تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې: د شمېرو له مخې
د پاکستان خلک راتلونکې پنجشنبه د فبرورۍ اتمه د ۱۶مې قامي اسمبلۍ او همدا راز د څلورو ایالتي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته وځي.
تمه او موخه دا ده چې په دې توګه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د قامي اسمبلۍ لخوا د عمران خان له بېواکه کېدو راهیسې رامنځته شوی ناڅرګند وضعیت پای ومومي او له پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناخوالو د یوه بل منتخب حکومت خاوند شي.
۱۲۸ میلیون رای اچوونکي
پاکستان د نږدې ۲۴۱ اعشاریه ۵ میلیون وګړو په درلودو سره د نړۍ پنځم ګڼ مېشتی هېواد دی.
د اتباعو له هرو دریو دوه یې له ۳۰ کلونو کم عمر لري او تر هغې وروسته رایه کارولی شي چې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړي.
د فبرورۍ د اتمې ټاکنو کې ۱۲۸ میلیون پاکستانیان د رای اچولو پر شرایطو برابر بلل شوي.
له دوی کې ۶۹ میلیونه (۵۴سلنه) سړي او ۵۹ میلیونه (۴۶ سلنه) ښځې دي.
پاکستان کې وروستۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۸ کال جولای کې شوې وې چې د عمران خان "پاکستان تحریک انصاف" ګوند پکې د قامي اسمبلۍ تر نورو ډېرې څوکۍ وګټلې او له څو وړو ګوندونو سره یې اېتلافي حکومت جوړ کړ.
په هغو ټاکنو کې د ګډون کچه ۵۱ اعشاریه ۹ سلنه وه – په دې مانا چې د رای اچونې پر شرایطو د ټولو برابرو پاکستانیانو له نیمايي لږ څه ډېرو پکې رایې کارولې وې.
د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي د فبرورۍ د اتمې ټولټاکنو ته ۲۶۰ میلیون رای پاڼې چاپ او چمتو شوې دي.
په دوی کې د ملي او ایالتي اسمبلو دواړو رای پاڼې شاملې دي.
د ملي اسمبلۍ د رای پاڼې زنګ شين او د ايالتي اسمبليو سپين دي.
د ملي (قامي) اسمبلۍ د څوکیو او نوماندانو شمېر
د څوکیو او نوماندانو شمېر او ارقامو ته تر تګ مخکې دا یادونه مهمه ده چې پاکستان یو ګڼ ګوندیز فدرالي جمهوریت دی او پر مرکزي حکومت سربېره، صوبايي (ایالتي) او محلي حکومتونه او ادارې هم لري.
د مرکزي حکومت مشري د پارلمان ملي اسمبلۍ لخوا ټاکل شوی لومړی وزیر کوي.
قامي اسمبلۍ چې پاکستان کې د قانون جوړونې اساسي مرجع ده، ټولټال ۳۳۲ څوکۍ لري چې ۲۶۶ یې عمومي، ۶۰ ښځو او ۱۰ مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې دي.
سږ کال دغو څوکیو ته ټولټال ۵۱۲۱ کسان نوماند دي.
له دوی ۴۸۰۶ سړي، ۳۱۶ مېرمنې او ۲ ټرانسجندر یا نرښځیان دي.
پاکستان کې ټولټال ۱۶۷ غټ او واړه سیاسي ګوندونه راجستر دي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ته دا ځل په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې شوې نو غړي یې له بېلابېلو انتخاباتي حوزو په خپلواک ډول ټاکنو ته ولاړ دي.
د تحریک انصاف ګوند له غړو چې دغو ټاکنو ته خپلواک نوماندان دي، د دغه ګوند انتخاباتي نښه (بټ) هم اخیستل شوې.
په ټوله کې د فبرورۍ د اتمې ټولټاکنو ته ۶ زره او ۳۱ د سياسي ګوندونو او پاتې نور ازاد یا خپلواک نوماندان دي.
دا ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۱۸ کال پرتله د خپلواکو نوماندانو شمېر دوه برابره شوی دی.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
څلور ایالتي اسمبلۍ
د پاکستان هره صوبه خپل ایالتي حکومت او اسمبلۍ لري.
د پنجاب د ایالتي اسمبلۍ څوکې تر ټولو ډېرې (۳۷۱) دي. له دغو څوکو ۶۶ ښځو او ۸ مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې.
د سېند صوبايي اسمبلي ۱۶۸ څوکۍ لري چې ۲۹ پکې د ښځو او ۹ د مذهبي لږکیو دي.
د خیبرپښتونخوا صوبايي اسمبلي ۱۵۱ غړي لري. له دوی ۲۶ ښځې او ۴ د مذهبي اقلیتونو استازي وي.
بلوچستان کې ایالتي اسمبلۍ ۶۵ څوکۍ لري – ۱۱ ترې ښځو او ۳ مذهبي لږکیو ته بېلې شوې.
پاکستان کې صوبايي یا ایالتي اسمبلۍ هم د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
سږ کال پاکستان کې د ایالتي اسمبلیو ټاکنې په ټولیز ډول شاوخوا ۱۳ زره نوماندان لري.
د انتخاباتي حوزې او د رایو مرکزونه
د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو کې د ملي او صوبايي اسمبليو لپاره ټولې ۸۵۹ انتخاباتي حوزې يا حلقې جوړې شوې دي.
په دغو انتخاباتي حوزو کې ۹۰ زره ۶۷۵ رای مرکزونه په پام کې نیول شوي.
له دغو رای مرکزونو ۴۱ زره ۴۰۳ د ښځینه او نارینه رای اچوونکو ګډ، - ۲۵ زره ۳۲۰ د سړیو او ۲۳ زره ۹۵۲ د ښځو دي.
د ټاکنو امنیت
پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال ټول ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره سلګونه زره ځواکونه ګومارل شوي دي.
په دوی کې به پولیس د رای مرکزونو شاوخوا لومړي کمربند، رینجرز نیمه پوځي ځواک او ملېشه دویم کمربند او پوځیان درېیم کمربند کې ځای پر ځای وي.
پوځ ته له اړتيا پرته رای مرکزونو ته د ننوتلو او انتخاباتي کارکوونکو سره څه ډول تړاو نه وي.