له ملګرو ملتونو د افغانستان د اوسنیو ننګونو د څېړلو غوښتنه شوې

 لانا زکي نسیبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ملګرو ملتونو کې د متحده عري اماراتو دایمي استازې لانا زکي نسیبه چې د جاپان له سفیر سره په ګډه افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې مسوولیت لري ویلي افغانستان له غیر معمولي حالاتو سره مخامخ دی چې د امنیت شورا لخوا غیر معمولي اقداماتو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې او هغو ننګونو چې په وینا یې افغانستان ورسره مخامخ دی د ارزونې او ورته د حل لارو د موندلو لپاره د خپلواکو کارپوهانو لخوا د یوې څېړنې د ترسره کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې ارزونې پایلې دې د نومبر میاشتې تر نیمايي پورې وروسپارل شي.

د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش نه غوښتل شوي چې دې ارزونه کې باید د افغانستان له اړوندو سیاسي څېرو، چارواکو، افغان ښځو، مدني ټولنو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خبرې وشي.

دغه راز غوښتنه شوې چې د ارزونې پایلې باید د خوندي، باثباته او ټولګډوني افغانستان لپاره په دغه هېواد کې د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د حقونو، مذهبي ننګونو، لږکیو، ټولنیزو، مذکراتو، حکومتولۍ او قانون پلي کولو په برخه کې وړاندیزونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عري اماراتو دایمي استازې لانا زکي نسیبه چې د جاپان له سفیر سره په ګډه افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې مسوولیت لري ویلي افغانستان له غیر معمولي حالاتو سره مخامخ دی چې د امنیت شورا لخوا غیر معمولي اقداماتو ته اړتیا لري.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې غوښتل شوې ارزونه به د هغو ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي چې په وینا یې افغانستان او افغانان ورسره مخامخ دي.

انتونیو ګوترېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش نه غوښتل شوي چې دې ارزونه کې باید د افغانستان له اړوندو سیاسي څېرو، چارواکو، افغان ښځو، مدني ټولنو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خبرې وشي.

"په داسې وخت کې چې افغانان له یو لړ جدي ننګونو سره مخامخ دي، امنیت شورا په یوه خوله له دې پیغام سره غبرګون وښود چې افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان ښځې او نجونې به له پامه ونه غورځول شي. غواړم د امنیت شورا له غړو نه په هغه طرحه کې د دوی د ارزښتناکې ښکلیتیا له امله مننه وکړم چې له مخې یې غواړي د افغانستان په اړه نړیواله تګلاره وارزول شي. دا طرحه ښيي چې افغانستان له یو لړ ننګونو سره مخامخ دی.

د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت په کې په جدي توګه خراب شوی، بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې، امنیتي ګواښونه ډېر شوي او اقتصادي حالت بې ثباته دی".

آغلې نسیبه زیاته کړه چې امنیت شورا نه یوازې افغانستان په اړه اندېښمنه ده بلکې غواړي چې په اړه یې یو څه وکړي او په وینا یې د نړیوالې ټولنې لخوا له دومداره او همغږو هڅو پرته به هغه حالت چې له امله یې په دغه هېواد کې د ښځو لپاره وضعیت چې د نړۍ په کچه تر ټولو ناوړه دی دوام وکړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی خو وايي په هغو برخو کې چې د طالبانو له سرپرست حکومت نه یې د پرمختګ تمې وې، پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم په مشخص ډول نه دي ویل شوي چې امنیت شورا په افغانستان کې له واکمنو کومې هیلې لرلې، خو ملګري ملتونه تل ټينګار کوي چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نور بندیزونه لیري کړاي، ټول ګډونه حکومت دې جوړ شي او پرې نښودل شي چې د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پرضد کار واخیستل شي.

هغه څه چې طالب چارواکو یې په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي سفیر ایشکاني کیميهیرو هم افغانستان کې د حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د یادې ارزونې هرکلي یې وکړ. هغه هم وویل افغانستان او افغانان د بشري او اقتصادي بحران، ترهګرۍ د ګواښ، د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیزونو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د یادې ارزونې هرکلی وکړ خو ټینګار کوي چې دا ارزونه باید په حقایقو ولاړه وي.

ښاغلي مجاهد افغانستان کې د د دوی حکومت لخوا له دې ارزونې سره د همکارې ډاډ ورکړ.

نصیر فایق چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي ادعا وکړه چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له افغانانو او نړیوالو سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتی راغلی دی.

 ذبیح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د یادې ارزونې هرکلی وکړ خو ټینګار کوي چې دا ارزونه باید په حقایقو ولاړه وي.

"د ملګرو ملتونو د استازولۍ د غځولو پرېکړه لیک په داسې وخت کې تصویب شو چې د افغانستان خلک له ناوړه بشري، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بحران سره مخامخ دي ځکه چې طالبان نه دي توانیدلي چې اوسني بحرانونه له منځه یوسي او کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي، د ټولګټونه حکومت او داسې تګلارو په جوړولو کې ناکام شوي چې وکولای شي بشري حقونو ته درناوی وکړي، ښځو ته د ژوند په ټولو برخو کې د ګډون اجازه ورکړي او د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي. طالبان له نړیوالو او افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلي دي".

خو طالبانو بیا بیا ویلي چې دوی د دوحې تړون له مخې له نړیوالو سره کړې ژمنې پوره کړي او د اسلام او شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

د یادولو ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په ۲۰۰۲ کال کې د افغان حکومت د غوښتنې پر بنسټ پیل شو چې تراوسه یې چارې غځول شوي او دا دی دا ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷ نېټې پورې بیا هم وغځول شو.

د ملګرو ملتونو استازولي یوناما افغانستان سره د امنیت، حکومتولۍ ، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزو همکاریو برخه کې مرسته کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د موریت د غځېدو هرکلی او ستاینه وکړه او ویې غوښتل چې دا ماموریت دې اړیکو او تفاهم ته لاره برابره کړي ځکه چې په وینا یې د ټولو په ګټه دی.