هند اقتصاد د تمې خلاف اته اعشاریه څلور سلنه وده کړې

    • Author, فرانسس ماو
    • دنده, بي بي سي

هند په خورا چټکۍ سره د اقتصادي ودې حیثیت پر ځای ساتلی او د ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې یې اته اعشاریه څلور سلنه اقتصادي وده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې هند کې روان کال ټولټاکنې کېږي. د دې هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې په دې هکله ویلي، چې دا ''د هندي اقتصاد قوت او وړتیا ښيي.''

د هند په هکله وړاندوینه کېږي، چې په راتلونکو څو کلونو کې به له جرمني او جاپان مخکې شي او د نړۍ درېیم تر ټولو لوی اقتصادي ځواک به شي. دا له تمې زیاته اقتصادي وده د هند صنعت برخه کې شوې، چې د تولیداتو کچې یې په همدې موده کې ۱۱ اعشاریه شپږ سلنه وده کړې.

شخصي مصارف چې د هند د ناخالص کورني تولیداتو (جي ډي پي) له دریو دوې برخې جوړوي وده هم درې اعشاریه پنځه سلنه زیاته شوې ده. د یادونې ده، چې پروسږ کال د هندیانو د پېرودلو قوت د پیازو په ګډون د ځینو بنسټیزو خوراکي توکو د بیو لوړوالي له کبله اغېزمن شوی و، خو حکومت د بیو لوړوالي له کبله د انفلاسیون یا پیسو پاړسوب مخنیوي لپاره ځینې اقدامات کړي وو.

په تېرو څو کلونو کې د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت د بنسټیزې اډانې په وده او پراختیا کې لګښتونه ډېر کړي او د ټیلیفون، الیکترونیکي الاتو، ډرون او کمپیوټري پرزه جاتو برخه کې له نړیوال بازار سره د سیالۍ ډګر کې کورنی صنعت هڅولی دی.

د پنجشنبې پر ورځ حکومت د مشهور ټاټا شرکت په ګډون ځینو شرکتونو ته د ډیجیټلي پرزه جاتو لپاره د یو اعشاریه ۲۶ ټریلیونو روپیو (۱۵.۲میلیاردو ډالرو) ارزښت دریو کارځایونو چمتو کولو اجازې ورکولو اشاره کړې.

د یادونې ده، چې د پشکال کمزوریو بارانونو له کبله بیا د هند زراعت یا کرنیز محصولات چې د هند درې اعشاریه اووه ټریلیونه ډالره اقتصاد ۱۵ سلنه جوړوي له کمزوري وضعیت سره مخامخ و.

ځینو هندي کروندګرو د خپلو محصولاتو لپاره د لږ تر لږه بیو ټاکنې لپاره احتجاجونه هم کړي دي. د پیسو نړیوال. وجهي صندوق (ای ایم ایف) د ۲۰۲۴ کال لپاره په داسې حال کې د هند اقتصاد شپږ اعشاریه پنځه ودې اټکل کړی، چې د چین اقتصادي ودې لپاره یې څلور اعشاریه شپږ سلنې ودې اټکل کړی دی.

پر بیجینګ فشار ډېرېږي چې د نړۍ دویم تر ټولو لوی اقتصاد ودې او پرمختګ لپاره اقدامات وکړي، چې د جایدادونو بیو کړکېچ، بې روزګارو ځوانانو ډېروالي او د بیو کموالي چې د پیسو پاړسوب کموالي په نامه هم یادېږي، په ګډون له یو شمېر ننګونو سره مخامخ دی.