پر رفح د اسرائيلو بريدونه؛ امريکا وايي د حماس په وړانديز غور کوي

په غزه کې اوربند ته د حماس له چمتو کېدو وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر وايي که څه هم د حماس وړاندیز د دوی اصلي غوښتنې نه ځوابوي خو خبرو ته دوام ورکوي.

دوی ورته مهال په رفح کې د خپلو عملیاتو پر دوام هم ټینګار کړی. پوځ يې وار له مخه هلته د هوايي ګوزارونو خبر هم ورکړی.

د غزې په سویل کې د رفح ښار په ختیځو څنډو په داسې حال کې د اسرائیلو د پوځ هوايي ګوزارونه روان دي چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي پر حماس د فشار لپاره د پوځي عملیاتو تر څنګ له دغه غورځنګ سره خبرې هم غځوي.

د لومړي وزیر نتنیاهو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم د حماس د اوربند په وړاندیز کې د اسرائیل اصلي غوښتنې نه دي ځواب شوې خو بیا هم خبرو ته دوام ورکوي.

د حماس غورځنګ مشرتابه له دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د اوربند وړاندیز شوي شرایط یې منلي او په دې اړه يې د دغو خبرو منځګړو، مصري او قطري چارواکو، ته هم خبر ورکړی.

د حماس په لاسلیک کړي وړاندیز کې د جګړې تر بشپړ پای پورې دری پړاوه اوربند دی چې د فلسطيني بندیانو په بدل کې د یو شمېر اسرائیلي یرغملو خوشي کېدل هم پکې راځي.

د حماس د لومړي وزیر اسماعیل هنیه یو پخوانی سلاکار احمد یوسف وايي، حماس هغه څه تأيید کړي چې د اوربند لپاره د وړاندیز په توګه مطرح شوي وو. دی زیاتوي چې حماس دا هم ویلي چې "داسې تأئید یې تر لاسه کړی چې ولسمشر بایډن به د دې ضمانت کوي چې اسرائیل به پر دغه تړون درېږي".

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې دوی اوس پر دغه وړاندیز غور کوي.

نوموړی وايي، "د یرغملو پر سر معاملې ته د حماس ځواب راغلی. اوس غور پرې کوو او په سیمه کې له خپلو همکارانو سره پرې خبرې کوو. د سي آی اې مشر وېلیم برنز هلته دی او په ساحه کې په دې اړه په کار بوخت دی".

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیلو او حماس دواړو غوښتي چې د سولې او په غزه کې د روان ځور د پای ته رسولو لپاره یو ګام زیات مخکې لاړ شي.

زرګونه کسان یو وار بیا وروسته له هغې له رفح څخه د بې‌ځایه کېدو په حال کې دي چې د اسرائیلو پوځ د رفح له ختیځې برخې د دوی په ټکو د 'محدودو' پوځي عملیاتو په خاطر د نژدې ۱۰۰ زره وګړو د ایستلو امر کړی.

له دې امر وروسته د اسرائیلو د احتمالي برید له وېرې له رفح ښاره ګڼ وګړي په وتلو دي.

د اسرائیلو دغه اعلان له وړاندې راهیسې ګڼې نړیوالې نیوکې او اندېښنې هم پارولې. مرستندویه سازمانونو یې د ویجاړوونکو پایلو په اړه خبرداري هم ورکړي.

د غزې وګړي وايي، دا بیا بې ځایه کېدنه به يې په وار له مخه ربړو او ځور نور هم ورزیات کړي.

د غزې يو اوسېدونکی وايي،"لکه چې تاسو ګورئ مرګ او وېره هر ځای ده او موږ له خپلو ماشومانو سره بیا بې‌ځایه شوو. بې کوره شوو او دوی مو کورونه ونړول او شهیدان مو پاتې شول. دوی هېڅ را ته پرېنښودل."

يو بل اوسېدونکی خالد ابوعبده وايي، "موږ المواسي ته روان یو. هلته نه برېښنا شته او نه خدمات او نه هم اوبه او نه هم مرسته. ډېره ګڼه ګوڼه هم ده او د ژوند لومړنۍ آسانتیاوې هم نشته. موږ نه پوهېږو چې چېرې ځو؟ موږ چمتو یو چې روان شو خو نه پوهېږو څه وکړو؟"

رفح ته د غزې له نورو جنګ ځپلو سیمو هم سلګونه زره فلسطينیان ورټول دي او اوس هلته دغه عملیات لږ تر لږه تر یو مېلیون ډېر وګړي اغېزمنوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ ویلي وو، له حماس سره که اوربند وشي یا ونه شي، دوی به د حماس جنګیالیو پرضد په رفح کې عملیات پیل کړي.