تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ټولټاکنې: د تمې خلاف د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان مخکې دي
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
د پاکستان د ډېرو ټاکنيزو حوزو د رايو له شمېرل کېدو وروسته د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو خپلواکو کانديدانو د تمې خلاف تر نورو زياتې څوکۍ ګټلې دي.
د تحریک انصاف ګوند ته په ټاکنو د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او ټاکنيزه نښه بټ هم ترې اخيستل شوی و. د ګوند پخوانی مشر عمران خان هم له څه مودې راهيسې په زندان کې دی او پر ځای يې ګوهر علي خان د ګوند مشر نومول شوی.
د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د ملي (قومي) اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحريک انصاف ملاتړي دي ۹۱ څوکۍ خپلې کړې. مسلم ليګ نواز د ۷۱ څوکيو په ګټلو په دويم نمبر دی او د پاکستان پيپلز ګوند تر دې مهاله ۵۲ څوکۍ خپلې دي.
د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې هم خپلواک نوماندان چې له ډېرو سره د تحريک انصاف ګوند ملاتړ شته مخکې دي او ۱۰۳ څوکۍ يې خپلې کړې دي. جمعيت علما اسلام ف ګوند ۷ او جماعت اسلامي ۳ څوکۍ ګټلې دي.
په پنجاب کې هم لا د ټولو حوزو رايې نه دي شمېرل شوې خو تر دې مهاله مسلم ليګ ن د ۱۳۱ څوکيو په ګټلو مخکې دی. خپلواک نوماندان چې ډېری د تحريک انصاف ګوند ملاتړي دي ۱۲۵ څوګې ګټلې دي. د پاکستان پيپلز ګوند ۱۱ کانديدان بيا له دې صوبې بريالي شوي دي.
په سېند کې پيبلز ګوند ۸۳، اېم کيو اېم ۲۶ او د نورو ګوندونو کانديدانو ۱۶ څوکۍ خپلې کړې دي.
د ټاکنو د پايلو له رسمي اعلان وروسته که چېري خپلواک کانديدان وغواړي په دريو ورځو (۷۲ ساعتونو) کې له نورو سياسي ګوندونو سره يو ځای کېدی شي.
د رايو اچولو د بهير له پايته رسېدو څه د پاسه نهه ساعته وروسته په ځنډ د ټولټاکنو پايلو اعلانېدل پيل شول. د دې ځنډ له امله په ټولنيزو رسنيو يو شمېر خلک د ټاکنو پر کميسيون او چارسمبالي حکومت نيوکې کوي او يو شمېر نور بيا عدليه او پوځ هم د دې ګډوډۍ ذمه وار بولي.
د تحريک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک کانديدان څه غوراوي لري؟
شنونکي د ټاکنو قانون ته په اشارې وايي، خپلواک نوماندان له قانوني پلوه اړ نه دي چې له سیاسي ګوندونو سره یو ځای شي، یعنې که وغواړي په خپلواکه توګه په ملي یا صوبايي اسمبلۍ کې پاتې کېدی شي.
خو په هر حال له دوی ډېره تمه کېږي چې د بېلابېلو دلیلونو له مخې په سیاسي ګوند کې شامل شي. د سیاسي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ وايي، "له یوه سیاسي ګوند سره د یو خپلواک نوماند د يو ځای کېدو موخه ښايي د خپل سیاسي ژوند جوړول، له یوې سیاسي ایډیالوژۍ سره ځان تړل او یا هم په پارلمان کې فعاله ونډه لرل وي."
له بي بي سي سره په خبرو کې نوموړی وايي، چې تر بريالي کېدو وروسته به دغه نوماندان دری ورځې وخت ولري، چې له سياسي ګوندونه سره يو ځای شي.
ښاغلی کاکړ وايي، د ټاکنو د کميسيون د اصولو له مخې، خپلواک نوماندان يوازې له هغه ګوند سره يو ځای کېدی شي چي د رايو پر پاڼه ټاکنيز نښان ورکړل شوی وي. "تحريک انصاف ګوند اوس فعاليت نه لري او پر پاڼه يې ټاکنيزه نښه نه وه، اوس به دا د دې خپلواکو کانديدانو لپاره لويه ننګونه وي چې له کوم ګوند سره يو ځای شي."
په خيبر پښتونخوا کې د خپلواکو کانديدانو د حيرانوونکې بريا له امله دوو لويو ګوندونو ورته د يو ځای کېدو وړانديزونه کړې دي. د پيبلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ګوند کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده، د پاکستان مسلم لیګ (ن) هم ویلي چې په خپل ګوند کې د خپلواکو کاندیدانو په شاملولو کې کومه ستونزه نه لري.
رفیع الله کاکړ وايي، دغو خپلواکو کاندیدانو ته باید اجازه ورکړل شي چې په تحریک انصاف کې شامل شي. دوهم، که دوی وغواړي، کولی شي د پيپلز ګوند او يا يوه بل کوچني ګوند سره ګډ حکومت جوړ کړي.
په ملي (قومي) اسمبلۍ کې له ټول ټال ۲۶۶ برياليو کانديدانو څخه ۱۳۴ ته اړتیا ده چې حکومت جوړ کړي.