تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه جګړه؛ که اسرائیل پر رفح یرغل وکړي، امریکا به اسرائیل ته د ځینو وسلو ورکړه ودروي
- Author, مایک وینډلینګ او ټام باټیمان - واشنګټن
- دنده, بي بي سي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی، که اسرائیل د غزې پر رفح ښار لوی ځمکنی برید وکړي، اسرائیل ته به د ځینو وسلو ورکړه ودروي.
له سي این این خبري شبکې سره یوه مرکه کې نوموړي وویل: ''که دوی رفح ته دننه ورشي، زه به دوی ته هغه وسلې نه ورکوم چې په تاریخي ډول د رفح لپاره کارول کېدې.''
خو نوموړي په ورته مهال ویلي، دی به پرلپسې د اسرائیل خوندیتوب باوري کولو لپاره کار کوي.
د یادونې ده، چې د امریکا له برالا او پرېکنده مخالفت سره سره په ظاهره داسې ښکاري چې اسرائیلي ځواکونه پر رفح پراخ یرغل کوي.
د غزې په سویل کې دا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه د حماس لپاره وروستی کلک مرکز دی.
ولسمشر بایډن په هغه مرکه کې چې وروسته به پر چارشنبه خپره شي وویل: ''موږ به وسلې او د توپخانې مرمۍ نه ورکوو.''
ښاغلي بایډن زیاته کړه، امریکا په رفح کې اوسنی وضعیت د ځمکنیو عملیاتو په توګه نه تعریفوي.
هغه وویل: ''هغوی تر اوسه له خلکو ډکو سیمو ته نه دي ننوتي، دوی چې څه کوي، پر پوله دي. خو ما په څرګند ډول (د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو) او د جګړې کابینې ته ویلي چې که له ګڼې، ګوڼې ډکو مرکزونو ته ننوځي، زموږ ملاتړ به ورسره نه وي.''
دا تر اوسه په رفح کې د اسرائیل ځمکنیو عملیاتو په تړاو د امریکايي ولسمشر تر ټولو سخت خبرداری بلل کېږي او لومړی ځل له ده اورېدل شوي، چې کېدای شي امریکا اسرائیل ته د وسلو ورکړه ودروي.
امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې په دې ښار کې چې د غزې له نورو برخو راغلي کډوال هم له ځايي اوسېدونکو سره یو ځای شوي دي، عملیات د ملکي خلکو لپاره د ډېرو تلفاتو لامل کېدای شي.
د بمونو ځنډولو تائید
د یادونې ده، چې امریکا متحدو ایالتونو وار له مخه اسرائیل ته د استول کېدونکو بمونو یو بار ځنډولی دی او امریکايي چارواکي وايي، په دې تړاو د راتلونکي لپاره پر خپلو اقداماتو غور کوي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئید اسټن تائید کړه، چې د بمونو بار استول ځنډول شوي دي. اسرائیلي حکومتي چارواکو بیا د امریکا دې اقدام په هکله ویلي، چې ناهیلي شوي دي.
بل لور اسرائیلي پوځ بیا ویلي، دواړه هېوادونه به د ''تړلو دروازو تر شا'' هغه څه حل کړي، چې پرې یوه خوله نه دي.
د یادونې ده، چې پر ولسمشر بایډن په خپل هېواد کې دننه د یو شمېر دیموکراتانو او ځینو خلکو له لوري فشار ډېرېږي چې په داسې حال کې چې په غزه کې بشري وضعیت ناوړه کېږي او ملکي تلفات زیاتېږي، د اسرائیلي پوځ عملیات کابو کړي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي افشا کړې چې په ځنډېدلې جوپه کې ۱۸۰۰ دوه زره پونډي او ۱۷۰۰ پنځه سوه پونډي بمونه هم وو.
په ورته مهال د رفح په څنډو کې د جګړې له دوام سره د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د غزې په سویل کې روغتونونه یوازې د دریو ورځو لپاره د تیلو اکمالات لري. د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ګیبریوس ویلي چې د پولې تړل کېدو هم د مرستې رسولو مخه نیولې.
که څه هم اسرائیل ویلي چې غزې ته يې د بشري مرستو رسولو لپاره د کريم شالوم لاره بېرته پرانيستې خو په سیمه کې د ملګرو ملتونو د مرستې اصلي ادارې یو این ار ډبلیو اې مسوولینو ویلي، تر دې دمه هیچا ته ترې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
اسرائیل د سې شنبې پر ورځ له مصر سره د رفح د لارې کنټرول په لاس کې اخیستی. په رفح ښار کې تر یو میلیون زیات فلسطینیان بې ځایه شوي.