د مراکش زلزله: هغه ښوونکې چې ټول ۳۲ زدکوونکي یې ووژل شول

School bags and a chair in a school

د عکس سرچینه، Adaseel Schools

    • Author, یاسمین فَرَج
    • دنده, بي بي سي نړیوال سروېس

ما د خپل ټولګي حاضري را سره واخیسته او د زدکوونکو نومونه مې لیکل، تر هغه چې ما پر ۳۲ نومونو کرښه راوکاږله؛ دوی اوس مړه شوي دي."

نسرین ابو الفضیل - چې په مراکش کې د عربي او فرانسوي ښوونکې ده، هغه ورځ‌ یادوي چې د مراکش د لوړ اطلس په غرونو کې د اداسیل کلي ته ورغله، له 6.8 درجې زلزلې وروسته د خپلو زدکوونکو لپاره د خټو په منځ کې ودرېده.

نسرین او مور یې د تېرې جمعې د ورځې له زلزلې وروسته په کوڅه کې شپې تېرولې، کله چې یې د دې زورورې زلزلې په غرنیو کلیو کې د ویجاړوونکې اغېزې خبر واورېد، هغې سملاسي د هغه ښوونځي په اړه فکر وکړ چې هغې دنده پکې لرله - د اداسیل مرکزي ښوونځي - او د هغې زدکوونکي، یا لکه څنګه چې هغه دوی ته "زما ماشومان" وايي.

"کلي ته لاړم او له خپلو ماشومانو مې وپوښتل: سومیا چېرې ده؟ یوسف چېرته دی؟ دا نجلۍ چېرته ده؟ هغه هلک چېرته دی؟ څو ساعته وروسته ځواب راغی: دوی ټول مړه شوي دي."

Children study in a school classroom

د عکس سرچینه، Adaseel Schools

د عکس تشریح، هغه زدکوونکي چې په دې انځور کې ښکاري او له زلزلې مخکې اخیستل شوی، نسرین د (پرښتو) خطاب ورته کړی

د سپتمبر په ۸ مه، په مراکش کې تر ټولو قوي زلزله -چې په هېواد کې ثبت شوې وه. دا په شپږو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان پکې مړه شول او په زرګونو نور لادرکه دي.

تر ټولو ډېرې ځپل شوې سیمې د مراکش سوېلي سیمې او هغه غرني کلي دي چې په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

د نسرین په وژل شویو زدکوونکو کې یوه خدیجه وه - ژغورونکو شپږ کلنه نجلۍ د هغې د ورور محمد او د هغې د دوو خویندو مینا او حنان تر څنګ پرتې وه، ومونده دوی ټول په خپلو بسترو کې وو - شاید د زلزلې په وخت کې به ویده وو. دوی ټول د نسرین ښوونځي تلل.

"خدیجه زما د خوښې زدکوونکې وه. هغه ډېره ښه، هوښیاره او فعاله وه او له سندرو ویلو سره یې مینه درلوده. هغه به زما کور ته راتله او زما خوښېده چې سبق وايي او له هغې سره مې مینه درلوده ".

نسرین خپل شاګردان د "پرښتو" په توګه یاد کړل، د احترام وړ ماشومان چې زدکړې ته لېواله وو. سربېره پر دې چې له بې‌وزلۍ سره مبارزه او د ژوند کولو د لګښت له کړکېچ سره مخامخ وو، خو ماشومانو او د هغوی کورنیو ښوونځي ته د "نړۍ تر ټولو مهم شي" په سترګه کتل.

نسرین وویل وکړه: "زموږ وروستی ټولګی د جمعې په شپه و، له زلزلې څخه پنځه ساعته مخکې."

"موږ د مراکش ملي سرود زدکاوه او پلان مو درلود چې د دوشنبې په سهار ټول ښوونځي مخې ته سندرې ووایو."

'خوب نشم کولی'

Damaged school building
د عکس تشریح، زلزلې هغه ښوونځی خورا ډېر زیانمن کړی چې نسرین پکې تدریس کاوه

د زلزلې ټکان خوړلې نسرین په خپ غږ راسره غږېدله.

هغې راته وویل: "زه خوب نه کوم؛ زه لا هم بوږنېدلې یم." "خلک ما یوه له نېکمرغه کسانو څخه ګڼي، مګر زه نه پوهېږم چې څنګه خپل ژوند ته دوام ورکړم."

نسرین په اداسیل کې ماشومانو ته د عربي او فرانسوي زدکړې له ور زدکولو سره مینه درلوده، د شمالي افریقا د اصلي اوسېدونکي امازیغ مېشتو دغه کلی عمدتا خپله ژبه تمازیت بولي.

هغې زیاته کړه: "عربي او فرانسوي زدکول خورا سخت وو، مګر ماشومان خورا ځیرک وو او دوی نژدې په دواړو ژبو روان غږېدل."

نسرین پلان لري چې په تدریس کې خپل مسلک ته دوام ورکړي - هغه هیله لري چې د اداسیل ښوونځی به بیا جوړ کړي چې زلزلې ویجاړ کړی دی.

د رسمي بیانونو له مخې، په ټولیزه توګه ۵۳۰ تعلیمي موسسې په مختلفو درجو کې زیانمنې شوي، په دې کې ځینې یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي یا یې ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی.

د مراکش حکومت په موقتي توګه د الحوز، چیچاوا او تارودانت په سختو ځپل شویو سیمو کې د زدکړې بهیر وځنډاوه.

نسرین وویل، "شاید یوه ورځ چې دوی ښوونځی بیا ورغوي او ټولګي بېرته پیل شي، موږ د دغو ۳۲ ماشومانو یاد لمانځلی شو د هغوی کیسه بیان کړو."