تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنې لږ تر لږه ۵ سرتېري وژلي
د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې په پاکستاني ځواکونو د چاودنې له کبله لږ ترلږه د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او دوه نورو ژوبل کېدو پخلی شوی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي ادارې یوه چارواکي له بي بي سي سره خبرو کې د برید په اړه لومړني جزیات ورکړي او په وینا یې دا پېښه د کېچ ضلعې بلیدې سیمې په ګلیسر کې شوې ده.
د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ نامعلومو کسانو دغلته چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وه او هغه مهال یې چاودنه ورکړه چې له سیمې د پاکستاني ځواکونو موټر تېرېده.
د معلوماتو پر بنسټ له چاودنې وروسته په موټر کې سپاره پنځه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبلول شوي دي.
د رپوټونو له مخې ټپي شوي سرتېرې روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې ډېر د اندېښنې وړ نه دی.
په همدې مهال د پاکستان پوځې ادارې (ای اېس پي ار) هم یو بیان خپور کړی او په ځوابي برید کې یې د درېیو حمله کونکو د وژلو ادعا کړې.
تر اوسه کومې ډلې یا چا د دې برید مسولیت نه دی منلی خو له دې مخکې په دې سیمه کې د ډېرو وسله والو بریدونو مسولیت بلوچستان لبرېشن فرنټ او یا ازادي غوښتونکو بلوڅو منلی دی.
په پاکستان کې د بلوچستان ایالتي او د اسلام اباد ګڼو مرکزي چارواکو دا برید په سختو ټکو غندلی او د 'ترهګرۍ په ختمولو کې یې د وسله والو ځواکونو د قربانۍ ستاینه کړې.'
په سویلي پښتونخوا او د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې په دې وروستیو کې پرلپسې امنیتي پېښې ډېرې شوي چې تر ډېره په کې د پاکستان پوځ یا پولیس هدف ګرځول کېږي.
په دې لړ کې د بلوچستان کېچ سیمه یو له هغو نارامو سیمو بلل کېږي چې د چارواکو په وینا 'له وسله والو حملو' ډېره زیانمه ده.
په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې ورته پېښې کېږي خو پاکستاني چارواکي اوسنۍ وضعیت د تېر پرتله ښه بولي او وایې امنیتي پېښې یې تر یوې کچې کابو کړې دي.
له دې مخکې همدا تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ۴ بېلابېلو سیمو کې په پاکستاني عسکرو درې بریدونه رپوټ شوي وو.