د پاکستان ۲۰۲۴ ټاکنې: نواز شریف د حکومت تشکیل لپاره نورو ګوندونو ته د ملګرتیا بلنه ورکړه

د خیبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د تحریک انصاف د ملاتړو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ترلاسه شوي دي. رپوټونه وايي دغلته ډزې هم شوې چې یو شمېر کسانو پکې مرګژوبله اوښتې. د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي ادعا کوي چې پولیسو پرې ډزې کړې.

ژوندی پوښښ

  1. پاکستان تحریک انصاف: زورور باید د خلکو خوښې ته درناوی وکړي

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند اطلاعاتو سکرتر روف حسن وايي، په مرکز، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د دوی ګوند د رایو اکثریت له کبله تر ټولو مخکښ ګوند ثابت شوی. نوموړي په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې خلکو تر عمره د لومړي وزیر په توګه د عمران خان نوم تائید کړ. نوموړي زیاته کړه، د پرېکړو سبوتاژ کول به خورا خطرناک عواقب ولري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  2. نواز شریف وايي، په یوازې سر حکومت نه شي تشکیلولای، نورو ګوندونو ته یې د ملګرتیا بلنه ورکړه

    نواز شریف د خپل ګوند کارکوونکو ته (د بریا په مناسبت وینا) کې وویل چې: موږ دومره اکثریت نه لرو، چې په خپل سر حکومت تشکیل کړو، ځکه نو نورو ګوندونو ته بلنه ورکوو چې راځئ یو ځای سره کېنو. نوموړی وايي، د خپل ګوند دوو مهمو مشرانو اسحاق ډار او خپل ورور شهباز شریف ته یې دنده سپارلې چې نورو ګوندونو ته بلنه ورکړي.

  3. نواز شریف خپلواکو کاندیدانو ته د ملګرتیا بلنه ورکړه

    په داسې حال کې چې د پاکستان ټولټاکنو ټولې پایلې نه دي اعلان شوې، د پاکستان مخکیني لومړي وزیر نواز شریف ادعا کړې، چې ګوند یې (پاکستان مسلم لیګ-ن) د ټاکنو پایله کې تر ټولو مهم ګوند ثابت شوی، چې تر نورو یې رایې ډېرې دي.

    نوموړي وویل: ''موږ د ټولو ګوندونو د رایو درناوی کوو، که هغه ګوندونه دي او که ازاد کاندیدان، موږ دوی ته بلنه ورکوو، چې د زخمي پاکستان ژغورنې لپاره راشئ او له موږ سره کېنئ. نوموړي زیاته کړه: موږ تر ټولو د لوی ګوند په توګه راوتلي یو، خوشحال پاکستان زموږ اجنډا ده.''

    نواز شریف

    د عکس سرچینه، PMLN

  4. شانګله کې د تحریک انصاف د ملاتړو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی؛ ۳ کسان وژل شوي

    شانګله

    د عکس سرچینه، Omer Bacha

    د خیبرپښتونخوا په شانګلې ضلع کې د تحریک انصاف د ملاتړو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ترلاسه شوي. رپوټونه وايي دغلته ډزې هم شوې چې یو شمېر کسانو پکې مرګژوبله اوښتې ده.

    د رېکسیو ۱۱۲۲ په نوم مرستندویانو په تاوتریخوالي‌ کې د ۳ کسانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو منښته کړې.

    ژغورونکي وايي درې کسان چې په مرمیو لګېدلي، درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.‌

    د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي تور پورې کوي چې پولیسو پرې ډزې کړې.

    د دوی ادعا دا ده چې نوماند یې تېره شپه ټاکنې د ۵۰۰۰ رایو په توپیر رایې ګټلې، خو سهار د ټاکنو کمېسیون لخوا په ۴۷ نمبر خپره شوې فورمه کې د مسلم لیګ (ن) نوماند بریالی اعلان شوی دی.‌

    پولیسو تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

  5. د پاکستان ټاکنو ته د طالبانو حکومت غبرګون: "پاکستان کې د سیاسي ثبات ملاتړ کوو"

    Mujahid

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوی حکومت پاکستان کې د "سیاسي ثبات" ملاتړ کوي. افغانان د پاکستان د ټاکنو پایلې تعقیبوي.

    ښاغلي مجاهد په کابل کې طلوع نیوز سره خبرو کې ویلي، "موږ د ثبات ملاتړ کوو او هیله من یو چې د ټاکنو پایله [پاکستان کې] د سیاسي ثبات پیاوړتیا وګرځي."

