ایرلنډ، ناروې او اسپانیه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني

ایرلینډ، ناروې او اسپانیې اعلان کړی چې دوی به د مې میاشتې له ۲۸ نیټې څخه رسماً فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

اسپانیا او ایرلنډ ویلي، دا پرېکړه د اسرائیلو پر ضد نه ده او نه د حماس په ګټه ده، بلکې د سولې په ملاتړ یې کوي.

اسرائیلو په دې تړاو له غصې ډک غبرګون ښوولی او خبرداری یې ورکړ چې دا ګام به په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ په معنی وي او له دغو درېیو هېوادونو به خپل سفیران وباسي.

ناروې لومړی هېواد و چې د چهارشنبې په ورځ یې د نورو دوو هېوادونو سره په همغږۍ د دې ګام اوچتولو اعلان وکړ.

لومړي وزیر جوناس ګهر سټور ویلي، دا ګام "د منځلارو ځواکونو په ملاتړ کې دی چې په یوه اوږده او ظالمانه جګړه کې د شاتګ په کرښه کې پراته دي".

هغه زیاته کړه، "دا د ستونزې د حل لپاره یوازینۍ پانګونه ده چې کولای شي په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله راولي." هغه تش په نامه "دوه دولتي حل" ته په اشارې سره زیاته کړه یو اسرائیل او یو فلسطیني دولت به په سوله ییز ډول د یو بل ترڅنګ وي.

ایرلنډ او اسپانیه به ډېر ژر د ناروې پر پله ګام کېږدي.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر، مایکل مارتین، وویل: "نن، موږ په ښکاره د فلسطین او اسرائیلو د خلکو د امنیت، وقار او د ځان بسیاینې د برابر حق لپاره خپل څرګند ملاتړ ښیوو."

د دغه هېواد لومړي وزیر سایمن هاریس وروسته تر هغه ویلي، "حماس د فلسطین خلک نه دي."

هغه وویل، "د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه د یوې سوله ییزې راتلونکې رامنځته کولو کې مرسته کوي."

د ښاغلي هاریس څرګندونې د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز لخوا هم تکرار شوي، هغه ویلي، دا ګام "د اسرائیلو او یهودانو پر ضد نه دی."

"څه چې ویل شوي، د حماس په ګټه نه دي. دا د هیچا پر ضد نه دي، دا د سولې او همغږۍ په ګټه دي."

اسرائیلو د دغه اعلان په وړاندې له غصې ډک غبرګون ښوولی دی. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز ویلي هغه د "مشورو" لپاره له درېیواړو هېوادونو د خپلو سفیرانو د سمدستي ورستنېدو امر کړی دی.

هغه وویل، "اسرائیل به په دې اړه چوپتیا غوره نه کړي او نورې جدي پایلې به ولري."

هغه دا هم ویلي، په اسرائیلو کې به د دریو هېوادونو سفیران د "ملامتولو خبرو" لپاره احضار شي، چې په ترڅ کې به یې د اکتوبر په اوومه د ښځینه اسرائیلي سرتېرو د تښتولو ویډیو وښوول شي.

حماس، چې غزه کنټرولوي او دا مهال له اسرائیلو سره په جګړه کې ښکېله ډله ده وايي، د چهارشنبه اعلانونه به "د فلسطین د مسئلې په اړه په نړیوال دریځ کې د بدلون ټکی وي".

د حماس یوه لوړ پوړي چارواکي باسم نعیم، له اې ایف پي خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د فلسطین د خلکو "زړور مقاومت" د دې ګام تر شا و.

د حماس سیالې ډلې (د فلسطین ادارې) چې د اسرائیلو لخوا د اشغال شوې لویدیځې غاړې ځینې برخې کنټرولوي ویلي، ناروې، اسپانیا او ایرلنډ د "فلسطین خلکو ته د اوږدې مودې عدالت رسولو" لپاره خپله "نه ماتېدونکې ژمنتیا" ښوولې ده.

د فلسطین د دولت مسلې له لسیزو راهیسې نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده.

د اکټوبر اوومې نېټې له بریدونو وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دغه پلان سره خپل مخالفت دوه چنده ډېر کړی او ویلي یې دي، د فلسطیني دولت جوړول به د اسرائیلو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د اکټوبر په ۷مه د حماس وسله والو پر اسرائیلو بې ساري بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې غزې ته د یرغملو په توګه ولېږدول.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په عملیاتو کې تر ۳۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د نړۍ زیاتره هېوادونه لا دمخه فلسطین د یو دولت په توګه پېژني. د دې میاشتې په پیل کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۳ یې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د شاملېدو په پلوۍ رایه ورکړه.

د چهارشنبې تر اعلان مخکې، یوازې نهو اروپایی هېوادونو د فلسطین دولت ملاتړ کاوه.

ډیری نور اروپایی هېوادونه او امریکا لاهم په دې باور دي چې د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندل باید یوازې د شخړې د اوږدمهاله حل یوې برخې په توګه وشي.

سلوانیا او مالتا هم په دې وروستیو کې ویلي، دوی د فلسیطن دولت پېژندلو په اړه فکر کوي.