مراکش کې زلزله: ګڼ شمېر وګړو ته يې مرګژوبله اړولې ده
المغرب يا مراکش يوې زورورې زلزلې لړزولی، او له زرو زيات خلک یې وژلي دي. داسې حال کې چې ډېر نور ژوبل شوي او د مرګژوبلې شمېر ښايي لا نور لوړ شی.
مراکش ښار کې اوسېدونکي او سيلانیان، هغه مهال په تېښه شول، چې د رېختر په کچه ۶،۸ ځواکمنې زلزلې بېګا شپه پراخې سيمې ولړزولې.
د زلزلې مرکز د اتلس غرونو کې و، خو ټکانونه یې سلګونه کيلومتره لرې هم احساس شوي دي. ورپسې لړزو ځپل شوو سيمو کې د ژغورنې او مرستو رسولو چارې خنډونو سره مخامخ کړې دي.
ډېرو خلکو بېګا شپه بهر تېره کړې او چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې زيانمنو شوو استوګنځيو ته دې نه ننوځي.