  6. علي امین کنډا پور د ملي اسمبلۍ په ۴۴مه حوزه کې مولانا فضل رحمان ته ماته ورکړې

    ګنداپور

    د عکس سرچینه، SM

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون لخوا د خپرو شویو لومړنیو غیر رسمي پایلو له مخې د پاکستان تحریک انصاف له ملاتړه برخمن خپلواک نوماند 'علي امین ګنډاپور' له ۴۴مې حوزې ملي اسمبلۍ ته په ټاکنو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل رحمان ته ماته ورکړې ده.

    علي امین دغلته ۹۳ زره ۴۴۳ او مولانا فضل الرحمان ۵۹ زره ۹۲۲ رایې ګټلې دي.

    په همدې انتخاباتي حوزه کې د پاکستان پیپلز ګوند نوماند فیصل کریم کنډي بیا ۳۵ زره ۵۶۷ رایې ترلاسه کړې دي.

  7. وروستی, د قومي او صوبايي اسمبليو د ۲۳۳ څوکيو غير رسمي پايلې

    د پاکستان د ټاکنو کميسیون د رايو اچولو له پای ته رسېدو ۱۸ ساعته وروسته د ملي (قومي) او صوبايي اسمبليو د ۲۳۳ ټاکنيزو حوزو غير رسمي او غير حتمي پايلې اعلان کړې دي.

    د ټاکنو کميسيون له خوا تر دې دمه د قومي اسمبلۍ ټاکنو د اعلان شویو پایلو له مخې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۵۶، پاکستان پيپلز ګوند ۳۴، مسلم ليګ ن ۴۳ او نورو ګوندونو ۱۳ څوکۍ ګټلې دي.

    Electon

    د عکس سرچینه، EPA

  8. اېن اې ۵۶ ټاکنې د مسلم لیګ 'ن' حنیف عباسي ګټلې، شیخ رشید پر پنځم ځای دی

    شیخ رشید

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان مسلم لیګ 'ن' نوماند حنیف عباسي د راولپنډۍ له 'اېن اې ۵۶' حوزې ملي اسمبلۍ ته بریالی شوی دی.

    د ټاکنو کمېسیون لخوا د خپرو شویو غیر رسمي لومړنیو پایلو له مخې حنیف عباسي په دې حوزه کې ۹۶ زره ۶۴۹ رایې ګټلې دي.

    دلته د هغه جدي سیالي د تحریک انصاف له ملاتړه له برخمن خپلواک نوماند شهریار ریاض سره وه چې ۸۲ زره ۶۱۳ رایې یې خپلې کړې دي.

    د یادونې چې د پاکستان عوامي مسلم لیګ ګوند مشر شیخ رشید هم له همدې حوزې قامي اسمبلۍ ته ولاړ و.

    هغه ۵ زره ۷۲۵ رایې او پنځم مقام ترلاسه کړی.دغلته د جماعت اسلامي او تحریک لبیک نوماندانو هم له شیخ رشید ډېرې رایې ګټلې دي.

  9. امیر حیدر خان هوتي: مردان کې پر ټولو انتخاباتي حوزو د ماتې مسوولیت منم، استعفا کوم

    د ملي عوامي ګوند مرستیال امیر حیدر خان هوتي د خیبرپښتونخوا د مردان په ټولو انتخاباتي حوزو کې د خپل ګوند ماته ومنله.

    هغه د اېکس یا پخواني ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې په ګوند کې له خپلې اوسنۍ دندې استعفا اعلانوي.‌

    ښاغلي هوتي لیکلي "زه مې په پلرنۍ ضلع مردان کې پر ټولو حلقو د اې‌اېن‌پي [عوامي نشنل پارټي] ماته د زړه له تله منم. څنګه چې زما د حوزې او د مردان خلکو پر موږ باور ونه کړ، نو زه هم د دې ماتې د مسوولیت په منلو سره د ګوند د مرکزي مشر د ارشد مرستیالۍ له دندې د استعفا اعلان کوم او د ګوند د یوه عادي غړي په توګه به د پاچا خان د قافلې برخه پاته شم.

