بلوچستان کې نښته؛ پوځ وايي "نهه بريدګر او څلور امنيتي کسان وژل شوي"

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د بلوچستان د مچ سيمې بريد کې د "دريو ځانمرګو په ګډون نهه تنه بريدګر وژل شوي" دي.

د پوځ د اعلاميې له مخې په نښته کې څلورو امنيتي سرتېرو او دوو ولسي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جنورۍ پر ۲۹ د شپې مهال د بلوچستان په مچ سیمه کې د درنو چاودنو له غږونو وروسته د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ د سې شنبې تر سهاره نښتې روانې وې.

د پاکستان بلوچستان کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر جان اڅکزی وړاندې ويلي وو، چې پاکستاني ځواکونو د وسله والو یو برید په شا تمبولی او پنځه وسله وال یې وژلي دي.

نوموړي پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي وو، "موږ د بلوچستان په مچ سیمه کې د پاکستاني پوځ او ایف سي‌ (ملېشه ځواک) چټکو عملیاتو ستاینه کوو. د خلکو خوندیتوب باوري کولو سره د بي ایل اې (بلوڅ خپلواکۍ ځواک) پنځه ترهګر وژل شوي دي."

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، وسله والو له دریو لوریو د راکټونو بریدونه وکړل. له سما شخصي ټلویزیون سره مرکه کې ښاغلي اڅکزي وویل، پاکستاني ځواکونو چټک ځوابي برید وکړ او وسله وال یې په شا وتمبول.

د بلوڅانو بېلتونپال تنظیم (بلوچ لیبرېشن ارمي) د دې برید مسوولیت منلی دی.

بل لور په مچ سیمه کې مرستیال کمشنر حمزه سجاد د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته ویلي، د سې شنبې پر سهار نژدې اووه بجې د ډزو غږونه بند شول. نوموړی وايي، تر اوسه په دې برید کې د اوښتي سر او مال زیان په هکله کره معلومات نه شته.

د بلوچستان صوبايي چارواکو د هغو ریل ګاډو سفر لغوه کړی، چې مرکزي ښار کوټې د پاکستان نورو سیمو ته سفر کوي. په کوټه کې د ریل ادارې یوه ویاند وویل، له دغه ښاره لاهور، راولپنډۍ او کراچۍ ته د تلونکو ګاډو سفرونه لغوه شوي دي.

د یادونې ده، چې له کوټې د پاکستان نورو سیمو ته تلونکي ګاډي د مچ په ګډون د بولان درې له نورو سیمو تېرېږي.

مچ د کوټې جنوب ختیځ ته نژدې ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده چې د مچ تاریخي زندان ههم په همدې ځای کې دی.

بولان د بلوچستان یوه له هغو سیمو ده چې د وسله والو ډلو فعالیتونه اغېزمنه کړې ده.