په یمن کې زنداني افغانان: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دې زمونږ غم وخوري

- Author, علي حسیني
- دنده, بي بي سي، لندن
درې افغانان چې له شاوخوا یوه کاله راهیسې په یمن کې بندیان دي، له نامعلوم برخلیکه سره مخ دي. دوی د محکمې د خوشې کېدو له حکم سره سره لا هم په زندان کې ساتل کېږي.
افغانستان په یمن کې سفارت نه لري او د طالبانو د حکومت وضعیت او له نړیوالو سره د رسمي اړیکو نه درلودو هم د دغو درېیو بندیانو په څېر د ډېرو نورو برخلیک هم سخت کړی دی.
احمد خان، سلطان رحیم او اختر ګل چې مونږ یې دلته مستعار نومونه کاروو، کال وړاندې له افغانستانه ۵۰۰۰ کېلومتره لېرې په جګړه کې ایسار یمني پولیسو په سیئون ښار کې ونېول، چې اوس یې په یوه عربي زندان کې له بې برخلیکه ژوند کال اوړي.
په هغه شپه چې پولیس یې نیسي، دوی درې واړو د عمان او یمن تر منځ له غزیدلې پولې د سیئون ښار ته د تګ نیت کړی وو.
ټکسي چلوونکي ته یې خپل وضعیت په اړه خبرې کړې وې و او روښانه یې ورته ویلي وو چې اسناد نه لري، خو که دغه ځای ته یې ورسوي، ټکسي چلوونکي هم ورته د سالم رسېدو ژمنه ورکړې وه خو د ژمنې خلاف لاره کې یې پولیس دروي او د اسنادو نه درلودو له کبله د هدف پر ځای زندان ته وړل کېږي.
افغانانو په بې وزله او جګړه ځپلي یمن کې څه کول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یمن چې خپله په کورنیو جګړو کې ښکیل او اقتصاد یې سخت ځپلی دی، د دغو افغانانو د منزل اصلي هدف نه و.
کله چې دوی له بي بي سي سره د اړیکې پر مهال وویل، چې په یمن کې له نامعلوم برخلیکه سره مخ دي، نو له ځنډ پرته ذهن ته دا پوښتنه راځي چې بې اسنادو افغانانو یمن کې څه کول او څنګه تللي؟
د دوی په وینا، په کار او مزدورۍ پسې راوتلي، په یمن کې نه بلکې اول ایران او بیا په ایران کې د اقتصادي او کډوالو وضعیت بدلېدو وروسته یې نیت وکړ چې له ایران څخه په یوه ارزانه لار سعود عرب ته ځان ورسوي.
دوی پلان جوړ کړ چې له ایرانه عمان او بیا له هغه ځایه د یمن له لارې سعودی عرب ته مخه کړي.
خو دا ټول سفر بې اندیښنې او بې ډاره نه و، بلکې د دوی له منځه یې یوه بي بي سی ته وویل "له ایران څخه مو تر عمانه په سیند کې سفر پیل کړ، سخت ناهیلې او ډاریدلي وو."
دوی وايي "په یوه وړه کښتۍ کې ۲۱ تنه سپاره کړل شوي وو او هره شېبه د کښتۍ له ډوبېدو سخت ډارېدو."

په سختۍ عمان ته له رسېدو وروسته یې د مخکې تګ ارادې څه سستې کړې وې "مونږ دلته دوه میاشتې په کار پسې وګرځېدو خو هیڅ کار پیدا نشو."
له دې وروسته یې پرېکړه وکړه چې د یمن له لارې به سعودي عرب ته ځان رسوي هغه که په هره بیه وي.
هغه سیمه چې دوی له عمانه یمن ته لاړل د دغې هېواد په ختیځ کې ده او له شمالي سیمو چې د حوثي ملېشو په لاس کې دي ډېر واټن لري.
دوی دلته د پولیسو لخوا له نیولو وروسته د بې مدرکه اسنادو وګړو په یوه مدیریت کې تر دوه میاشتو وساتل شول.
له دغو درېیو یې یوه یې بي بي سي ته ویلي "دوی په دوه میاشتو کې هیڅ کوم وخت لمر ونه لېده، له کور سره مو هیڅ اړیکه نه لرله او آن هیڅوک یې له حاله نه وو خبر."
په یمن کې بندي افغانان وايي "مونږ دوه میاشتې وروسته کورو ته په سختۍ احوال ورکړ چې مونږ په یمن کې پولیسو نیولي او بندیان یو."
یمن چې له کورنۍ جګړې کړیږي او د رپوټونو له مخې د ځینو هېوادونو وګړي هم د جګړو لپاره ورځي نو د دغو افغانانو په اړه هم شکي و "شاید د یمنیانو اندېښنه دا وه چې دوی خو چېرې جګړې ته نه دي راغلي؟"
دا افغانان وايي، له مونږ بیخي سختې او اوږدې څیړنې وشوې او له څیړنو وروسته عمومي زندان ته ولېږدول شوو.