    د یادونې ده چې ملي عوامي ګوند تر اوسه د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د یوې څوکۍ په ګټلو هم نه دی بریالی شوی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. د قومي او صوبايي اسمبليو د ۲۳۳ څوکيو غير رسمي پايلې

    د پاکستان د ټاکنو کميسیون د رايو اچولو له پای ته رسېدو ۱۸ ساعته وروسته د ملي (قومي) او صوبايي اسمبليو د ۲۳۳ ټاکنيزو حوزو غير رسمي او غير حتمي پايلې اعلان کړې دي.

    د ټاکنو کميسيون له خوا د قومي اسمبلۍ د ۴۷ حوزو د پايلو تر اعلان وروسته د تحریک انصاف ګوند ملاتړو خپلواکو ۴۸، پاکستان پيپلز ګوند ۲۹، مسلم ليګ ن ۳۹ او نورو ګوندونو ۸ څوکۍ ګټلې دي.

    د سېند اسمبلۍ د ۵۳ حوزو د پايلو د اعلان له مخې ۴۵ څوکۍ پيپلز ګوند، څلور خپلواکو نوماندانو ګټلې دي. جې ډي اېن دوې، جماعت اسلامي او اېم کيو اېم يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.

    د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۵۰حوزو د پایلو له مخې د تحریک انصاف ملاتړو خپلواکو کانديدانو۴۵څوکۍ ترلاسه کړې دي.

    د پنجاب اسمبلۍ د ۷۷حوزو د پایلو له مخې مسلم لیګ (ن) ۳۹څوکۍ ګټلې دي، ازادو نوماندانو ۳۳ او مسلم لیګ ق دوه څوکۍ خپلې کړې دي.

    دغه راز تر دې دمه د بلوچستان اسمبلۍ د ۶حوزوپايلې راغلې دي چې مسلم ليګ او بي اېن پي يوه يوه څوکۍ ګټلې ده. د بلوچستان جې يو ای دری او پيپلز ګوند يوه څوکۍ خپله کړې ده.

  11. د پاکستان ټولټاکنې؛ وروستی حال

    په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو پايلې اعلانېږي. د غير رسمي پايلو له مخې تر دې مهاله په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند ملاتړي کانديدان، په پنجاب کې مسلم ليګ ن او په سېند کې پيپلز ګوند مخکې دی.

    زموږ همکار رحمان الله نور حال ورکوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. د ملي (قومي) اسمبلۍ د ۱۱ حوزو پايلې اعلان شوې: تحريک انصاف ګوند په خيبر پښتونخوا، مسلم ليګ ګوند په پنجاب او پيپلز ګوند په سېند کې مخکې دی

    د پاکستان ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    تر دې دمه د ملي (قومي) اسمبلۍ د ۱۱ حوزو پايلې اعلان شوې دي. تحريک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک په خيبر پښتونخوا، مسلم ليګ ګوند په پنجاب او پيپلز ګوند په سېند کې مخکې دی.

    د رايو اچولو د بهير له پايته رسېدو څه دپاسه نهه ساعته وروسته د ټولټاکنو پايلو اعلانېدل پيل شول او تر دې دمه د ټاکنو د کميسيون له خوا د قومي اسمبلۍ د ۱۱ څوکيو پايلې اعلان شوې دي.

    د يادونې وړ ده چې د ټاکنو کميسيون له لورې لاندې ورکړل شوې پايلې وروستۍ او غير رسمي دي.

    تراوسه د تحريک انصاف ګوند پنځه، مسلم ليګ ن څلور او پيلپز په قومۍ اسمبلۍ کې دوه څوکۍ ګټلې دي.

    پنجاب:

    پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف د لاهور له اېن اې ۱۲۳ حوزې د ۶۳ زره ۹۵۳ رايو په ترلاسه کولو بريالی شوی دی. په دوهم نمبر د تحریک انصاف ګوند ملاتړی اياز امير دی چې ۴۸ زره ۴۸۶ رايې يې خپلې کړې دي.

    د پنجاب له اېن اې ۵۹ د مسلم ليګ ن نوماند غلام عباس ۱۴۱ زره ۶۸۰ رايې ترلاسه کړې، دويم ځای د تحريک انصاف ګوند ملاتړي محمد بشارت راجا په ۶۸ زره ۱۰۱ رايو خپل کړی دی.

    د پنجاب له اېن اې ۱۲۱ حوزې نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند ملاتړی وسيم قادر د ۷۸ زره ۷۰۳ رايو په ترلاسه کولو بريالی شوی. د مسلم ليګ ن شيخ روحيل اصغر ۷۰ زره ۵۹۷ رايې خپلې کړې دي.

