تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فضايي مخلوق: د 'یو ایف او' په اړه د پنټاګون رپوټ
ټاکلې د امریکا حکومت د روانې جون میاشتې تر پای وړاندې د ناپېژانده الوتونکو اجسامو "یو ایف اوز" په اړه یو رپوټ خپور کړي.
دلته پر دې غږېږو چې د دغه رپوټ په اړه تر دې دمه پر څه پوهېږو؟
دا نامحرم رپوټ تر هغه وروسته د امریکا کانګرس غوښتی چې د دغه هېواد پوځیانو په وار وار هوا کې د دغه بې نظمه الوتونکو اجسامو د لېدو خبرونه ورکړي دي.
دې ته په کتو چې له نورو سیارو سره د اړیکو او لیدنو په اړه د قطعي شواهدو د تائید تمه کمه ده، و به لیدل شي چې دا رپوټ به 'د نورو سیارو د اوسېدونکو په اړه ' د ځمکې د اوسېدونکو ذهنیت څومره بدل کړای شي.
پوځي چارواکي خبرداری ورکوي که خبره د فضايي مخلوق اړونده نه وي، نو دا به بیا ښايي د روسیې او چین په څېر د امریکا د دښمنو هېوادونو اړونده ټکنالوجي وي.
د پنټاګون د رپوټ په اړه پر څه پوهېږو؟
پنټاګون د تېر کال اګست کې د دغو ناپېژانده الوتونکو اجسامو د مشاهدې لپاره د ناپېژانده فضايي ښکارندې کاري ځواک په نوم څانګه پرانیسته.
د امریکا دفاع وزارت وايي د دې ډلې دنده دا ده چې دغه فضايي پېښې "کشف، تحلیل، نوملړ بندي" او همدا راز د ناپېژانده الوتونکو اجسامو د "ماهیت او رېښو" په اړه مالومات راټول کړي.
د دغه رپوټ محرمه بڼه د روانې میاشتې لومړیو کې د کانګرس له غړو سره شریکه شوې ده.
یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، امریکايي رسنیو ته ویلي چې دغه رپوټ کې د فضايي مخلوق د فعالیت په اړه شواهد نشته، خو هغه یې چورلټ رد کړی هم نه دی.
رپوټ کې د پام وړ خبره دا ده چې دې ځانګړي کاري ډلې مشخصه کړې چې دغه لیدل شوي ناپېژانده الوتونکي اجسام د امریکا پټه پوځي ټکنالوجي نه ده.
چارواکو د تېرو دوو ولسیزو پر مهال دا ډول ۱۲۰ پېښې څېړلې دي.
په دوی کې د امریکا د دفاع وزارت د "نا توضیح شویو فضايي ښکارندو" درې ویډیوګانې هم شاملې دي چې تېر کال خپرې شوې.
له دغه رپوټه که څه هم د غټو رازونو د برملا کېدو انتظار نشته، خو دا څرګندوي چې د فضايي مخلوق په تړاو فلمي او عملي تخیلي کیسې اوس واقعآ د امریکا د ملي امنیت پر بحث اوښتې دي.
اوس ولې مهمه ده؟
پر امریکا له لسیزو راهیسې د دې لپاره عام فشار په ډېرېدو دی چې د فضايي مخلوق په اړه خپل مالومات شریک کړي.
د دغه فشار یو لامل دا هم دی چې د 'یوفولوجیستانو' په نوم ملکي ډلې وايي چې حکومت یې د موجودیت او فعالیت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
پېنټاګون له ۲۰۰۷ کال راهیسې په پټه 'د پوځ لخوا د کم پېژندل شوي پرمختللي فضایي خطر ' د پېژندلو پروګرام پر مخ وړي.
د دغه پروګرام لپاره بودیجه د نېواډا د دیموکرات سناتور هاري ریډ په غوښتنه ځانګړې شوې.
ښاغلی ریډ د هغه ځای استازی دی چې نېواډا '۵۱ سیمه' هم پکې رانغاړل شوې.
'۵۱ سیمه' داسې پوځي اډه ده چې د توطیې تئوریستانو په باور له ۱۹۴۷ کال راهیسې پکې روزویل ښار کې د فضايي مخلوق د راپرېوتې فضايي بېړۍ په راټولو شویو برخو څېړنې روانې دي.
پخوانيو جګپوړو چارواکو او ان د امریکا ولسمشرانو هم په دې وروستیو کې فضايي مخلوق او یو ایف او د حقیقت په اړه څرګندونې درلودې.
د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د هیلري کلنټن د کمپاین مدیر جان پوډېسټا چې د ناپېژانده الوتونکو اجسامو د تیورۍ پلوی دی، ژمنه کړې وه که هغه ټاکنې وګټي نو د فضايي مخلوق په تړاو به پټ حکومتي رپوټونه غیر محرم کړي.
تېر کال د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په یوه مرکه کې وویل چې آن د خپلې کورنۍ غړو ته به هم هغه څه ونه وايي چې دی د فضايي مخلوق په اړه پرې پوهېدلی دی.
ښاغلي ټرمپ په دې مرکه کې وویل: " په دې اړه چې پر څه پوهېږم، پر هغو درسره نه غږېږم - خو ډېر جالب دي."
بل پخوانی ولسمشر بارک اوباما بیا تېره مې میاشت له جیمز کورډېن سره تلویزیوني مرکه کې په دې اړه لږ پر وضاحت وغږېد.
