تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې له اوکرايين نوې سیمه نیولې؛ اوازه ده چې اوکرايين د روسیې درېیم پل هم نړولی
د روسیې دفاع وازت وايي چې ځواکونو یې د اوکرايين دونیڅک سيمې ته څېرمه 'زلیزن' ښار نیولی چې په روسي کې یې 'ارتیوموو' بولي.
دغه وزارت د خپلو ورځنیو فعالیتونو په لړ کې خبر ورکړی چې "د عملیاتو په ترڅ کې مو د تسنتر مرکزي ډلګۍ سرتېرو په دونیڅک جمهوریت کې یو مهم واحد ارتیوموو بېرته ازاد کړی دی."
دا ښار له 'پوکروفسک' سیمې ۷۰ کیلومتره لرې یو مهم ستراتيژيک مرکز دی. دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونه یې پر لور ور روان دي.
بلخوا د اوکرايين ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي پر خپل ټيلیګرام په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې، "د پوکروفسکي شاوخوا سخته جګړه روانه ده."
د دې سیمې والي له خلکو غوښتي چې خپلې کورنۍ او ماشومان خوندي ځایونو ته وباسي.
په همدې حال کې ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې اوکرايين په روسیې کې درېیم پل هم ویجاړ کړی دی.
د تېرې جمعې په ورځ اوکراييني ځواکونو ګلوشکوو ښار ته څېرمه د سييم سیند د پاسه تېر شوي پله باندې د خپل برید عکسونه خپاره کړل چې لوګي او دوړې ترې پورته کېږي.
دا هغه پل و چې روسيي ځواکونه د خپلو سرتېرو د لېږد او رالېږد کار ترې اخلي.
پرون یکشنبې د اوکرايين پوځ په کورسک سيمه کې د دویم مهم سټراتيژيک پله د ویجاړولو هغه انځورونه خپاره کړل چې له هوا اخيستل شوي.
دغه پول د سييم سيند له پاسه جوړ شوی دی. سييم سيند په روسيه او اوکرايين کې تېرېږي او ۷۴۸ کيلومتره اوږد دی.
د اوکرايين د هوايي ځواکونو قومندان جنرال ميکولا اولتسچوک چې د پله د نړېدو ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو خپره کړې ليکلي چې يو بل پول ونړېد.
په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پيل راهيسې د روسيې پر خاوره د اوکرايين د تر ټولو لوی بريد نژدې دوې اوونۍ تېرېږي.
جنرال اولتسچوک وايي، "د اوکرايين هوايي ځواک په کره بريدونو سره د دښمن لوژيستکي وړتياوې له منځه وړي."
په ويډيو کې د پله له پاسه دوړي ليدلي کېږي او داسې ښکاري چې د پله يوه برخه نړېدلې ده.
تراوسه معلومه نه ده چې چاودنه کله شوې ده.
د دې اوونۍ په پيل کې اوکرايين د ګلوشکوو ښار ته څېرمه د سييم سيند له پاسه يو بل پول هم نړولی و.
کرملين له دې پله د خپلو سرتېرو په لېږدولو کې کار اخيسته.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پوځي شنونکو په سيمه کې دری پلونه په نښه کړي چې روسيه يې د خپلو اکمالاتو لپاره کاروي. اوس مهال له دغو دريو پلونو دوه ويجاړ او يا هم سخت زيان ورته اوښتی دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وړاندې ويلي وو چې دوی په کورسک سيمه کې خپلې پوستې پياوړې کوي او په روسيه کې د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي د يکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وويل، "په کورسک کې زموږ عمليات د روسیې دولت، همدا ډول پوځ، دفاعي او اقتصادي برخې ته زيان رسوي."
مسکو دا يو لوی او پاروونکی برید بللی او ژمنه يې کړې چې "مناسب ځواب" به ورکړي.
په داسې حال کې چې اوکرايين د روسيې لوېديځ کې پرمختګ کوي، روسي ځواکونه په ختيځ اوکرايين کې د پرمختګ په حال کې دي او په وروستيو کې يې نور کلي هم نيولي دي.