    خيبرپښتونخوا:

    د خيبرپښتونخوا له اېن اې ۲۵ حوزې د عوامي نشنل ګوند يو مشر ايمل ولي خان ماته وخوړه. له دې ځايه د تحریک انصاف ګوند ملاتړی فضل محمد خان په ۱۰۰ زره ۷۱۳ رایو بريالی شوی دی.

    د خيبرپښتونخوا له اېن اې ۱۷ نه د تحریک انصاف ګوند ملاتړی علي خان جدون په ۹۷ زره ۱۷۷ رايو کامياب شوی او د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند محبوب اعوان ۴۴ زره ۵۲۲ رايې ګټلې دي.

    د خيبر پښتونخوا له اېن اې ۳۰ حوزې د تحریک انصاف ملاتړې شاندانه ګلزار۷۸ زره ۹۷۱ رايې خپلې کړې دي او بريالۍ شوې ده. د جمعيت علما اسلام ف ګوند ناصر خان بيا ۲۰ زره ۹۵۰ رايې ترلاسه کړې دي.

    سېند:

    د سند له اېن اې ۱۹۹ د پاکستان پيپلز ګوند علي ګوهر خان مهر د ۱۵۴ زره ۸۳۱ رايو په ترلاسه کولو بريالی شوی دی. د جمعيت علما اسلام ف عبدالقيوم بیا ۴۰ زره ۲۰۴ رايې خپلې کړې دي.

    د سېند له اېن اې ۲۱۶ حوزې نه د پاکستان پيپلز ګوند مخدوم جميل الزمامن په ۱۲۴ زره ۵۳۶ رايو بريالی اعلان شوی، په داسې حال کې چې د پاکستان مسلم ليګ ن بشير احمد ۸۰ زره ۴۳۹ رايې خپلې کړې دي.

  13. وروستی, د عوامي نشنل ګوند يوه مشر ايمل ولي خان ټاکنې وبايللې

    د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د عوامي نشنل ګوند (اې اېن پي) يوه مشر ايمل ولي خان د خيبر پښتونخوا له اېن اې ۲۵ ټاکنې وبايللې.

    بل پلو د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف او مريم نواز له پنجابه ټاکنې وګټلې.

    ايمل ولي خان

    د عکس سرچینه، Aimal Wali Khan

  14. وروستی, مريم نواز او شهباز شريف د پنجاب صوبايي اسمبلۍ له ټاکنيزو حوزو بريالي شول

    د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لومړنۍ پايله اعلان شوه چې له مخې يې د پاکستان مسلم ليګ ن مريم نواز شريف او شهباز شريف بريالي شوي.

    مريم نواز د پنجاب له پي پي ۱۵۹ حوزې ۲۳ زره او ۵۹۸ رايې ګټلې دي.

    د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف د لاهور ښار له پي پي ۱۵۸ حوزې څخه د ۲۸ زره ۶۴۲ رايو په ګټلو بريالی شوی.

    مريم نواز
  15. وروستی, په ایبټ آباد کې د قامي اسمبلۍ اېن اې ۱۷ حوزه کې د تحریک انصاف ملاتړی خپلواک کانديد بريالی شو

    د ایبټ آباد د قامي اسمبلۍ اېن اې ۱۷ حوزه کې د تحریک انصاف ملاتړي خپلواک نوماند علي خان جدون ۹۷ زره ۱۷۷ رايې ترلاسه کړې دي.

    د ده ترڅنګ د مسلم لیګ (ن) نوماند محب خان د ۴۴ زره ۴۲۲ رایو په ترلاسه کولو سره په دوهم نمبر دی.

    علي خان جدون

    د عکس سرچینه، FACEBOOK

  16. وروستی, روف حسن: تحريک انصاف ګوند به په مرکز او دوو صوبو کې د جکومت جوړولو جوګه وي، درغلي به جدي پایلې ولري

    د پاکستان تحریک انصاف ویاند روف حسن ادعا کړې چې ګوند یې په مرکز او دوو صوبو کې د حکومت جوړولو په حالت کې دی.

    روف حسن وويل، تر څو چې بې له ځنډه پايلې راتلې، موږ په هره حوزه کې بريالي وو. د هغه وخت د اټکلونو له مخې موږ په ۱۳۰څوکیو پرېکنده مخکې وو.

