تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا اسرائيلو ته د بمونو لېږد درولی
يوه امریکايي جګپوړي چارواکي ويلي چې هېواد يې تېره اوونۍ د غزې په جنوبي ښار رفح کې د ستر ځمکني بريد د اندېښنو له امله اسرائيلو ته د بمونو لېږل بند کړي دي.
دغه امریکايي چارواکي د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز سره خبرو کې ويلي چې په دې بسته کې۱۸۰۰ بمونه چې ۹۰۷ کیلوګرام او ۱۷۰۰ بمونه چې ۲۲۶ کيلو ګرامه وزن لري شامل دي.
امریکایی چارواکی وايي، اسرائيلو په رفح کې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه د واشنګټن اندېښنې "بشپړې" نه دي حل کړې.
اسرائيلو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دغه امریکايی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ويلي، د امریکا دریځ دا دی چې اسرائیل باید په رفح کې پراخ ځمکني عملیات پیل نه کړي، هغه ځای چې تر یو میلیون زیاتو خلکو پکې پناه اخیستې او له دې سیمې د تللو لپاره بل ځای نه لري.
هغه ویلي چې امریکا له اسرائیلو سره ملکي خلکو ته د مرستې رسولو او له حماس سره د مبارزې په اړه په تماس کې ده.
د دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا، د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ خبرې روانې دي، خو وايي د سپینې ماڼۍ اندېښنې لا هم په بشپړه توګه نه دي حل شوې.
ده وویل سپینې ماڼۍ تراوسه د مرستو د دوام په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
اسرائيلو پر رفح د بريدونو سختولو ګواښ کړی؛ حماس د جوړجاړي خبرې وروستی چانس بللی
له نړیوالو اندېښنو سره سره اسرائیلي حکومت ګواښنه کړې، چې د غزې په سوېل کې به پر رفح ښار لا سخت بریدونه د حماس تر ختمولو یا د پاتې یرغملو کسانو د را خوشې کولو د بهیر تر پیلېدو پورې روان وساتي.
اسراییلي حکومت د اوربند په اړه جوړجاړي ته د رسېدو په موخه منځګړي مصر ته خپل پلاوی بیا ور استولی دی.
حماس هلته کېدونکې خبرې د یرغملو د خوشې کولو لپاره وروستۍ موقع بللې ده.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت وايي، اسرائیل د دغو یرغملو د بېرته راستنولو لپاره جوړجاړي ته چمتو دي، خو دا ټینګار هم کوي چې حماس یوازې زور ته ځواب ورکوي.
اسرائیلو قاهرې ته هم یو پلاوی استولی چې له حماس سره خبرې بیا پیل کړي. حماس هم وايي دا خبرې به د یرغملو د خلاصون لپاره وروستی فرصت وي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته ویلي، واشنګټن د اوربند پر یوه معامله کار کوي.
نوموړي ويلي، "دا محدود عملیات ښکاري، خو دا هر څه ډېر په دې اړه لري چې وروسته څه کېږي. اسرائیلو فکر کوم روښانه ویلي چې دوی غواړي هلته لوی پوځي عملیات وکړي. موږ دا واضح کړې چې د دغسې عملیاتو مخالف یو، خو دا هم د یادولو ده چې موږ هڅه کوو داسې موافقه تر لاسه کړو چې سملاسي اوربند او د یرغملو خوشي کېدل شوني کړي.
د حماس یوه چارواکي اسامه حمدان هم وروستي وړاندیز ته په اشارې ویلي چې توپ اوس د نتنیاهو او د امریکا د حکومت په ميدان کې دی چې څه پرېکړه کوي.
نوموړی وايي، "موږ ټینګار کوو چې توپ لومړی د نتنیاهو او د هغه د افراطي حکومت په میدان کې دی او دا چې د غورځنګ د موافقې له اعلان وروسته د دوی چلند ښيي چې دا مجرم غواړي د متحده ایالاتو د ادارې په ګډون د منځګړو ټولې هڅې ګډوډې کړي. د مقاومت د بندیانو د ژوند پروا نه کوي، چې هره ورځ د نیواکګرو پوځیانو د توغندیو له ګواښ سره مخ دي او یا دا چې د نتنیاهو تګلارې ټوله غزه اغېزمنه کړې. توپ د امریکا په میدان کې هم دی چې باید د نتانیاهو حکومت د دې موافقې پلي کولو ته اړ کړي او په دې اړه خپل جدیت وښئي."
د اسرائیلو د پوځ راډیو پرون اعلان وکړ چې د دوی ځمکنیو ځواکونو د رفح پولې واک په لاس کې اخیستی چې د غزې له سوېل او مصر سره ګډه پوله لري.
مصري چارواکو په دې سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځیانو د حضور خبر ورکړی چې د ټانکونو ملاتړ هم ورسره دی. دوی ویلي، د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو داسې ښکاري چې د اسرائیلو عملیات محدود وي.
له هغه څو ساعته وروسته چې اسرائیلو له حماس سره د اوربند موافقه رد کړه، اسرائیلو د شپې پرله پسې بمبارۍ وکړې.