د مسکو غونډې په اعلامیه کې له طالبانو څه غوښتل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'مسکو فارمټ' په نامه د افغانستان په هکله د سیمې هېوادونو غونډې په پنځمه ناسته کې چې د روسیې په کازان کې وشوه، ګډونوالو د مخکینیو غونډو پرتله په زیات څرګند ډول په افغانستان کې د طالبانو له حکومته خپلې پوښتنې مطرح کړې دي.
د دې غونډې په اعلامیه کې چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت خپور کړی راغلي چې د سیمې هېوادونو د ترهګرو ډلو فعالیتونو په هکله د طالبانو حکومت د چارواکو له داعش ډلې سره د جدي مبارزې له کبله ''ستاینه'' وکړه او له دوی یې غوښتي چې ''له ټولو ترهګرو ډلو سره ورته رویه وکړي.''
د یادونې ده چې د سیمې هېوادونه لومړی ځل د داعش پر وړاندې د طالبانو حکومت د اقداماتو ''ستاینه'' کوي او له دوی غواړي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې ورته ''ګټور اقدامات'' وکړي.
د امریکا ځانګړي استازي هم د داعش خراسان نومې ډلې بریدونو کمولو په لړ کې د طالبانو اقدامات یاد کړي دي.
په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو شتون د روسیې، پاکستان، مرکزي اسیا هېوادونو او ایران په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره یوه مهمه اندېښنه بلل کېږي. د سیمې ځینې هېوادونو د طالبانو پر حکومت داسې تورونه هم لګولي چې ګواکې د دې ډلو کسانو ته یې پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت په ټینګار سره وايي، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ بل هېواد پر وړاندې خطر رامنځته نه شي.
د افغانستان په هکله 'د مسکو فارمیټ نظرونو څرګندولو پنځمې غونډې' اعلامیه د سپتمبر ۲۹ مې له ناستې وروسته خپره شوه، چې د چین، هند، ایران، قزاقستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان د لوړ پوړو چارواکو او ځانګړو استازو په کچه پلاویو پکې ګډون کړی و.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو حکومت پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او دغه راز د سعودي عرب، قطر، متحدو عربي اماراتو او ترکیې استازو هم د مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون درلود.
د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو مخالفو سیاسي شخصیتونو او یا هم د افغانستان مخکیني جمهوري حکومت چارواکو ته د کازان ښار په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
د غونډې په اعلامیه کې دغه راز د طالبانو حکومت هغو اقداماتو ستاینه هم شوې، چې په افغانستان کې یې د نشه يي توکو کرکېلې کمولو لپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اعلامیه کې دا ''بریالي ګامونه'' بلل شوي او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لړ کې د ''ګټور او رښتیني سیاست'' پر دوام ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې دغه راز له طالبانو غوښتل شوي چې د سیمې له هېوادونو سره د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.
د سږنۍ غونډې په اعلامیه کې د ټولګډوني حکومت رامنځته کېدو په تړاو ویل شوي ''په خواشینۍ سره د یوه داسې ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو لړ کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، چې په رښتینې توګه د ټولو قومونو او سیاسي ډلو استازولي وکړي.''
په اعلامیه کې زیاته شوې: ''سره له دې چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو اړوند ځینې کسان ګومارل شوي، خو په کابل اداره کې هېڅ ډول سیاسي تنوع نه لیدل کېږي.''
د غونډې ګډونوالو دغه راز له طالبانو حکومته غوښتي چې '' د لا نورو خلکو کډوالۍ'' مخنیوي لپاره اقدمات وکړي او ''په ښوونځیو کې له نړیوالو معیارونو سره سم د عصري زدکړو'' زمینه برابره کړی او دغه راز د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو بندیزونه لېرې کړي.
''په سیمه ییزه کچه د همکارۍ امکان شته''
په اعلامیه کې د سیمې او لوېدیځو هېوادونو د ځانګړو استازو هغې غونډې ته په اشارې سره چې د روان کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په قطر کې رابللې وه، ویل شوي په داسې صورت کې ''د سیمې په کچه د همکارۍ امکان شته'' چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ائیتلاف له جګړې وروسته د بیارغاونې لړ کې خپل مسوولیت ومني، ''سملاسي'' د دې هېواد شتمنۍ خوشې او دغه راز ''یواړخیزبندیزونه لغوه کړي.''
په اعلامیه کې په ''هره پلمه'' په افغانستان کې د نورو هېوادونو د پوځي بنسټیزې آډانې تاسیساتو له ځای پر ځای کولو سره مخالفت څرګند شوی. د کازان غونډې ګډونوالو هېوادونو په افغانستان کې له اوسني حکومت سره د فرهنګي، ورزشي او روزنیزو برخو کې د ''تعامل پراختیا'' ته لېوالتیا څرګنده کړه.
ایران په دې غونډه کې د طالبانو حکومت او سیمې تر منځ د ''تماس یوې ډلې'' رامنځته کولو وړاندیز وکړ چې ګډونوالو یې هرکلی وکړ.











