تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین وايي، نه غواړي په روسیه کې دننه پر خاوره ولکه وکړي
روسي چارواکي وايي، د دې هېواد په خاوره کې دننه یې د اوکراییني ځواکونو له بریدونو وروسته د ۳۰ زره بې ځایه شویو خلکو لپاره په ټوله روسیه کې ۴۰۰ پناه ځایونه پرانیستي دي.
په ورته مهال اوکرایین پوځ وايي، له هغه یوه اونۍ وروسته، چې د روسیې سرحدي سیمې کورسک ته ورسېدل، اوس په روسیه کې دننه ۱۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه کنټرولوي.
په ورته مهال د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوکرایین د روسیې په کورسک سیمه کې د ځمکې لاندې کول نه غواړي، بلکې په وینا یې کله چې روسیه سوله وغواړي دوی به هلته خپل بریدونه ودروي.
په کېیف کې یوه ویندوی په دې هکله وویل: ''هغسې چې روسیه سوله تائید کړي، د روسیې په خاوره کې به د اوکرایینیانو چاپې بندې شي. تر څو پورې چې پوتین جګړه روانه ساتي، دی به د اوکرایین له لوري همداسې غبرګون ویني.''
دغه ویندوی زیاتوي، په سیمه کې اوکراییني عملیات ځکه مرسته کوي، چې د روسیې تر کنټرول لاندې اوکرایینۍ سیمې ته د روسيې د اضافي پوځي ډلګیو د پرمختګ مخه نیسي.
له دې مخکې د اوکرايين د پوځ مشر اولکساندر سيرسکي وویل، د دوی ځواکونو د روسيې زر کيلومتره مربع خاوره نيولې ده.
نوموړي دا هم ويلي چې، د اوکرايين پوځ به په کورسک سيمه کې خپلو پوځي عملياتو ته چې اووه ورځې وړاندې پيل شوي دوام ورکړي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وايي، "روسيې د نورو کورونو ته جګړه وروړه خو اوس جګړه بېرته روسیې ته غځېدلې ده."
بل پلو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه عمليات جدي پاروونکي بللي او روسي ځواکونو ته يې امر کړی چې د "دښمن ځواکونه" بېرته له خپل هېواده وباسي.
د جګړې له کبله د کورسک سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته ستنېږي. په دې وروستيو کې ۶۰ زرو کسانو ته امر شوی چې له دغې سيمې ووځي.
يو ځايي قومندان وايي، "شاوخوا ۲۸ کلي د اوکراييني ځواکونو په لاس کې دي، ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او وضعيت لا هم کړکېچن دی."
اوکراييني ځواکونو اووه ورځې وړاندې د تېرې سې شنبې په ورځ د روسيې پر خاوره بريدونه پيل کړل.
ويل کېږي دغو عملياتو او پرمختګونو د اوکراييني ځواکونو مورال لوړ کړی دی خو شنونکي دا هم وايي چې دا به د اوکرايين پر وړاندې نوي ګواښونه وزيږوي.
د بريتانيا په پوځ کې يوه مهمې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي، مسکو ښايي د دې بريد له کبله دومره غوسه شي چې اوکرايين کې پر ملکي وګړو او بنسټيزو تاسيساتو خپل بريدونه دوه برابره زيات کړي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په خپلو څرګندونو کې چې په دولتي ټلویزيون خپرې شوې ویلي، "د دښمن ښکاره موخه د نفاق زړي کرل، شخړه، وېره خپرول او د روسي ټولنې د يووالي له منځه وړل دي."
نوموړي زیاته کړې، "د دفاع وزارت اصلي دنده دا ده چې دښمن له خپلې خاورې وباسي."
د کورسک والي وايي، تردې مهاله ټول ۱۲۱ زره کسان له سيمې ايستل شوي دي. ده ښاغلي پوتين ته ويلي چې دوه زره روسي وکړي لاه هم په هغو سيمو کې پاتې دي چې د اوکراييني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي چې په وينا يې له " نامعلوم برخليک" سره مخ دي.
د کورسک سيمې ته څېرمه د بلګرو سيمې شاوخوا ۱۱ زرو وګړو ته هم دوتلو امر شوی دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي په خپل شپني پيغام کې د دغو عملياتو پخلی وکړ او زياته کړې يې ده، "که پوتين جګړه غواړي، روسيه بايد مجبوره شي چې سوله وکړي."
نوموړي ويلي، "روسې د نور خلکو کورونه ته جګړه وروړه خو اوس يې جنګ خپل کور ته بېرته ستون شوی دی. اوکرايين تل د سولې په لټه کې دی او موږ به سوله يقيني کړو".
اوکراييني چارواکي وايي په زرګونو پوځيان يې په کورسک کې پر عملياتو بوخت دي، دا په داسې حال کې ده چې وړاندې روسيې ويلي وو چې عمليات کوچني او محدود دي.
يوه اوکراييني چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "د عملياتو موخه روسيې ته د تر ټولو ډېر زيان رسول او په روسيه کې د وضعيت بې ثباته کول دی."
په روسیه کې ځینو له دې امله چې اوکراييني ځواکونه څنګه کورسک سيمې ته ننوتلي اندېښنه ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د روسیې پوځ به ډېر ژر د دې عملیاتو ځواب ورکړي.