د مراکش مرګونې زلزله

د ویډیو تشریح، د مراکش مرګونې زلزله

په مراکش کې د ژغورنې ډلې لا هم د جمعې ورځې له زلزلې وروسته په کنډوالو کې ایسار پاتې خلکو ته د رسېدو هڅې کوي. تر اوسه تر دوو زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

له مراکش بهر هم د بېړني خدماتو کارګران د ژغورنې پر هڅو بوخت دي، دا وروسته له هغه چې حکومت له څلورو هېوادونو - بریتانیا، اسپانیا، قطر او متحدو عربي اماراتو بېړنۍ مرستې ومنلې.

ځینې کلي تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او د ژوندي پاتې کسانو موندلو لپاره ډېر لږ وخت پاتې دی.