د طالبانو د خوړو او درملو اداره: په قاچاقي ډول افغانستان ته د واریدېدونکو درملو کچه کمه شوې

د افغانستان د خوړو او درملو اداره وايي، تېر زېږدیز کال کې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي، چې دې کې دکابو ۲۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت یې له قاچاقي لارو هېواد ته وارد شوي دي.

ددغې ادارې ویاند ډاکټر جاوید هژیر بي بي سي ته وویل، د پخوا پرتله په قاچاقي ډول هېواد ته د واریدونکو درملو کچه کمه شوې ده.

''اټکلاً اوس له اته سوه میلیون تر یو میلیارد ډالرو پورې ارزښت درمل افغانستان ته راځي، مخکی له دوه سوه میلیون ډالرو نیولې تر د دوه نیم سوه میلیونه ډالره پورې د ارزښت درمل په قانوني بڼه راوړل کېدل او نور ټول په قاچاقي ډول راوړل کېدل، چې اوس الحمدلله تر اتیا سلنې پورې د قاچاقاق مخه نیول شوې ده.''

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې دا هم ویلي،چې د خوړو او درملو د کیفیت په تړاو یې په کور دننه څار هم زیات کړی.

د طالبانو په حکومت کې د خوړو او درملو ملي ادارې له دې مخکې دسمبر کې ویلي و، وایي واک ته له رسېدو وروسته یې د دې ادارې فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړي او ډېر کسان یې په دندو هم ګومارلي دي.

دوی وایي دا کار یې د دې لپاره کړی چې یاده اداره او کارونه نیغ په نیغه د خلکو له ژوند سره سر وکار لري.

خو په ورته مهال (د دسمبر په لومړیو کې) په افغانستان کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې چې یوه له مهمو هغو بلل کېږي، مسوولینو ویلي و، د مسلکي کسانو او متخصصینو له جدي کمښت سره مخامخ ده.

د دې ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر ویلي و، سږ کال یې د ازادو سیالیو له لارې لس یا یوولس ځله د سلګونه تشو بستونو د ډکولو لپاره ازموینې اخیستې خو وړ کسان یې نه دي موندلي.

د خوړو او درملو ملي اداره چې د خلکو د ژوند دوو مهمو توکو یعنې خوړو او درملو په برخه کې فعالیت لري، په افغانستان کې د خوړو او درملو واریدونکو او تولیدي کارخونو او شرکتونو ته د کار اجازه ورکوي، تولیدي محصولات ثبت او د کیفیت له پلوه ارزوي، بیا یې بازار ته وړاندې کولو ته اجازه ورکوي، کلنیکي ازموینې تنظیم او کنټرولوي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د خوندیتوب څارنه کوي، کیفیت یې کنټرولوي، یادو توکو ته کېدونکي اعلانونه تنظیم او کنټرولوي او پر سرغړونکو د قانون پلي کول یې مهمې دندې بلل کېږي.