    د تحریک انصاف د ویاند په خبره، "موږ په خيبرپښتونخوا کې په غوڅ اکثريت بريالي وو او په صوبايي اسمبلۍ کې د پنجاب په ډېرو څوکیو مخکېوو."

    "وروسته د ټاکنو پایلې ورو شوې او بیا ودرېدې. موږ وېره لرو چې په ټاکنو کې به درغلۍ وشي.'

    هغه ادعا وکړه چې د تحریک انصاف ملاتړي کانديدان په ټاکنو کې بريالي شوي او 'موږ په دوو صوبو کې د حکومت جوړولو په حالت کې يوو.'

    ښاغلي حسن خبرداری ورکړ چې که د درغلۍ له لارې د ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅه وشي "موږ به یې ونه منو".

  17. وروستی, د ټاکنو کميسيون له نهه ساعته ځنډ وروسته دوې پايلې اعلان کړې

    د پاکستان د ټاکنو کميسیون د رايو اچولو له پای ته رسېدو وروسته د خيبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د دوو حوزو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

    د ټاکنو کميسيون د ځانګړي مرستيال ظفر اقبال په وینا د تحريک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن خپلواک نوماند سميع الله خان په پېښور کې ۱۸ زره او ۸۸۸ رايې ترلاسه کړې دي.

    په سوات کې هم د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماند فضل حکيم خان ۲۵ زره او ۳۳۰ رايې ترلاسه کړې دي.

  18. په ''سوله ییز ډول'' د ټاکنو تر سره کېدو له کبله پاکستاني پوځ خلکو ته مبارکي ورکړې

    د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په ''سوله ییز ډول د ټولټاکنو تر سره کېدو له کبله پاکستانیانو ته مبارکي'' ویلې.

    د ای اې پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستاني پوځ د نورو امنیتي ادارو تر څنګ د رایې ورکولو بهیر کې د امنیت خوندي ساتلو دنده پر غاړه درلوده.

    په اعلامیه کې راغلي چې د هېواد په نژدې ۶۰۰۰ داسې رایې مرکزونو کې چې حساس بلل کېدل، ۱۳۷ زره پوځي او ملکي امنیتي کسان د امنیت پر دنده ګومارل شوي وو.

    په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې: ''د چټک غبرګون ځواک ۶۰۰۰ کسانو د خلکو لپاره د ټاکنو بهیر خوندي ساتلو دنده درلوده.''

    پاکستان پوځ وايي، ترهګرو په خیبر پښتونخوا کې د ۵۱ بریدونو له لارې د امنیت ګډوډولو هڅه وکړه، خو سرتېرو په ټول هېواد کې امنیت ټینګ وساته.

    د پاکستاني پوځ په وینا دې بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۱۰ کسانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

    د پوځ لخوا د پنځو بریدګرو وژل کېدل هم تائید شوي دي.

    پاکستان پوځ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  19. وروستی, عکسونو کې؛ پاکستان کې د رای شمېرنې بهیر

    پاکستان کې د رای اچونې بهیر له بشپړېدو وروسته اوس د رای شمېرنې لړۍ روانه ده.

    هممهاله رپوټونه وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د موبایل او اېنټرنېټ خدمتونه هم کرار کرار بېرته د پیلېدو په حال کې دي.

    پاک

    د عکس سرچینه، Getty Images

    پاک

    د عکس سرچینه، Reuters

    پاک

    د عکس سرچینه، Reuters

    عکسونه

    د عکس سرچینه، Reuters

    پاک
    پاکستا

    د عکس سرچینه، Reuters

    پلمسالت

    د عکس سرچینه، Reuters

  20. د ملتان په 'ډوګر هاوس' او 'ګیلاني هاوس' کې د ټاکنو پایلو ته انتظار

    Multan

    ملتان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ملاتړه د یوه برخمن خپلواک نوماند 'عامر ډوګر' کور مخې ته د نوموړي پلویان راټول شوي او د ټاکنو پایلو ته انتظار باسي.

    هممهاله د پخواني لومړي وزیر 'یوسف رضا ګیلاني' یو شمېر ملاتړي بیا "په ګیلاني هاوس" کې سره راټول شوي‌ دي.‌

    د دغو داوړو نوماندانو د ملاتړو سترګې په داسې حال کې مخامخ د اېښودل شویو تلویزیونونو پردو ته دي، چې دمګرۍ پرې ابتدايي او غیر رسمي شمېرې کښته پورته کېږي.

    Multan