تر دې دمه د ملي (قومي)
اسمبلۍ د ۱۱ حوزو پايلې اعلان شوې دي. تحريک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک په خيبر پښتونخوا، مسلم
ليګ ګوند په پنجاب او پيپلز ګوند په سېند کې مخکې دی.
د رايو اچولو د بهير له
پايته رسېدو څه دپاسه نهه ساعته وروسته د ټولټاکنو پايلو اعلانېدل پيل شول او تر
دې دمه د ټاکنو د کميسيون له خوا د قومي اسمبلۍ د ۱۱ څوکيو پايلې اعلان شوې دي.
د يادونې وړ ده چې د ټاکنو
کميسيون له لورې لاندې ورکړل شوې پايلې وروستۍ او غير رسمي دي.
تراوسه د تحريک انصاف ګوند
پنځه، مسلم ليګ ن څلور او پيلپز په قومۍ اسمبلۍ کې دوه څوکۍ ګټلې دي.
پخواني لومړي وزير
او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف د لاهور له اېن اې ۱۲۳ حوزې د ۶۳ زره ۹۵۳ رايو
په ترلاسه کولو بريالی شوی دی. په دوهم نمبر د تحریک انصاف ګوند ملاتړی اياز امير
دی چې ۴۸ زره ۴۸۶ رايې يې خپلې کړې دي.
د پنجاب له اېن اې ۵۹ د
مسلم ليګ ن نوماند غلام عباس ۱۴۱ زره ۶۸۰ رايې ترلاسه کړې، دويم ځای د تحريک انصاف
ګوند ملاتړي محمد بشارت راجا په ۶۸ زره ۱۰۱ رايو خپل کړی دی.
د پنجاب له اېن اې ۱۲۱
حوزې نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند ملاتړی وسيم قادر د ۷۸ زره ۷۰۳ رايو په ترلاسه
کولو بريالی شوی. د مسلم ليګ ن شيخ روحيل اصغر ۷۰ زره ۵۹۷ رايې خپلې کړې دي.
د خيبرپښتونخوا له اېن اې
۲۵ حوزې د عوامي نشنل ګوند يو مشر ايمل ولي خان ماته وخوړه. له دې ځايه د تحریک
انصاف ګوند ملاتړی فضل محمد خان په ۱۰۰ زره ۷۱۳ رایو بريالی شوی دی.
د خيبرپښتونخوا له اېن اې
۱۷ نه د تحریک انصاف ګوند ملاتړی علي خان جدون په ۹۷ زره ۱۷۷ رايو کامياب شوی او د
پاکستان مسلم ليګ ن ګوند محبوب اعوان ۴۴ زره ۵۲۲ رايې ګټلې دي.
د خيبر پښتونخوا له اېن اې
۳۰ حوزې د تحریک انصاف ملاتړې شاندانه ګلزار۷۸ زره ۹۷۱ رايې خپلې کړې دي او بريالۍ شوې ده. د جمعيت علما اسلام ف ګوند
ناصر خان بيا ۲۰ زره ۹۵۰ رايې ترلاسه کړې دي.
د سند له اېن اې ۱۹۹ د
پاکستان پيپلز ګوند علي ګوهر خان مهر د ۱۵۴ زره ۸۳۱ رايو په ترلاسه کولو بريالی
شوی دی. د جمعيت علما اسلام ف عبدالقيوم بیا ۴۰ زره ۲۰۴ رايې خپلې کړې دي.
د سېند له اېن اې ۲۱۶ حوزې
نه د پاکستان پيپلز ګوند مخدوم جميل الزمامن په ۱۲۴ زره ۵۳۶ رايو بريالی اعلان
شوی، په داسې حال کې چې د پاکستان مسلم ليګ ن بشير احمد ۸۰ زره ۴۳۹ رايې خپلې کړې
دي.