تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرايين جګړه: امریکا خبرداری ورکړی چې ښايي اوکرايین یو مهم ښار له لاسه ورکړي
امريکا خبرداری ورکړی چې ښايي روسيه د اوکرايین په ختيځ کې د اوډيوکا مهم ښار ونيسي. په دې وروستيو مياشتو کې دلته د دواړو لوريو تر منځ سختې نښتې شوې دي.
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي په اوکرايين کې د وسلو او مهماتو کمښت ته په اشارې ويلي، "اوډيوکا د روسيې منګولو ته د لوېدو له ګواښ سره مخامخ دی."
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ژمنه کړې چې د "شونتيا تر کچې به د ډېری اوکراينيانو" د ژوند ژغورلو لپاره هر څه وکړي.
راپورونه وايي، روسي ځواکونو په اوډيوکا کې پرمختګ کړی او د دغه ښار د کلابندۍ وېره شته ده.
اوډيوکا ښار چې نژدې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دونيڅک ته چې په ۲۰۱۴ کال کې روسي پلوه ملېشو ونيو او وروسته په غيرقانوني توګه له روسيې سره يو ځای شو، نژدې پروت دی.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ په اوکرايين د بشپړ بريد امر وکړ.
ښاغلي کربي د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې يوې غونډې ته وويل چې ښايي اوډيوکا سقوط وکړي، ځکه چې "د اوکرايیني ځواکونو د توپونو مهمات د خمتېدو په حال کې دي."
نوموړي وويل، "روسيه يو پر بل پسې د اوکرايين پر پوستو د بريدونو لپاره جذب شوي ځواکونه استوي او دا چې کانګرېس لا تراوسه لايحه نه ده تصويب کړې، موږ نشو کولی چې د روسيې د بريدونو د مخنيوي لپاره اوکرايين ته د توغنديو مرمۍ چمتو کړو ".
ښاغلي کربي زياته کړه، "روسي ځواکونه په اوديوکا کې خندقونو ته رسېدلي دي.
د امریکا کانګرېس د دې اوونۍ په پيل کې د ۹۵ میلياردو ډالرو بهرنۍ مرستې بسته چې ۶۰ میليارده د اوکرايين لپاره ده له څو مياشتو سياسي جنجالونو وروسته تصويب کړه خو دا پلان د استازو په جرګه کې له خنډونو سره مخ دی.
اوکرايين له روسيې سره په جګړه کې چې خورا لوی پوځي ځواک لري په پراخه کچه د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو پر وسلو او مهماتو تکيه کوي.
د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له اوکرايين سره د پوځي مرستو د دوام په منظورولو کې د امریکا پاتې راتللو لا دمخه د جګړې په ډګر کې اغېز کړی.
ښاغلي زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل، "د اوکراييني وګړو د ژوند ژغورلو لپاره د امکان تر کچې هر څه کوو."
نوموړی به د جمعې په ورځ برلين او پاريس ته سفر وکړي، تمه کېږي چې دی به د جرمني له لومړي وزير اولاف شولتز او د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره امنيتي تړون لاسلیک کړي.
يوه اوکراييني جنرال اولکساندر تارنافکسي د پنجشنبې په ورځ ناوخته ومنله چې په اوډيوکا کې "سخته جګړه" روانه ده.
نوموړي وويل، "موږ د اوکرايين ټولې خاورې ته ارزښت ورکوو خو زموږ لپاره لومړنی ارزښت او لومړيتوب د اوکرايين د پوځيانو ژوند ژغورل دي."
یو شمېر اوکرایني پوځیانو په شخصي توګه اعتراف کړی چې دغه ښار هر وخت سقوط کولای شي.