د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته

اسلامي همکاريو سازمان

د عکس سرچینه، OIC

د اسلامي همکاریو د سازمان چارواکي نن چهارشنبه په افغانستان کې د وروستیو پرمختیاوو او بشري وضعیت په اړه یوه بېړنۍ ناسته کوي. دې سازمان څه موده وړاندې د طالبانو هغه تګلاره چې له مخې یې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې کړای شوې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت د اجماع خلاف بللې وه.

د اسلامي همکاریو د سازمان د نننۍ ناستې د اجنډا په اړه جزییات نشته خو تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو بحث او خبرې وشي چې له مخې یې په افغانستان کې ښځې له کار او زدکړو منع شوي دي.

دې سازمان په څو ټویټونو کې ویلي چې دارالانشا به یې په افغانستان کې د وروستیو پرمختیاوو په اړه د بحث او خبرو لپاره د دې سازمان د مشرتابه کمېټې ناسته جوړه کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان چې وايي د ټولې نړۍ د مسلمانو یو غږ دی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت هغې تګلارې په اړه توند غبرګون ښوولی چې له مخې یې نجونې له لوړو زده کړو محرومې کړای شوې.

دې سازمان د نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو د تړل کېدو او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو د بندیز یادونه هم کړې او په یوه ټویټ کې یې راغلي چې دې بنسټ د اسلامي فقهې له نړیوال مجمع سره یوځای د طالبانو د حکومت تګلارې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت له اجماع خلاف ګڼلې دي.

دغه راز د یاد سازمان مشر له کار او لوړو زدکړو نه د ښځو د محرومولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د طالبانو د حکومت اندېښمنوونکې پرېکړه بللې ده. 

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

'له نړۍ سره مو اړیکي د شریعت پر بنسټ دي'

ملا هبت الله اخوندزاده

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د طالبانو د مشر له خولې ویلي چې له نړۍ سره د دوی اړیکې یوازې د شریعت پر بنسټ دي او بس.

باختر خبري اژانس وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۵ البدر قول اردو پوځي چارواکو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې له شرعي احکامو پرته له بهرنۍ نړۍ سره د دوى په اړيکو کې بل عامل د منلو وړ نه دى.

هغه دغه راز پوځي چارواکو ته لارښوونه کړې چې ځانونه چمتو کړي، نظم ښه کړي او په خپلو اډو کې شرعي قوانین عملي کړي.

د یادولو ده چې طالب مشران د هغو تګلارو له امله چې له مخې یې ښځې له کار کولو او لوړو زدکړو منع شوي په کور د ننه او له بهره تر فشار لاندې دي چې دا تګلارې بدلې کړي او ښځو ته د کار او زد کړو حق ورکړي.

له ښوونځیو د نجونو را ګرځول د "منلو نه دي

د ترکیې یو وتلی دیني‌ عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی،‌ په یوه کتنه کې د طالبانو پوهنې وزیر ته وايي‌ چې له ښوونځیو د نجونو را ګرځول د "منلو نه دي."

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژدې کس بلل کېږي، څو ورځې وړاندې ترکیې ته په سفر تللی و.

په افغانستان کې د مرستو رسونې یوه نړیواله مهمه اداره وايي، دریو طالب وزیرانو ژمنه ورکړې پر ښځو کاربندیز به لېرې کېږي او "مشرتابه یې د دې کار لپاره پر دویم فرمان کار کوي."

دې ته په پام چې طالبانو پخوا څو ځلې دغه‌ ډول ژمنې پلې کړې نه دي،‌ روښانه نه ده چې دویم فرمان به یې کله چمتو کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې کابل ته په سفر تللی، بي بي سي پښتو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان پر ښځو د کار او پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لېرې نه کړي، پر افغانستان به "نړیوالې مرستې به وچې شي".

ښاغلي ایګلنډ ویلي "د طالبانو مشرانو راته ویلي چې دوی پر دویم فرمان کار کوي، د دغه فرمان له مخې به ښځو ته زدکړو اجازه هم ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي".