تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان غور او روزګان کې یوازې درې متخصصې ډاکټرانې شته
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو- په تېره بیا سوېلي او لوېدیځ کې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د ښځینه ډاکټرانو له سخت کمښته شکایت کوي.
د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي په ځینو سیمو کې چې پخوا ډاکټرانې ګمارل شوې وې، اوس هلته نشته.
د غور ولایت اوسېدونکي وايي د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې چې وړاندې ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال وو اوس هلته بند شوي دي .
ددوی په وینا، له یادو مرکزونو سره د ځینو مرستندویه ادارو ملاتړ و چې د مرستو له بندېدو سره هغه هم بند شول .
د غور یوه اوسېدونکې، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي وویل که څه هم په ځینو ولسوالیو کې ښځینه قابلې شته، خو د ټول ولایت په کچه د نسايي- ولادي ناروغیو یوازې یوه متخصصه ډاکټره شته.
دغه مېرمن وايي له ولسوالیو نه د نسايي او ولادي پېچلي قضیې د غور یا هم د بامیان مرکزي روغتون ته لېږدول کېږي، خو دا کړنه ځکه خطرناکه ده، چې ددې په ټکو د ولسوالیو لارې خرابې او ځینې ناروغان بېړنیو روغتیايي چوپړونو ته اړتیا لري:
"د هغو سیمو مېرمنې، چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او هلته ډاکټران نشته، مرکزي روغتون ته د رسېدو لپاره د لارې په اوږدو کې یا خپل ژوند بایلي او یا یې هم روغتیایي حالت ډېر خرابېږي."
دغه مېرمن وايي، په غور کې د ټولو اقتصاد ټیټ دی، لویه برخه بې روزګاره او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، روغتون کې درمل نشته او باید ټول له بازار واخلي، هغه روغتیایي خدمات، چې غور کې وړاندې کېږي اصلاً د منلو نه دي.
"په ټوله ولسوالۍ کې قابله او روغتیاپالانې نشته"
د غور لعل سرجنګل ولسوالي، چي د وګړو شمېر یې د یاد ولایت د ټول نفوس نیمایي برخه جوړوي، یوازې یو روغتیایي مرکز لري او هېڅ متخصصه ډاکټره په کې نشته .
باغران د افغانستان د سوېلي هلمند د مرکز لښکرګاه په ۲۱۰ کیلومترۍ کې شمال لور ته بله پرته ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې وایي لا هم د ډېرو عادي ناروغیو د درملنې لپاره ساعتونه مزل کوي او ځان بُست ولایتي روغتون ته رسوي .
د باغران یو اوسېدونکی عبدالولي وايي په ټوله ولسوالۍ کې قابله او روغتیاپالانې نشته:
"سیمه دومره پراخه ده، چې سهار له باغران نه را رهي شو ماښام مرکز لښکرګاه بُست روغتون ته رارسېږو، سیمه کې نه ډاکټر شته او نه هم درمل".
د افغانستان د سویلي ولایت روزګان د لېرو پرتو ولسوالیو وګړي هم د روغتیايي خدمتونو له کمښت او د ښځینه ډاکټرانو له نشت نه شکایت کوي .
روزګان کې د شمېرو له مخې شاوخوا یو نیم میلیون وګړي ژوند کوي او نژدې ۷۰ روغتیايي مرکزونه په کې شته، دا په دې مانا چې د هرو ۲۱ زره کسانو لپاره یو مرکز فعال دی .
ددغه ولایت د روغتیا ادارې مشر ډاکټر محمد الله روحاني نه یوازي د روغتیايي مرکزونو د لږوالي خبره مني بلکې وایي په ټول ولایت کې د نسايي ولادي ناروغیو یوازې دوې متخصصې ډاکټرانې شته:
"سپينې ساحې شته د عامې روغتیا وزارت نه یو پلاوی راغلی او موږ ټولې سیمې په نښه کړې دي ".
" یوازې په لویو ښارونو کې ښځینه متخصصینې لرو"
ښاغلی روحاني تمه ښیي، چي په دوو پړاوونو کې به نژدې ۶۰ روغتیايي مرکزونه د روزګان په هغه سیمو کې جوړ کړي، چې له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي، خو دا یې و نه ویل چې دا یادو مرکزونو لپاره به بشري ځواک په ځانګړې توګه روغتیاپالانې له کومه کړي .
د ښځینه ډاکټرانو کمښت او لیرې پرتو سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو نه لېوالتیا له پخوا یوه دوامداره ستونزه ګڼل کېږي .
د طالبانو حکومت کې د طبي شورا مشر ډاکټر ګل محمد عثمان هم وړاندې منلې وه، چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د ځايي خلکو لپاره یوه ستونزه ده:
"یوازې په لویو ښارونو کې ښځینه متخصصینې لرو، هغه هم یوازې د نسايي او ولادي برخه کې خو په نورو ښارونو کې هغه هم نشته او اړتیا شته، چې د نسايي او ولادي برخې تر څنګ نورو برخو کې هم ښځینه متخصصینې ولرو ".
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان له څلور سوه ولسوالیو څخه یوازې ۹۰ هغه يي د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري دا په دې مانا چې ددغه هېواد په ۳۱۰ ولسوالیو کې متخصصې ډاکټرانې په ځانګړې توګه د نسایي او ولادي برخه کې نشته.
دا چې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت دغه تشه څه ډول ډکوي، له پرله پسې اړیکو وروسته هم د عامې روغتیا وزارت ویاند خبرو ته حاضر نه شو .