عمران خان له زندانه "عمر ایوب خان" د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک نصاف ګوند له اړخه 'عمر ایوب خان' د لومړي‌ وزیر څوکۍ ته نومولی دی.‌

عمر ایوب خان به د پاکستان ملي اسمبلۍ کې پر دې څوکۍ د عمران خان د سیالانو له نوماند سره مقابله کوي.

هغه چې د پخواني لومړي وزیر د تحریک انصاف ګوند له مشرانو دی، دمګړۍ د جنایي تورونو له امله پولیسو ته مطلوب او د نیول کېدو له وېرې پټ دی.

خو دغه تورونه د لومړي وزیر څوکۍ ته د هغه د نوماندۍ مخه نه شي نیولی.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو د دغه هېواد د تېرې اوونۍ ټولټاکنو کې تر نورو ډېرې څوکۍ وګټلې، خو په یوازې د حکومت جوړولو لپاره کافي نه دي.‌

دمګړۍ داسې ښکاري‌ چې د عمران خان دوه ستر سیال ګوندونه، د نواز شریف پاکستان مسلم لیګ (ن) او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پیپلز پارټي،‌ چې اېتلاف یې سره کړی، واک تر لاسه کړي.‌

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د لومړي وزیر څوکۍ ته د نواز شریف ورور شهباز شریف نومولی دی.‌

د عمران خان لخوا د لومړي وزیر څوکۍ ته د عمر ایوب خان د نوماندۍ خبر د تحریک انصاف یوه مشر 'اسد قیصر' ورکړی چې تازه یې په زندان کې له هغه سره کتلي‌ دي.‌

عمر ایوب خان څوک دی؟

۵۶ کلن عمر ایوب خان د پاکستان د مخکیني پوځي دیکتاتور محمد ایوب خان لمسی دی، چې له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۹ پاکستان کې ولسمشر و.‌

ښاغلی ایوب لومړی ځل په ۲۰۰۲ کال کې له مسلم لیګ (ن) څخه د جلا شوي مسلم لیګ (ق) ګوند د نوماند په توګه د ملي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د نواز شریف له مسلم لیګ (ن) سره یو ځای شو خو په ۲۰۱۸ کال کې ترې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ته ولاړ.

عمر ایوب خان د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو کې د تحریک انصاف له بریا د ۲۰۲۲ کال تر اپریل پورې چې عمران خان د قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزیر په توګه بېواکه شو، د هغه کابینه کې وزیر و.‌

هغه د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۲۷مه د عمران خان تر نیول کېدو لنډ وخت وروسته، د پي‌ټي‌ای عمومي مشر ټاکل شوی و.

ښاغلی ایوب د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د تاوتریخجنو لاریونونو له کبله له جنايي تورونو سره مخ او پولیسو ته مطلوب دی.

خو نوموړي همدا تېره اوونۍ د پي‌ټي‌ای له ملاتړه د یوه برخمن خپلواک نوماند په توګه د ملي‌ اسمبلۍ ټاکنې وګټلې او لګېدلي تورونه یې د لومړي وزیر څوکۍ ته د نوماندۍ مخه هم نشي نیولی.

عمر ایوب خان ویلي که لومړی ‌وزیر شي، نو مهم لومړیتوب به یې دا وي چې سیاسي بندیان ازاد کړي.‌

هغه د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي،‌ " اجازه به ورنکړو چې ماموریت نو غلا شي."

هغه زیاته کړې، "پي‌ټي‌ای به د یوه ګوند په توګه پاکستان کې د دیموکراتیکو بنسټونو پیاوړتیا باندې کار وکړي چې د هېواد اقتصاد مو په مثبت لوري روان شي او موږ وکولی شو د اصلاحاتو خپل پروګرام پیل کړو چې د پاکستان خلکو ته یې ګټه ورسېږي."

نواز شریف چې مسلم لیګ 'ن' ګوند یې د تېرې اوونۍ په ټولټاکنو کې تر تحریک انصاف راوروسته له نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلي، حکومت جوړولو لپاره له قامي اسمبلۍ کې له دریم ستر خلکو ګوند (پیپلز پارټۍ) سره اېتلاف کړی او خپل ورور 'شهباز شریف' یې د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی.

شهباز شریف د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د لومړي وزیر په توګه د عمران خان له بیواکه کېدو وروسته د 'پاکستان دیموکراتیک غورځنګ' په اېتلافي حکومت کې هم لومړی وزیر و.

د پاکستان نوې ملي اسمبلۍ کې به د لومړي‌ وزیر د ټاکل کېدو لپاره تر هغې وروسته رایې واچول شي، چې غړي یې‌ د لوړې مراسم ترسره او اسمبلۍ لپاره مشر او مرستیال وټاکل شي.

د پاکستان د تېرې اوونۍ ټولټاکنو کې خپلواکو نوماندانو چې ډېر یې د عمران خان د تحریک انصاف له ملاتړه برخمن دي، د قامي اسمبلۍ له ۲۶۵ څخه ۹۳ څوکۍ وګټلې.

د نواز شریف مسلم لیګ (ن) ګوند بیا ۷۵ او د بلال بوټو زرداري په مشرۍ خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ خپلې کړې دي.‌

پي‌ټي‌ای ادعا کوي چې که په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې نه وای شوې، نو نوماندانو به یې تر دې لا ډېرې څوکۍ ګټلې.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي دا نه مني چې په ټاکنو کې دې درغلۍ او لاسوهنې شوې وي.‌

خو دا په داسې حال کې ده چې تازه د جماعت اسلامي ‌ګوند یو سیاستوال ملي اسمبلۍ کې له خپلې ګټلې څوکۍ تېر شوی او ویلي یې دي، چې په ټاکنو کې د ده په ګټه لاسوهنې شوې دي.