تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اکسفورډ پوهنتون تازه څېړنه: فېسبوک رواني روغتیا ته زیان نه رسوي
د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون یوه تازه څېړنه وايي، داسې شواهد نشته چې وښي د فېسبوک کارونه د رواني ناروغیو سبب شوې ده.
سره له دې چې پخوا دا ادعا ډېره مشهوره وه چې دا ټولنيزه رسنۍ د انسان پر رواني روغتیا اغېز کوي، خو د اکسفورډ انټرنېټ انسټېټوټ څېړنې وايي، "هېڅ شواهد يې نه دي موندلي" چې وښيي فېسبوک دې له رواني پلوه پر انسان منفي اغيز ولري.
د دې پوهنتون څېړونکو له ۲۰۰۸ کاله تر ۲۰۱۹ کال پورې په ۷۲ هېوادونو کې د نږدې یو میلیون فېسبوک کاروونکو د رواني روغتیا مالومات کارولي چې د فېسبوک اغېز مالوم کړي.
د څېړنې مشر پروفیسر انډرو پرزیبلسکي وايي، "موږ تر ټولو غوره شته مالومات په غور وڅېړل...راته ښکاره شوه چې دغه مالومات د هغې نظریې ملاتړ نه کوي چې فېسبوک کارونه زیان رسوي... بلکې زموږ څېړنې دا هم په ډاګه کړه چې فېسبوک ښايي پر روغتیا مثبت اغېز ولري."
فېسبوک هم په خپله په دغه څېړنه کې ښکېل و خو یوازې د مالوماتو په ورکولو کې یې برخه لرله او د څېړنې د موندنو برخه نه وه.
د فېسبوک څېړونکو مرسته کوله چې ورکړل شويو مالوماتو کره والی په ډاګه کړي.
د اکسفورډ په څېړنه کې د جنسیت او عمر په اړه هم تحقیق شوی. په څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ښځو پرتله د نارینه وو لپاره د فېسبوک کارونې اغېز یو څه ښه دی.
د دې تر څنګ، په بېلا بېلو هېوادونو کې په عمومي ډول د ځوانانو لپاره د فېسبوک کارونه مثبته ارزول شوې.
په څېړنه کې د دوه ډوله عمرونو کسان په پام کې نیول شوي وو. په لومړۍ برخه کې هغه کسان چې د ۱۳ او ۳۴ کالونو ترمنځ وو، او په دویم پړاو کې هغه کسان چې عمرونه یې له ۳۵ پورته وو.
ټاکل شوې د دې څېړنې بشپړ جزیيات د رویال سوسایټي پر وېبپاڼه خپاره شي.