تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نکاح قضیه: عمران خان او بشری بي بي ته د عدت په موده کې د واده کولو په جرم اووه کاله بند سزا اورول شوې
د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د عدت په موده کې د واده کولو په جرم اووه کاله بند سزا ورکړې ده.
عدت د مېړه له مړینې یا طلاق وروسته د مېرمنې لپاره یوه ټاکلې موده (درې حیضه یا درې میاشتې) ده، چې دې موده کې له بل چا سره واده نه شي کولی.
دې قضیه کې محکمې عمران خان او بشرا بي بي پنځه پنځه لکه روپۍ جریمه کړي هم دي.
د محکمې په پرېکړه کې دا هم ويل شوي، چې د جريمې د نه ورکولو په صورت کې به نورې څلور مياشتې د بند سزا هم ورکړل شي.
د قاضي لخوا د پرېکړې اورولو پر مهال دواړه تورن کسان محکمه کې حاضر وو.
اډياله جيل کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال خبريال رضوان قاضي بي بي سي اردو ته وويل، چې محکمې د لنډې پرېکړې پر مهال د عمران خان او بشرا بي بي واده غير قانوني او غير شرعي اعلان کړ.
روانه اونۍ عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې هم ۱۴ - ۱۴ کاله سزا واورول شوه.
د عدت په وخت کې د نکاح قضیه څه ده ؟
د بشری بي بي پخواني مېړه خاور مانیکا د تېر کال د نومبر په ۲۵مه د عمران خان او مېرمنې پر وړاندې یې له دې کبله قضیه ثبت کړه، چې د عدت په وخت یې نکاح کړې وه.
خاور مانیکا د اسلام اباد له ځايي محکمې د ۴۹۴/۳۴، ۴۹۶ احکامو پر بنسټ تورنو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.
همدارنګه خاور مانیکا دا ادعا هم کړې ده، چې عمران خان د پیرۍ او مریدۍ په اراده کور ته ورغلی و او د ده په نه شتون کې به یې تګ را تګ کاوه چې د ده په ټکو له همدې کبله یې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۴مه خپلې ښځې بشری بي بي ته طلاق ورکړ.
ښاغلی مانیکا وايي، چې غوښتل یې له بشری بي بي سره بېرته پخلا شي او سره یو ځای شي خو د ۲۰۱۸کال د جنوري په لومړۍ نېټه عمرخان ورسره واده وکړ چې دا شرعي او قانوني واده نه دی.
نوموړی ادعا کوي، د دې خبرې په را پورته کېدو سره دوی د همدې کال په فبروري میاشت کې بیا نکاح وکړه.
" فرح ګوګي (د بشری بي بي ملګرې) له ما سره اړیکه ونیوله او د طلاق د نیټې د بدلولو غوښتنه یې وکړه.ما انکار وکړ."
دا ادعاوې عمران خان او بشری بي بي رد کړې دي.