تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراييني ځواکونه د اوډيوکا له مهم ښاره ووتل
د اوکرايين پوځ وايي د دغه هېواد په ختيځ کې يې له کوچني خو خورام مهم ښار اوډيوکا څخه خپل ځواکونه ايستلي دي. دغه ښار له څو مياشتو راهيسې د روسي ځواکونو له خوا کلابند و.
د اوکرايين د وسله والو ځواکونو قومندان اوليکساندر سیرسکي ويلي، "د ځواکونو د کلابندۍ مخنيوي او د سرتېرو د ژوند او سلامتيا" لپاره يې دغه ګام پورته کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ځواکونه يې "مناسبو ليکو" ته استولي دي.
اوډيوکا ښار چې نژدې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دونيڅک ته چې په ۲۰۱۴ کال کې روسي پلوه ملېشو ونيو او وروسته په غيرقانوني توګه له روسيې سره يو ځای کړل شو، نژدې پروت دی. دا ځای هم په حقيقت کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د جګړې ډګر و.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ په اوکرايين د بشپړ يرغل امر وکړ.
د شنبې په ورځ وختي جنرال سيرسکي وويل، دا پرېکړه يې د "اوډيوکا شاوخوا عملياتي وضعيت" ته په کتو کړې ده.
نوموړي ويلي، "زموږ سرتېرو په وياړ سره خپله پوځي دنده ترسره کړه، د روسيې قوي ټوليو د له منځه وړلو لپاره يې هر څه چې په وس کې وو، ترسره کړل. دوی د افرادو او تجهيزاتو په برخه کې دښمن ته د پام وړ زيانونه واړول."
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي مخکې ویلي وو چې اوډيوکا د سقوط له ګواښ سره مخ دی، ځکه په وينا يې اوکراييني ځواکونه په ډګر کې د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي وويل، "روسيه يو پر بل پسې د اوکرايين پر پوستو د بريدونو لپاره جذب شوي ځواکونه استوي او دا چې کانګرېس لا تراوسه لايحه نه ده تصويب کړې، موږ نشو کولی چې د روسيې د بريدونو د مخنيوي لپاره اوکرايين ته د توغنديو مرمۍ چمتو کړو ".
د امریکا کانګرېس د دې اوونۍ په پيل کې د ۹۵ میلياردو ډالرو بهرنۍ مرستې بسته چې ۶۰ میليارده د اوکرايين لپاره ده له څو مياشتو سياسي جنجالونو وروسته تصويب کړه خو دا پلان د استازو په جرګه کې له خنډونو سره مخ دی.
اوکرايين له روسيې سره په جګړه کې چې خورا لوی پوځي ځواک لري په پراخه کچه د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو پر وسلو او مهماتو تکيه کوي.
د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له اوکرايين سره د پوځي مرستو د دوام په منظورولو کې د امریکا پاتې راتللو لا دمخه د جګړې په ډګر کې اغېز کړی.