تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کانګرس کې د فضايي مخلوقاتو او ناپېژاندو الوتونکو توکو په اړه ولې بحثونه کېږي؟
که دا ریښتیا وي، د امریکا کانګرس حتما غواړي ځان پوه کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د ناپېژندل شویو الوتونکو توکو (UFO یا UAP) په اړه د چهارشنبې په ورځ تاریخي غونډه وربللې وه.
جمهوريپال ټم برشت له غونډې مخکې وویل: "امریکایان دې غونډې ته ناپېژاند الوتونکي څیزونه نه راوړي. موږ یوازې غواړو په حقیقت پوه شو." خو پر دې سربېره دا غونډه ډېره په زړه پورې وه.
دې دوه ساعته غونډه کې دریو کسانو ادعا وکړه، داسې الوتونکي څیزونه یې لیدلي چې خوځښت یې له ساینسي اصولو سره په ټکر کې و.
دې غونډه کې د هغو پیلوټانو یادونه هم وشوه، چې نه غواړي خبرې وکړي او هغه کسان چې په اړه یې خبرې کوي د هغو پر وړاندې قانوني ګامونه پورته کېږي همدارنګه د ژوندیو موجوداتو یا حیاتي څیزونو په اړه هم خبره وشوې.
دوی ټولو ومنله، چې دا له رازونو ډک څیزونه کولی شي ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
دې غونډې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده او نه هم د فضايي مخلوقاتو شتون په کې تائید شو خو د امریکا کانګرس لپاره د عیني شاهدانو شتون یوه مهمه خبره وه.
په غونډه کې شته کسانو د امریکا له پوځ څخه د لا زیات شفافیت غوښتنه وکړه.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني غړي ډیویډ فریر یو ځل بیا د هغه ناپېژندل شوي الوتونکي څيز یا د یوې الوتونکې بیړۍ (Flying saucer ) په اړه خبرې وکړې چې په ۲۰۰۴ کال کې یې لیدلې وه او د ده په وینا په داسې عجیب ډول یې الوت کاوه چې تکړه پیلوټان به هم ورته حیران شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د دې پېښې انځورونه په ۲۰۱۷م کال کې خپاره شول او دوه کاله وروسته د امريکا سمندري ځواکونو دا خبره تاييد هم وکړه.
ډیویډ فریر وویل: "هغه تیکنالوژي چې موږ ولیده او زموږ مخې ته وه زموږ له ټیکنالوژي ډېره نوې وه او ان زموږ له راتلونکې لس کالو تیکنالوژي څخه هم ډېره پرمختللې وه."
د متحده ایالاتو د هوایي ځواک پخواني استخباراتي افسر ډیویډ ګیرش ادعا وکړه، حکومتي چارواکي معلومات پټوي او هغه چا ته سزا ورکوي چې په دې اړه خبرې کوي خو زیاته یې کړه، خپله هم د محرمیت قوانینو له امله په دې اړه زیاته تبصره نشي کولی.
انسان یا نا انسان؟
یاده غونډه کې د ساوت کارولینا جمهوري غوښتونکې نانسي میس له ډیویډ ګیرش وغوښتل، چې فضايي مخلوقاتو په اړه توضیحات ورکړي.
نوموړې پوښتنه وکړه: "ایا حکومت ته له ناپېژندل شویو الوتونکو څخه ژوندي موجودات/مخلوقات لاس ته ورغلي؟".
ډیویډ خپلې پخوانۍ مرکې ته په اشارې سره وویل: "په څو پېښو کې ژوندي مخلوقات لاس ته ورغلي دي."
نانسي میس بیا وپوښتل: 'ایا دا ژوندي مخلوقات انسانان وو که انسانان نه وو؟'
ډیویډ ځواب ورکړ: "دا انسانان نه وو او دا د هغو کسانو تحلیل و، چې په دې پروګرام کې راسره وو او ما ورسره خبرې کړې وې."
ده په دې اعتراف وکړ، چې په خپلو سترګو یې دا مخلوقات نه دي لیدلي.
د کانګرس غونډ ته ورغلي عیني شاهدانو غوښتنه وکړه، چې د ناپېژاندو څیزونو په اړه شواهد او نښې باید په رسمي توګه ثبت شي.
د امریکایانو د فضايي خوندیتابه د یوه شرکت اجرائیه مشر ریان ګریوز وویل: "موږ داسې نظام ته اړتیا لرو چې پیلوټان د دندې د لاسه ورکولو له وېرې پرته راپور ورکړی شي."
د غونډې تر پایه دا ښکاره وه، چې ګډون وال غواړي دا غوښتنه تصویب شي.
له کالیفورنیا دیموکرات رابرټ ګارسیا وویل: "UAP یا هر څه چې دی، کېدای شي زموږ نظامي او ملکي الوتکو ته یو ګواښ وي او دا باید معلومه شي."
"له موږ سره ښايي چې دې ډول رپوټونو ورکولو ته خلک وهڅوو، نه دا چې په دې اړه باید لږ وغږېږو. هر څومره یې چې په اړه زیات پوه شو هغومره به خوندي یو."
سربېره پر دې چې جمهوري غوښتونکي او دیموکرات غړي په دې اړه ډېر په سوچ او احتیاط غږېږي، خو ځینو غړیو یې په فضايي مخلوقاتو شک څرګند کړ.