هغه وویل: "چې کله ولسمشر شوم، پوښتنه مې وکړه ... ایا چېرته داسې لابراتوار شته چې د فضايي خلکو بېلګې او یا فضايي بېړۍ پکې ساتو؟ پوهېږي، یو څه څېړنه یې وکړه او ځواب یې 'نه' و."
ښاغلي اوباما زیاته کړه: "څه چې حقیقت دي او زه یې هم په اړه جدي یم، اسمان کې د ځینو اجسامو اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې دي - چې موږ نه پوهېږو واقعآ څه شی دی. موږ یې لوری او د حرکت څرنګوالی نشو توضیح کولی... نو پوهېږئ، زما په فکر خلک په دې اړه په جدي توګه څېړنې کوي او غواړي وپوهېږي چې دا څه شی دی."
د ناپېژانده الوتونکو اجسامو په اړه د مالوماتو خپرېدو د کانګرس په دواړو دیموکراتانو او جمهوریپالو غړو کې هم ملاتړي پیدا کړي دي.
دوی وايي دا رپوټ به د دې چارې مخه ونیسي چې یو شمېر سرتېري خپلو مشرانو ته له دغو ناپېژانده الوتونکو سره د مخامخېدو او د هغوي د لیدو په اړه څه ویل ننګ بولي.
د یو ایف او په اړه څه شواهد شته؟
ځينو پوځي او استخباراتي چارواکو په زغرده د دا ډول عجیبو اجسامو د لیدو کېسه شریکه کړې ده.
له دوی تر ډېر باوري رپوټونه د هغو پیلوټانو دي چې شخصآ یې ناپېژانده الوتونکي اجسام له خپلو الوتکو، وسلو او د پوځي روزنې مرکزونو ته نږدې لیدلي دي.
د ډونلډ ترمپ د ملي امنیت پخواني مدیر جان رټکلېف چې پخوا د امریکا د ټولو ۱۸ استخباراتي ادارو څارنه ورترغاړې وه، په مارچ کې فاکس نیوز تلویزیون ته وویل: "که صادقانه ووایم، مشاهدې تر هغې ډېرې دي، چې عام رپوټ یې ورکړ شوی دی. د هغو اجسامو په اړه غږېږو چې د سمندري او هوايي ځواک پیلوټانو لیدلې دي، یا یې د سټلایټ په وسیله تصویرونه اخیستل شوي. 'دا اجسام ' داسې کړنې کوي چې توضیح یې ستونزمنه ده."
هغه زیاتوي: "حرکات یې داسې دي چې کاپي کول یې ستونزمن دي - موږ یې د ترسره کولو ټکنالوجي نه لرو - یا په داسې سرعت حرکت کوي، چې تر غږ چټک دی، خو صوتي انفجار هم نه تولیدوي."
د امریکا د سمندري ځواکونو دوو پیلوټانو تېره میاشت د سي بي ایس تلویزیو په "۶۰ دقیقې" پروګرام کې د ارام سمندر پر فضا د داسې شي د لیدلو په اړه خبرې وکړې، چې ښکارېدل د دوی حرکات کاپي کوي.
له دوی یوې پیلوټې الکس ډیټریچ دا شی سپین، اوبرنګه مستطیل ته ورته وباله.
نوموړې وویل: "دقیقآ همداسې ښکارېده، په دې توپیر چې ډېر چټک او نا منظم الوت - او موږ نه شول کولی پوه شو چې کومه خوا څرخېږي، یا څه ډول خپله مانوره ترسره کوي، او محرکه قوه یې څه ده. هېڅ لوګی او د سونګ نښه یې نه درلوده. د مانورونو د کنټرول پاره هېڅ مشخصه سطحه پکې نه تر سترګو کېدله."
له ناپېژانده الوتونکو سره نور تقابل
پخوانی سناتور ښاغلی ریډ د دې دفاع کوي چې پنټاګون ته یې د ناپېژانده الوتکو اجسامو د پروګرام لپاره ۲۲ میلیون ډالري بودیجه ترلاسه کړې ده. هغه وايي نور هېوادونه هم پر دې موضوع څېړنه کوي.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې له نېواډا نیوزمېکرز سره مرکه کې وویل: "پوهېږو چې چین دا کار کوي. پوهېږو روسیه هم چې د 'کې جې بي' له داخله د یوه سړي لخوا رهبري کېږي، دا کار کوي. نو ښه ده چې موږ هم دا موضوع تر نظر لاندې ولرو."
هغه په دې مرکه کې زیاتوي چې د امریکا د دفاع وزارت لخوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې "دوو، څلورو، شپږو یا شلو کسانو نه - بلکې سلګونو کسانو دا اجسام لیدلي دي. کله ناکله ټولو یو ځای هم لیدلي."
تېر ډسمبر د اسرائیل دفاع وزارت کې د فضایي برخې پخواني رئیس یوې ځايي ورځپاڼې سره مرکه کې وویل ښاغلی ټرمپ له بلې سیارې سره د یوه تړون د راز برملا کولو ته نږدې و، خو له دې وېرې شا ته شو چې "د پراخې حیرانتیا" لامل به شي.
حائیم اېشاد له ايدیوت احارونات ورځپاڼې سره دې مرکه کې زیاته کړې وه: "د امریکا د حکومت او فضايي مخلوق ترمنځ یو تړون موجود دی. هغوي له موږ سره دلته د څېړنو لپاره تړون لاسلیک کړی."
د هغه دا څرګندونې چې منل یو څه ګران دي - د امریکا د حکومت او فضايي مخلوق لخوا نه دي تائید شوې.