تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پکتیکا ولایت یوازینۍ متخصصه ډاکټره هم لاړه
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
په پکتیکا ولایت کې یوازینۍ متخصصه ډاکټره وايي، په کاري چاپېریال کې ستونزې د دې لامل شوې چې له دندې استعفا ور کړي.
د کابل د پغمان اوسېدونکې ۳۹ کلنه هما وايي، ۱۴ میاشتې مخکې په دې هیله پکتیکا ته لاړه چې د لرې پرتو سیمو د ښځو خدمت وکړي.
د هغې په خبره، که په ښرنه روغتون کې د مور ماشوم اړوند څانګې ستونزې اوارې او د اړوند څانګې مشر لرې شي، نو بیا هم دغه ولایت ته تللی شي.
"د مور ماشوم څانګه کې ځینې ستونزې وې ځکه مې دنده او روغتون پرېښود، هغه کارونه چې باید ما کړي وی، په ستونزو کې ور سره مخ کېدل، اداره هم را سره جوړه نه وه، ځکه مې دنده پرېښودله".
نوموړې د روغتون پر کارکوونکو تور لګوي چې د ورځې په اوږدو کې کار نیمګړی پرېږدي او په شخصي کارونو پسې ګرځي.
"له دوولسو بجو به همکارانو دفتر پرېښود او مریضان به سرګردان پسې ګرځېدل هغه ناروغان چې له لرې پرتو ولسوالیو به راغلی وو، هغوی به د معاینو لپاره ورتلل، خو څوک به نه و چې معاینه یې وکړي، اخر به ورته ویل کېدل چې شخصي روغتون کې طبي معاینات وکړي".
خو د پکتیکا ولایت د روغتیا مشر ولي گل وایي، چې دغې ډاکټرې ځان ته بل ځای دنده پیدا کړې، ځکه یې پکتیکا ولایت ته شا کړه.
"چې ښځینه ډاکټرې نه وي نو ستونزې وي، موږ له وزارت سره مسله شریکه کړې، موږ اوس یوه ډاکټره هم نه لرو، قابلې لرو، خو چې زنانه ډاکټرې نه وي. د مور او د ماشوم لپاره به ډېرې ستوزنې وي".
د هغه په خبره، په پکتیکا کې لږ تر لږه ۱۲ متخصصو ډاکټرو ته اړتیا ده او که نه وي د مور ماشوم مړینه به زیاته شي.