د مراکش زلزله؛ د اولاد او مور او پلار تر منځ یو غوراوی، کوم ژغورئ؟

مراکش زلزله

طیب ایت اېغنباز مجبور و چې د مراکش زلزلې پر مهال د خپل ۱۱ کلن زوی او مور او پلار د ژغورلو لپاره یو غوره کړي.

د مراکش اطلس په غرونو کې د وزو یوې کوچنۍ رمې شپون وايي، د خپلې هغې پریکړې له امله ځوریږي چې کړې یې وه.

طیب له خپلې مېرمنې، دوو ماشومانو او مور او پلار سره د جمعې په شپه په خپل کوچني ډبرین کور کې اوسېده، چې سخته زلزله وشوه. دا په دې هېواد کې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې تر ټولو زوروره زلزله وه.

طیب د بي بي سي خبریال له ځان سره خپل کور ځای ته بیایي چې اوس په کنډواله بدل شوی دی.

د ودانۍ ځینې دننه برخې لا هم معلومېږي. طیب یوه ځای ته ګوته نیسي او وايي: "دا هغه ځای دی."

نوموړي ته هغه سخت حالت ور یادېږي: "دا هر څه په چټکۍ پیښ شول. کله چې زلزله وشوه، موږ ټولو د دروازې په لور منډه کړه. زما پلار ویده و، ما مې پر مور غږ وکړ چې راووځه، خو هغه مې د پلار په انتظار کې پاتې شوه."

بلې خوا ته یې یوازې ښځه او زوی پراته وو.

کله چې هغه بېرته نړېدلي کور ته ورستون شو، طیب خپل زوی او مور او پلار دواړه تر کنډوالو لاندې وموندل. هغه د خپل زوی لاس لیدلی و، چې تر کنډوالو لاندې خوځېږي.

هغه وايي پوهېده چې هغه باید چټک عمل وکړي او لاس په کار شي، لومړی د خپل زوی ادم په لور روان شو، په سختۍ سره یې له کنډوالو راوېست.

خو کله چې هغه د خپل مور او پلار خوا ته ورغی، ویې لیدل چې دواړه تر ډبرو لاندې شوي او د ژغورنې لپاره یې ډېر ناوخته و.

طیب له اوښکو په ډکو سترګو وايي: "ما باید د خپل زوی، او مور او پلار تر منځ یوه خوا غوره کړی وای."

"ما له مور او پلار سره مرسته ونشوه کړای، ځکه د دوی بدن نیمایي تر دېوال لاندې وه. دا ډېره غمجنه او خواشینونکې صحنه وه چې ما خپل مور او پلار مړه ولیدل."

مراکش زلزله

طیب پر خپل کمیس داغونو ته ګوته نیسي او وايي، دا یې د مور او پلار وینه ده.

د هغه ټول کالي او توکي په کور کې پاتې شوي، او نه وو توانېدلی چې هېڅ شی راوباسي.

کورنۍ یې اوس د خپل پخواني کور سره نژدې په موقتي خیمو کې له خپلوانو سره ژوند کوي. طيب وايي، ټولې پيسې يې په کور کې وې او زياتره وزې يې وژل شوې دي.

هغه وايي: "دا داسې دي لکه اوس چې نوی زېږدلی یې. نه مور او پلار، نه کور، نه خواړه، نه جامې. زه اوس پنځوس کلن یم او له سره باید ژوند پیل کړم."