سعودي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې؛ 'طالبان دې د حکومت لمن پراخه کړي'

د عکس سرچینه، OIC
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي 'حسین ابراهیم طاها' وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.
نوموړي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي د خپل استازي له لارې یې له طالبانو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر بیا دې غونډې ته وینا کې له طالبانو وغوښتل چې ټول سیاسي لوري حکومت کې شریک او نړیوال دود او دستور مراعات کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه پرون پنجشنبه موریتانیا کې پیل شوه.
د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې د افغانستان مسلې ته هم ځای ورکړ شوی.
اسلامي همکاریو سازمان هم لکه د نورو هېوادونو او سازمانونو په څېر د طالبانو د حکومت استازی نه دی منلی.
د غونډې پر لومړۍ ورځ د دې سازمان سرمنشي 'حسین ابراهیم' افغانستان ته د خپل استازي وروستي سفر ته په اشارې وویل چې له طالبانو غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
هغه وویل "د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت او د اجرایوي کمیټې د پرېکړو تطبیق له نږدې څاري. زما ځانګړی استازی طارق علي بخیت تېره اونۍ افغانستان طالب چارواکو ته ویلي چې د بشري مرستو لړ کې به ملاتړ دوام ولري او دا چې طالبان دې د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. دغه راز دې د هر ډول ترهګرۍ پرضد لا ډېرې هڅې وکړي."

د عکس سرچینه، OIC
خو هغه وویل طالب چارواکو د تعلیمي نصابونو بیا کتنې او د نجونو د زدکړې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان مشر په ټينګار وویل چې دغه سازمان به د زدکړې او کار برخه کې د اسلام له ارزښتونو سره سم د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي افغانستان د دیني عالمانو د یوه لوی پلاوی د استولو خبر هم ورکړ.
هغه وویل "موږ به افغانستان کې اړونده چارواکو سره خبرو او خپلو هڅو ته دوام ورکړ. د اسلامي فقهې نړیوال مرکز سره په همغږۍ به د عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي چې د ښځو د زدکړې او کار په برخه کې د اسلام د دریځ په اړه خبرې وکړي."
له دې سره د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر 'فیصل بن فرحان' دې غونډې ته وینا کې ټينګار وکړ چې طالبان دې د حکومت لمن پراخه کړي او نورې سیاسي ډلې دې په واک کې شریکې کړي.
هغه وویل "شاهي دولت د افغانستان د امنیت او ثبات پر اهمیت او د هر ډول ترهګرۍ پر غندلو ټينګار کوي. په افغانستان کې چارواکي هڅوو چې ټول لوري سره را ټول، نړیوال نورمونه او کانوانسیونونه مراعات کړي او هغو اساسي حقونو ته درناوی وکړي چې اسلام خلکو ته ورکړي دي."

د عکس سرچینه، OIC
د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړې برخه کې د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي چې د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ هم د نجونو پر زدکړو د بندیز د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
سیف دی چلډرن یوه بیان کې ویلي که طالبانو د نجونو پر زدکړه بندیز لېرې نه کړي نو افغانستان کې به بې وزلي او په کم عمر د نجونو ودول زیات شي.
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیم کال په څو ورځو کې په پيلېدو دی.
خو داسې نښې نښانې نه ښکاري چې طالبان دې د نجونو پر زدکړه لګولی بندیز لېرې کړي.