دوی زندان ته له لېږلو یوه اونۍ وروسته محاکمه شول او په وینا یي، "مونږ هر څه قاضي ته واضح تشرېح کړل، قاضي راته وویل چې یو ضامن پیدا کړئ چې په ضمانت مو خوشي کړو-مونږ ورته وویل چې په یمن کې هیڅوک نه پېژنو څه وکړو-بیا قاضي وویل چې داسې ده ستونزه نشته بیا یې حکم وکړ چې دوه ورځې وروسته باید خوشې شو."
دا دوه ورځې د شاوخوا کال له تېرېدو وروسته هم نه دي راغلې او دوی درې واړه لا هم د خلاصون په لټه او تمه د زندان شپې ورځې تېروي.
وايي کله مو چې پوښتنه وکړه چې ولې نه خلاصېږو راته یې وویل چې ستاسې دوسیه یوه بل ښار ته لېږدل شوي بیا دې محکمې ته درې میاشتې په تمه و دغې محکمې هم حکم وکړ "دا چې ناقانونه راغلي یی باید بېرته خپل هېواد ته ولېږل شئ."
د محکمې په دغې غونډه کې د بشر د حقونو د ادارې یو استازی هم و چې محکمې ورته ټول لازم اسناد وسپارل او ورته یې وویل چې دا کسان باید افغانستان ته لېږل شي.
خو د پولیسو، زندان او محکمو له سختیو وروسته دوی اوس د بشر حقونو له یوه دعوه دار سره بند دي او په وینا یې 'یاد کس یو دوه ځلې زمونږ تیلفون ته ځواب راکړ اوس چې ورته زنګ وهو هیڅ تیلفون نه جېګوي.'
د طالبانو حکومت او بهر کې د افغانانو وضعیت

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستانه لېرې په بې وزله یمن کې دا درې بندي افغانان وايي، وروستۍ دوه درې میاشتې ورباندې ډېرې سختې تېرې شوي "د زندان پولیس د خوشې کېدو هیله راکوي خو خوشي کوو مو نه په خوله راته وایي سبا یا بله ورځ به مو خلاص کړو خو دا سبا او بله ورځ نه راځي..."
بي بي سي د دوی د ستونزې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دوه ویاندویانو سره د خبرو هڅه وکړه او څو پیغامونه مو ورته ولېږل، خو ځواب یې رانکړ.
د سعودي عرب په ریاض کې مو هم د افغانستان سفارت سره د اړیکو هڅه وکړه خو تر اوسه هیڅ پیغام ته چا ځواب نه دی ورکړی.
د یو شمېر سفارتونو ځینې استازي په اغلب ګمان له دې کبله په ځینو ستونزو نه غږیږي او یا احتیاط کوي چې د طالبانو سره د دوی اړیکې او راتلونکي په اړه هیڅ برخلیک مشخص نه دی.
بلخوا میلیونونه افغانان د نړۍ په لرو او بر کې داسې مهال شپې ورځې تېروي چې د افغانستان له لوري د قانوني او حقوقي اړخه په یوه نه یوه بڼه زوریږي او یا له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له افغانستانه بهر د دغه هېواد سفارتونه او کونسلګرۍ له مالي، اداري او سیاسي ستونزو سره مخ دي.
د دغو درېیو افغانانو له ډلې یې یوه بي بي سي ته وویل "د سفارت نشتوالي او دا چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړۍ سره رسمي تعامل نه لري، زمونږ په وضعیت بد اغېز کړی، که مونږ په یمن او یا شاوخوا فعاله سفارت درلودلی زمونږ دوسیه او انتظار دومره نه اږدېده."
د دوی په وینا د طالبانو له حکومته په ځانګړي ډول "د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیره زمونږ غوښتنه دا ده چې د یمن له بهرنیو چارو له وزیر سره اړیکه ونیسي او مونږ له نامعلومه برخلیکه وژغوري."
"زمونږ غوښتنه دا ده چې مونږ خوشې شو"، دا په دوی پورې اړه لري چې بېرته مو هېواد ته لېږي که همدلته مو پرېږدي خو مونږ باید خلاص شو.











