تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس وايي د فلسطيني دولت تر جوړېدو وسلې پر ځمکه نه ږدي
حماس په خپل وروستي دريځ کې څرګنده کړې چې د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو پورې وسلې په ځمکه نه ږدي.
د دې اوونۍ په پيل کې يو شمېر عربي هېوادونو د لومړي ځل لپاره د حماس د بې وسلې کولو او د غزې د کنټرول د لېږد غوښتنه کړې وه.
حماس اوس په خپل اعلاميه کې ويلي چې "موږ به خپل وسله وال مقاومت يوازې هغه مهال پايته ورسوو چې زموږ ملي حقونه بېرته راکړل شي چې په سر کې يې د خپلواک دولت جوړېدل، بشپړ حاکميت او د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس" نومول دي.
حماس دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې د فرانسې، کاناډا او بريتانيا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به فلسطين د يوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني.
بل پلو د حماس او اسرائيلو تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند او اسرائيلي يرغملو د خوشي کولو په موخه غيرمستقيمې خبرې اترې تېره اوونۍ بې له کومې پايلې پايته ورسېدې.
حماس ويلي په غزه کې اوربند په بشپړه توګه د اسرائيلي ځواکونو له وتلو او د فلسطيني بنديانو په خوشي کولو پورې مشروط دي چې په وينا يې په بدل کې به يې دوی يرغمل شوي کسان خوشي کوي.
د اسرائيلو د پوځ مشر ايال زمير خبرداری ورکړی چې که چېرې د اسرائيلي يرغمل شويو کسانو د ژر تر ژره خوشي کېدو خبرې ناکامې شي په غزه کې به جګړه روانه وي.
ايال زمير د پوځيانو او افسرانو د قوماندې په مرکز کې د خبرو پر مهال وويل، اټکل کوي چې اسرائيل به په راتلونکو ورځو کې معلومه کړي چې ايا د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو لپاره به کومه پرېکړه وشي او که نه. نوموړي زیاته کړه که کومه موافقه ونشي، جګړه به "پرته له کوم خنډ دوام وکړي."
اسرائيلي چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د نيول شويو يرغملو له ډلې ۲۲ تنه يې لا هم ژوندي دي.
د ټرمپ استازي د اسرائيلي يرغمل شويو له کورنيو سره ليدلي
د امریکا ځانګړي استازي سټيو وېټکاف چې اسرائیلو ته سفر کړی په تل ابيب کې د اسرائيلي يرغمل شويو له کورنيو سره ليدلي.
په خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې هلته شته خلک يې هرکلی کوي او ترې غواړي چې د يرغمل شويو کسانو په خوشي کولو کې مرسته وکړي.
دا ليدنه په هغه چوک کې ترسره شوې چې د يرغمل شویو کورنۍ او ملاتړي په وروستيو مياشتو کې راټولېږي او ځينې يې د بنيامين نتنیاهو د حکومت پر پاليسو نیوکه کوي.
سټيو وېټکاف وويل، د سولې هڅې بايد د شخړې د پايته رسولو او د ټولو يرغمل شويو کسانو پر بېرته راستندېو تمرکز وکړي نه په "جزوي تړون باندې".
د يرغمل شویو کورنيو وړاندې له حماس سره د موافقې په موخه لاریون کړی و.
له دې وړاندې د جمعې په ورځ ښاغلي وېټکاف د غزې د بشري بنسټ چې امريکا او اسرائيل يې ملاتړ کوي او د بشري حقونو فعالينو له خوا پرې نيوکې کېږي ليدنه وکړه.
په دغو ځايونو کې د مرستو ترلاسه کولو پر مهال ګڼ فلسطينيان په ډزو وژل شوي دي.
په ورته وخت د غزې د روغتيا چارواکو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د خوارځواکۍ له کبله د مړو شويو کسانو شمېر زيات شوی دی.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت په وينا په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائيلو او حماس د جګړې له پيل راهيسې په غزه کې د خوارځواکۍ له کبله د مړو شويو شمېر ۱۵۴ تنو ته رسېدلی دی چې په دوی کې ۸۹ تنه يې ماشومان دي.