تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه: د فلسطين سره مياشت وايي د اسرائيلو بريد کې يې يو کارکوونکی وژل شوی
د فلسطين د سرې مياشتې ټولنه وايي، اسرائيلي ځواکونو په غزه کې د دوی پر دفتر بريد کړی چې په ترڅ کې يې يو کارکوونکی وژل شوی او دری تنه نور ټپيان دي.
يادې ادارې ويلي، د يکشنبې په سهار شوی بريد په ودانۍ کې د "اور لګېدو لامل ګرځېدلی" دی.
د فلسطين د سرې مياشتې ټولني د اسرائيلو دا بريد "قصدي" بللی چې په وينا يې په خان يونس کې يې د دوی مرکزي دفتر په نښه کړی دی.
د فلسطين د سرې مياشتې ټولنې ويلي، د دوی د مرکزي دفتر د ځای په اړه د اسرائيلو پوځ ته معلومات وو او په "روښانه سره رنګ په نښه کړل شوی و."
د اسرائيلو پوځ بي بي سي ته ويلي چې دغه ادعا څېړي.
د فلسطين د سرې مياشتې ټولنې له خوا په ټولنيزو رسنيو شريکه شوې ويډيو کې ښکاري چې د ودانۍ ځينو برخو اور اخيستی او لوګي ترې پورته کېږي.
په يوه بله ويډيو کې هم ودانۍ ته درانه زيانونه او د وينو لکې ترسترګو کېږي.
د فلسطین د سرې مياشتې ټولنې ويلي، "له نيمې شپې وروسته، د اسرائيلو هوايي ځواک په مستقیم ډول د ودانۍ پورتني پوړونه په نښه کړل."
"په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې د کارکوونکو د ايستلو او د زيان ارزولو په حال کې وو، پر دويم پوړ بيا بريد وشو، وروسته د ځمکې لاندې پوړ مسقيم ګولۍ ولګېده، دقيقا هغه مهال چې ډلو د چاودنې له کبله رامنځته شوی اور مړ کاوه."
دغې ټولنې ويلي، دوه کارکوونکي او يو ملکي وګړی چې د اور وژلو هڅه يې کوله ټپيان شوي.
د فلسطين د سرې مياشتې ټولنې ويلي، "دا يوه تېروتنه نه وه او موږ د ټولو بشري او روغتیايي کارکوونکو د ځواب ويلو او ساتنې غوښتنه بیا تکراروو."
دغې ټولنې زیاته کړې چې په غزه کې د جګړې له پيل راهيسې " ۵۱ کارکوونکي او رضاکاران د اسرائيلو له خوا وژل شوي چې ۲۹ تنو يې د بشري دندو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، په غزه کې د مرستندويه کارکوونکو پر وژنه خواشیني ښودلې او د خپلواکې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په غزه کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.