تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل څه معنی لري؟
- Author, لیز دوسیت
- دنده, بي بي سي
معمولاً ویل کېږي، چې وخت خورا مهم دی.
څو میاشتې کېږي، فرانسې یادونه کوله، چې فلسطین به د یوه هېواد په توګه ومني. دې هېواد بالاخره همداسې وکړل او هغه هم په داسې وضعیت کې چې په غزه کې حالت خورا ناوړه بڼه غوره کړې او د نړیوالو قدرتونو په منځ کې له دې کبله غوسه په ډېرېدو ده، چې دوی و نه شو کولای مخه یې ونیسي.
فرانسوي چارواکي هیله من دي، چې کله په سپتمبر کې دوی د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې رسماً دا ګام واخلي، نو نور نړیوال قدرتونه به هم د دوی پر پله پل کېږدي.
بې له شکه ډېرو هېوادونو فلسطین د یوه هېواد په څېر په رسمي توګه منلی دی او د ۲۰۲۴ کال په مې کې اسپانیا، ائرلنډ او ناروې هم همداسې وکړل.
خو فرانسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ۷ پرمختللیو صنعتي هېوادونو جي۷ ډلې لومړنی غړی هېواد دی، چې دا ګام اخلي.
فلسطینی سفیر ریاض منصور د بي بي سي راډیو فور له 'نن شپه' خپرونې سره مرکه کې دې چارې ته د ''یوه ستر اعلان'' نوم ورکړی دی.
خو اسرائیل بیا دې ته د یوې سترې تېروتنې په نظر ګوري او (ترهګرۍ ته یې یو انعام) بولي. د امریکا لپاره هم د دې پرېکړې لپاره دا وخت ناسم او ''بې مسوولیته'' دی.
خو بل لور د بریتانیا او جرمني په څېر هېوادونو باندې په داسې حال د خپلو ځینو دیپلوماتیکو وسائیلو له ډلې د یوه کارولو لپاره فشار زیاتېږي، چې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره راتلونکی ورځ تر بلې تیاره کېږي.
په رسمیت پېژندنه څه معنی لري؟
په رسمیت د فلسطیني دولت پېژندل که څه هم سیمبولیکه چاره ده، خو ژور سیاسي اړخ هم لري.
د دې معنی به دا وي، چې یو پیاوړی پیغام استول کېږي، چې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې ترلاسه کولو یوازینۍ لار دا ده، چې د اسرائیل تر څنګ د یوه فلسطیني دولت رامنځته کېدو یا دوو دولتونو حل لاره وکارول شي.
کله چې د فرانسې په څېر یو ځواکمن هېواد دا ګام اخلي، دا چاره د فلسطینیانو خودارادیت اهمیت ښيي او د ځینو لپاره دا هیله زیاتېږي، چې د لسیزو ارمان به یې یوه ورځ پوره کېږي.
خو د اسرائیل اوسنی حکومت په دې هکله په قطعي ډول یوه خوله دی، چې د هېواد په توګه د فلسطین وجود اختیار شتون نه لري.
د ۲۰۲۴ کال په مې کې د اسپانیا، ائرلنډ او ناروې له پرېکړې وروسته اوس د فرانسې تازه پرېکړه د اسرائیل مخالفت سختوي او دغه راز هغه ګواښونه زیاتوي چې لوېدیځه غاړه چې په راتلونکي کې د فلسطیني دولت ځمکې په نظر ورته کتل کېږي، ضمیمه کړي.
د بریتانا لومړي وزیر سټارمر له همدې کبله مخکې ویلي و، چې هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې داسې وکړي، چې په وینا یې (پراخ اغېز ولري.)
خو هغسې چې د فلسطینیانو ستونزې لاپسې زیاتېږي او ښي اړخه اسرائیلي وزیران له غزې د فلسطینیانو ایستلو خبرې کوي، پر بریتانیا او نورو نړیوالو قدرتونو فشار ډېرېږي، چې ناوخته کېدو مخکې یو دریځ غوره کړي.
