کرېکټ نړيوال جام: نيوزيلنډ افغانستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام لوبه کې افغانستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
دا لوبه د هند په چنای کې کېده او افغان لوبډلې پکې د ټاس له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او نیوزیلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ټاکلی و.
نیوزیلنډۍ لوبډلې دغه هدف د پینځو لوبغاړو په سوځېدو سره په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې ۱۳ توپونه یې لا پاتې وو.
د نیوزیلنډ لپاره وېکټساتونکي تېم سیفرت چې پیل کې راوتلی و ۶۵ او ګلېن فېلېپس ۴۲ منډې وکړې.
په توپ اچونه کې مجیبالرحمن د سیالې لوبډلې دوه او راشد خان، عظمتآلله عمرزي او محمد نبي یو - یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر دې ورمخکې د افغانستان د توپوهې پاڼۍ کې ګلبدين نایب تر ټولو ډېرې (۶۳) منډې کړې وې.
د ده تر څنګ صديق الله اتل ۲۹، رحمان الله ګوربز ۲۷، دروېش رسولي ۲۰، عظمت الله عمرزي ۱۴، ابراهيم ځدراڼ او محمد نبي هره يوه لس لس منډې جوړې کړې.
د نيوزیلنډ لپاره لوکي فرګوسن دوې، مټ هېنري، جېکوب ډبفي او رچېن روېندرا يوه يوه وېکټه واخيسته.
د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نایب، محمد نبي، فضل الحق فاروقي، ضيا الرحمان او مجيب الرحمان غوره شوي دي.
راشد خان د پچې له ګټلو وروسته وويل، "موږ پياوړي توپ اچوونکي لرو او هیله ده چې وروسته به شرایط سپېن بالرانو ته نور هم مناسب شي". نوموړي همدا ډول وويل، دا داسې ويشتنځای دی چې که چټک بالران په سم ځای کې توپ واچوي مرسته ورسره کوي.
که دواړو لوبډلو ته وکتل شي نيوزيلنډ په شل اوريزو سياليو کې تر افغانستان نسبتا پیاوړې او باتجربه لوبډله ده او له خورا اوږدې مودې راهيسې کرېکټ کوي او له همدې کبله د نړيوالې شورا د غوره لوبډلو په نوملړ کې له انګلنډ وروسته په څلورم نمبر دی.
بل پلو افغانستان بيا په نړيوال کرېکټ کې نوې لوبډله ده خو په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د خلکو پام ځانته ور اړولی او ان په تېر شل اوريز نړيوال جام کې یې د ۸۴ منډو په لوي توپير نيوزيلنډ ته ماته ورکړه.
نننۍ سيالي د چنای په چېدامبرم لوبغالي کې ترسره کېږي. دلته يوزاې دری شل اوريزې نړيوالې لوبې شوې چې وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هند او انګلنډ سيالي وه.
ويل کېږي دا لوبغالی په دوديز ډول د سپېن يا ورو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي خو د هند غوره ليګ په وروستيو سياليو کې توپ د پخوا پرتله لږ تاوېده.
افغانستان چې د راشد خان په ګډون د نړۍ په کچه خورا تکړه سپېن توپ اچوونکي لري همدا لوبغالی ښايي ورته ډېر مناسب وي.
خو نيوزيلنډ له شرايطو سره بلد دی، نژدې يوه میاشت کېږي چې لوبغاړي يې په هند کې دي او ښايي له همدې کبله ښه چمتو هم وي. نيوزیلنډ د چټکو توپ وهونکو او تېزو توپ اچوونکو په لرلو سره که شرايط ورته برابر وي د سخت زيان رسولو توان لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
نيوزيلنډ له نړيوال جام مخکې له هند او وېسټ انديز سره شل اوريزې سيالۍ لرلې چې له وېسټ انډیز یې لوبلړۍ وګټله خو هند ته یې بيا د ۴-۱ په مقابل کې لوبلړۍ وبايلله. د نړيوال جام تمريناتي لوبه کې یې په لږ توپير امریکا ته په اوو منډو ماته ورکړه.
بل پلو که افغانستان ته راشو، د نړیوال جام لپاره دواړه تمریناتي لوبې چې لومړۍ له سکاټلنډ او بله له وېسټ انډيز سره وه په خورا ستر توپيرې وګټلې. له دې وړاندې یې له زېمبابوې هم لوبلړۍ وګټله.
نيوزيلنډ له خپلو وروستيو پنځو شل اوريزو لوبو یوازې يوه ګټلې او څلور یې بايللې دي. افغانستان بيا څلور ګټلې او يوه یې بایللې ده.
که چېرې د افغانستان توپ وهونکي ښه پيل وکړي، د منځ لوبغاړي هم د منډو جوړولو کې برخه واخلي او ډګر ساتنه کې د پخوا په څېر له ستونزو سره مخ نشي د لوبې د ګټلو چانس لري.
روان جام کې د افغانستان لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د دغه شل اووریز نړیوال جام په لومړي پړاو یا ګروپي سیالیو کې له نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخامخېږي.
د څلورو لوبو مهالوېش یې په دې ډول دی:
لومړۍ لوبه: افغانستان-نیوزیلنډ (چنای، هند، اتم فبروري)
دويمه لوبه: افغانستان-جنوبي افریقا (احمد اباد، هند، ۱۱ فبروري)
درېيمه لوبه: افغانستان-متحده عرب امارات (نوی ډيلی، هند، ۱۶ فبروري)
څلورمه لوبه: افغانستان-کاناډا (چنای، هند، ۱۹ فبروري)




















