه کې د سیاسي چارو لپاره د عدلي او قضايي ادارو کارولو او د قضايي ځورونو سختې اندېښنې راپورته کړې دي.''
نژدې یوه لسیزه کېږي، چې ښاغلی نوالنې د روسیې د واک او ځواک په مرکز کې د فساد برالا کولو هلې ځلې کوي. د ده کرزماتیک شخصیت په روسیه کې یوازینی هغه ښکاري چې په روسیه کې د حکومت ضد مظاهرو لپاره پرې ګڼ شمېر خلک راټولېږي.
ده ته په ۲۰۲۰ کال کې سایبریا کې داسې زهر ورکړل شول، چې وروسته لویدیځوالو لابراتوارونو پر عصبي نظام اغېز کوونکي زهر وبلل.
وروسته د څېړنیز بنسټ بیلینګکاټ او روسیې خبري پاڼې د انسایډر معلوماتو وښووله چې د روسیې کورني امنیت اداره ایف اېس بي په دې پېښه کې ښکېله وه.
په ۲۰۲۱ کال کې چې نوموړی له هغې پېښې ورغېد، د نیول کېدو له خبرداري سره سره روسیې ته ستون شو او د مسکو وینوکووف هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم ونیول شو.











