تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې په رفح کې پوځي عمليات؛ اسرائیلو نورو وګړو ته د وتلو امر کړی
د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي چارلس مېشل د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو لخوا فلسطینیانو ته د وتلو امر غندلی دی.
د اروپايي شورا مشر د اسرائیلو له حکومته وغوښتل چې بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي او په رفح کې ځمکني عملیات پیل نه کړي.
دا غندنه داسې مهال شوې چې اسرائیل وايي، د دوشنبې له ورځې راهیسې چې دوی په رفح کې فلسطینیانو ته د وتلو امر کړی و، تر اوسه شاوخوا دری لکه کسان له دغه سیمې وتلي دي.
اسرائیلو یادو خلکو ته پاڼې غورځولولې او ورته ویل شوي وو چې د رفح څنګ کې یوې بلې سیمې ته باید لاړ شي چې د بشري زون په توګه اعلان شوې ده.
وړاندې امریکا او ګڼو نورو هېوادونو له اسرائیل غوښتي وو چې په رفح کې ځمکني عملیات ونه کړي، خو له دې سره اسرائیلي چارواکي وار په وار ټینګار کوي چې هلته د دوی په خبره د حماس پر ضد عملیات پیلوي.
پرون هم اسرائیلي پوځ په رفح کې لسګونه زره نورو خلکو ته امر کړی چې د ښار له ختیځه ووځي.
د اسرائیلي پوځ ویاند دانیل هاګري وايي، د دوی پوځیان اوس د رفح په ختیځه سیمه کې په عملیاتو بوخت دي.
بل لور ته د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که اړتیا شي نو ځواکونه به یې یوازې په غزه کې پوځي عملیاتو ته لا زور ورکړي.
نوموړي دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، که اسرائیل په رفح کې عملیات وکړي امریکا به دغه هېواد ته د لویو بمونو په ګډون د پوځي مهماتو د یوې لویې جوپې استول وځنډوي.
خو د اسرائیلو لومړي وزیر له دې خبرداري سره سره په رفح کې د پوځي عملیاتو د دوام هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې چمتو دی د اړتیا پر مهال یوازې او حتی په تش لاس پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو بشري ادارې پرون خبرادری ورکړی و چې، غزې ته د بشري مرستو د لېږدولو پرمخ د اسرائیلو له لوري د رفح او کرم سالم يا کرم شالوم لارو له تړل کېدو وروسته د غزې سوېلي سیمو کې د اوسېدونکو لپاره د خوراکي توکو زېرمې خلاصېږي.
دا ټول داسې مهال دي چې په قاهره کې د حماس او اسرائیلو تر منځ درې ورځنۍ غیرمستقیمې خبرې هم له کوم تړون پرته پای رسېدلي او حماس وايي چې نتنیاهو د سولې او اوربند معاملې ته لېوال نه دی.