په قطر کې د غزې په اړه د اوربند له خبرو د اسرائیل او امریکا وتل
بل لور د بي بي سي خبریال جروسلاوف لیوکیف په خپل رپوټ کې وايي، اسرائیلي او امریکايي استازو پرېکړه کړې چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د غزې د اوربند له پر شا شي. واشنګټن پر حماس تور لګولی چې "ښه نیت نه لري."
د امریکا ځانګړي استازي سټېف وټکاف په یوه بیان کې ویلي:"موږ پرېکړه کړې چې خپل ټیم له دوحې څخه د مشورو لپاره بېرته راوغواړو ځکه د حماس وروستی ځواب ښيي دوی د غزې اوربند لپاره هېڅ رښتینې اراده نه لري."
اسرائیلي حکومت دا نه ده څرګنده کړې چې ولې یې استازي وایستل، خو یو لوړپوړی اسرائیلی چارواکی، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ځینو رسنیو ته ویلي چې "مذاکرات لغوه شوي هم نه دي."
اسرائیلي ورځپاڼې ټایمز اف اسرائیل د یاد چارواکي له قوله د حماس دریځ "ردوونکی او خواشینوونکی" بللی او زیاته کړې یې ده: "موږ هغې مرحلې ته رسېدلي یو چې باید ستانه شو، خو که مناسبه لاره ومومو ژر به د مذاکراتو مېز ته راوګرځو."
حماس ویلي، د وټکاف څرګندونو ته حیران شوي او دوی غواړي د جګړې پای ته رسولولو لپاره خبرې دوام وکړي.
د خبرو منځګړي هېوادونه او ښکېلې خواوې دا مني چې د مهمو موضوعاتو په اړه لا هم ژور اختلافات شته.
ښاغلي وټکاف د پنجشنبې پر ورځ وویل: "منځګړو هڅې کړې، خو حماس نه همغږی ښکاري او نه هم ښه نیت لري."
هغه زیاته کړه: "موږ به اوس د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوړلو لپاره پر نورو بدیلو لارو فکر وکړو. موږ د دې جګړې د ختمېدو او د دایمي سولې په لټه کې یو."
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر اوسه د خبرو د پرېښودو په تړاو څه نه دي ویلي.
حماس د جمعې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل: "پر خبرو او مذاکراتو ټینګار کوي، د خنډونو له منځه وړل غواړي او د دایمي اوربند هیله لري."
د دوحې د خبرو دا وروستۍ پړاو د قطر او مصر په منځګړیتوب روان دی، چې له دوو اونیو یې ډېر وخت نیولی.
په ورته مهال د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو این ار ډبلیو اې) د پنجشنبې پر ورځ وویل چې د غزې ښار هر پينځم ماشوم د خوارځواکۍ ښکار دی او دا شمېر هره ورځ مخ پر زیاتېدو ده.
تر ۱۰۰ زیاتو نړیوالو خیریه او د بشري حقونو ډلو هم خبرداری ورکړی چې غزه د ډلهییزې لوږې له ګواښ سره مخ ده او له حکومتونو یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
اسرائیل چې د غزې ټول اکمالات کنټرولوي ویلي، کومه کلابندي نشته او د هر ډول خوارځواکۍ پړه یې پر حماس اچولې.
اسرائیل د مارچ په پیل کې کله چې دوه میاشتنی اوربند پای ته ورسېد، نو د مرستو لارې یې وتړلې.
که څه هم دا بندیزونه وروسته لږ نرم شول خو د خوراکي موادو، تېلو او درملو کمښت لا پسې زیات شو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي پوځ لخوا تر ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي.
اسرائیل ادعا کوي چې حماس د مرستو مرکزونو ته نږدې ګډوډۍ ته لمن وهي. وایي، پوځ یې یوازې د "خبرداري ډزې" کړې او ولسي خلک یې قصداي هدف نه دي ګرځولي.
د اسرائیلي پوځ عملیات د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس تر مشرۍ لاندې پر سویلي اسرائیل برید ته د غبرګون په نوم پیل شول.
په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو.
له هغه وخته تر دې دمه، د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، لږ تر لږه څه باندې ۵۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي.