د مراکش زلزله کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۲۸۶۰ اوښتی دی

مراکش زلزله

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

په داسې حال کې چې د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي او غرنیو کلیوالو سیمو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه شته، خو د جمعې شپې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۲۸۶۲ته رسېدلی.

د دغه راپور له مخې د ټپیانو شمېر هم له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۷۶ ته لوړ شوی دی. په ځینو سیمو کې ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې بند پاتې کسان او یا یې جسدونه له خاورو او خځلو راوباسي.

د وخت په تېرېدو سره د خلکو د ژوندي موندلو هیلې هم کمېږي. د مراکش حکومت د ځینو هېوادونو د مرستې وړاندیز منلی خو د نورو په اړه چوپه خوله دی.

د پېښې ډېرى قربانيان د غرنيو سيمو اوسېدونکي دي او په يادو سيمو کې زيانمن شوي خلک مرستو ته سخته اړتيا لري.

د بي بي سي خبريال نيک بيک چې د مراکش الحوز ولايت د تفرقيه کلي ته رسېدلی دی وايي، د دغه کلي له ۲۰۰ اوسېدونکو څخه تر اوسه د ۹۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی او ډېر نور لا هم ورک دي.

مراکش زلزله

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د جمعې په ورځ د سپټمبر په اتمه نېټه په ځايي وخت په مراکش کې د ریکټر په کچه د ۶،۸ درجې زوروره زلزله وشوه. دا زلزله په تېرو ۶۰ کلونو کې په مراکش کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، ډېره مرګژوبله او ویجاړی په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې دی.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي په زلزله کې ډېری وژل شوي خلک د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي.

د يوې لېرې پرتې سيمې اوسېدونکي بي بي سي ته وويل، "خلکو ته هېڅ نه دي ورپاتې، وږي دي، ماشومان اوبه غواړي او مرستې ته اړتيا لري."

په زلزله کې د مراکش زوړ ښار چې د يونيسکو نړيوال ميراث برخه دی، هم زيانمن شوی دی.