تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چندریا ۳؛ د هند فضايي اداره وايي، له سپوږمۍ کوم سیګنال نه راځي
د هند فضايي اداره وايي، د سپوږمۍ سویلي برخې ته استولي فضايي توغندي سره یې اړیکه ټينګ کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
هند شاوخوا یوه میاشت مخکې په دې بریالی شو، چې یاد څېړونکی ماشین یا روور (Rover) د سپوږمۍ سویلي برخه کې ځای په ځای کړي.
روور او توغندي استونکي ماشین دوه اوونۍ په معلوماتو او انځورونو را ټولولو تېر کړل، خو وروسته د شپې په راتګ سره د "خوب موډ" ته واړول شول.
د هند فضایي ادارې یا ای ایس ار او( ISRO) وايي، تمه یې درلوده، چې سپوږمۍ کې د ورځې په را برېدو سره به د لمریزې برېښنا په مټ د یاد ماشین بترۍ چارج شي او بېرته به په خپل کار پیل وکړي.
خو اوس چې له سپوږمۍ هیڅ ډول سیګنال یا اړیکه تر دوی نه ده رسېدلې.داسې ګمان کېږي چې د شپې یخنۍ به د روور بتریانو ته زیان اړولی وي.
سپوږمۍ کې د ځمکې پرتله د شپې او ورځې ساعتونه توپیر لري. هلته د شپې او ورځې اوښتل دوه اوونۍ وخت نیسي.
د هند فضایي اداره وايي، دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي. سپوږمۍ ته د چندریا ۳ استول یو بریالی ماموریت و چې د هند په تاریخ کې لوی ځای خپل کړ.
دا د سپوږمۍ په سویلي قطب کې لومړنۍ بریالۍ ناسته وه او په ټوله کې بیا د سپوږمۍ پر مخ د فضايي بېړۍ ځای په ځای کولو کې هند له امریکا، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد شو.
هند خپل دا ماموریت داسې پلان کړی و چې سپوږمۍ کې د ورځ له پیل سره یاد فضايي ماشین هلته ځای په ځای کړي چې وکولی شي لږ تر لږه دووه اوونۍ د لمر وړانګې ورورسېږي او ځان ته برېښنا ترې چمتو کړي.
مخکې له دې چې یاد روور خاموشه شي، د هند فضايي ادارې ویلي و دوی خپل ټول ماموریتونه بشپړ کړي دي.
دوی هیله څرګنده کړې وه، چې سپوږمۍ کې د ورځې په پیلېدو سره به روور بېرته فعاله شي.
له دې مخکې د چین روور د سپوږمۍ پر مخ له کاره لوېدو وروسته د لمر وړانګو په ورسېدو سره بېرته فعال شوی و.
خو د هند د فضایي ادارې پخواني مشر کرن کمار بي بي سي ته وویل، د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د شپې لخوا د یخنۍ کچه منفي ۲۵۰ درجې ته هم ښکته کېدای شي او په دې حالت کې یې بترۍ له منځه ځي.
د هند فضايي اداره وايي، که سپوږمۍ کې یاد ماشین بېرته فعاله نه شي د تل لپاره به هالته د هند د سفیر په توګه پاتې شي.