اوکراییني ځواکونو د روسیې خاوره کې نور پرمختګ کړی؛ پوتین وايي، ''دښمن به په زور وشړو''

روسي چارواکي د دې هېواد له یوې دویمې سرحدي سیمې په داسې حال ځايي اوسېدونکي باسي، چې شپږمه پرلپسې ورځ هم د روسیې په خاوره کې دننه د اوکراییني ځواکونو بریدونه روان دي.

د روسیې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، پولې ته نژدې د (دښمن فعالیتونو) له کبله له بیلګورود سیمې نژدې ۱۱ زره کسان ایستل شوي دي.

بیلګورود د اوکرایین پولې ته نژدې د روسیې یوې بلې سیمې کورسک ته څېرمه پرته ده، چې تېره سې شنبه پرې اوکراییني ځواکونو ناڅاپه برید وکړ.

بیلګورود کې چې د کورسک په سویل کې موقعیت لري ۱۱ کسان له کراسنایا یاروګا سیمو ایستل شوي دي. په بیلګورود کې د توغندیو خبرداری خپور شوی او ځايي والي له خلکو غوښتي چې ځمکتلونو ته ننوځي.

په تازه رپوټونو کې ویل شوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په سرحدي سیمو کې د وروستي وضعیت په هکله د چارواکو یوه غونډه بللې ده. نوموړي غونډې ته ویلي: " د روسیې د دفاع وزارت مهمه دنده دا ده، چې زموږ له خاورې دښمن په وهلو، ټکولو بهر وشړي."

نوموړي دغه راز غونډې ته ویلی، د دې بریدونو لپاره د اوکرایین انګېزه دا ده، چې د مذاکراتو لپاره خپل دریځ پورته کړي.

د ولسمشر پوتین په غونډه کې د کورسک سرپرست والي الیکسي سمایرنوف ویلي، اوکراییني ځواکونه په سیمه کې ۲۸ کلي کنټرولوي. نوموړی وايي: "وضعیت هماغسې ترینګلی دی."

نوموړی وايي " اوکراییني ځواکونه په سیمه کې تر ۱۲ کیلومترو پورې دننه دي هلته لومړۍ کرښه ۴۰ کیلومتره پراخه ده. ولسمشر پوتین د کورسک والي خبره ونیوه: د دفاع وزارت به د (کرښې) پراختیا او سور په هکله رپوټ وړاندې کړي."

نوموړي له والي وپوښتل: "موږ ته دا ووایاست چې ټولنیز او اقتصادي وضعیت څنګه دی او له خلکو سره څنګه مرسته شوې."

سمایرنوف پوتین ته وویل، "د کورسک په هغو سیمو کې چې د اوکراییني ځواکونو په کنټرول کې دي، ۲۰۰۰ روسي وګړي پاتې دي. نوموړي زیاته کړه: موږ د هغوی د برخلیک په هکله هېڅ معلومات نه لرو."

د یادونې ده، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې اوکراییني ځواکونه د روسیې په خاوره کې دننه تر نژدې ۳۰ کیلومترو پورې پرمختګ کوي.

د یادونې ده، چې په کورسک سیمه کې له مخکې د ځايي چارواکو لخوا بېړنیز وضعیت اعلان شوي او نژدې ۷۶ زره کسان له دې سیمې ایستل شوي دي. په همدې کورسک کې د دوشنبې پر ورځ د یوه ځای بیلوفسکای اوسیدونکو ته چې نژدې ۱۴۰۰۰ تنه نفوس لري ویل شوي، چې له کورونو ووځي.